د امیرخان متقي او‌ ایراني‌ ديپلوماتانو کتنه؛ تهران له طالبانو د څه تمه لري؟

طالبان ایران

د عکس سرچینه، TALIBAN

    • Author, حفیظ الله معروف
    • دنده, بي بي سي پښتو

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي‌ استازي او سفیر د‌ طالبانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي‌ وزیر امیر خان متقي‌ سره کتلي دي.‌

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي،‌ په دغه کتنه کې د حسن کاظمي قمي تر څنګ د ایران د څلورو کونسلګریو مشرانو هم برخه لرله.‌

دا په نژدې یوه اوونۍ کې دویم ځل دی چې د ایران ځانګړی استازی او سفیر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري.‌

په نننۍ (جمعه) ناسته کې د طالبانو د خبر پاڼې له مخې "په سیاسي موضوعاتو سربېره د ویزو په برخه کې د لازم تسهیل او چټکتیا رامنځته کولو، د تجارت او زراعت په برخو کي د نویو اقداماتو او یو شمېر نورو موضوعاتو د بهبود په تړاو خبرې وشوې"

د جنورۍ په ۲۲مه هم د ایران دغه نوي سفیر په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي‌ و.‌

د طالبانو د هغې ورځې په اعلامیه کې د ښاغلي قمي له خولې ویل شوي‌ و "د اوبو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي چي اوبه داسې مدیریت شي چي ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي."

ایران له طالبانو څه غواړي؟

ایران د وچکالۍ له کړکېچ سره مخ دی او د دې ستونزې د ممکنه حل د یوې برخې په ډول د افغانستان اوبو ته اړتیا لري.‌

په افغانستان کې د ایران پخوانیو دیپلوماتانو هم بیا بیا د هلمند په اوبو کې د خپلې برخې بشپړه غوښتنه کوله او دا غوښتنه یې تېره اوونۍ یو ځل بیا د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې تکرار کړې.

طالبان وايي،‌ د هلمند په اوبو کې د ١٣٥١ لمریز کال د تړون له مخې د ایران په حق سترګې نه پټوي‌ خو ټینګار کوي چې روانې وچکالۍ ټوله سیمه ځپلې او د ټولو اوبو کچه کمې شوې ده.

په ناروې کې د ایراني چارو افغان څېړونکی عیسی ستانکزی بیا په دې باور دی، چې‌ "ایران هڅه کوي له طالبانو سره داسې اړیکي وساتي‌ چې نه پکې تهران ته زیان ورسېږي او خپلې ګټې هم پکې خوندي وساتي."

ځینې کارپوهان په دې باور دي‌ چې د ایران د اوسني حکومت او طالبانو ایډیالوژي ښايي‌ تر یوې اندازې سره ورته وي،‌ خو ایران د طالبانو د حکومت په اړه خپلې اندېښنې هم لري.

د ایران د بهرنیو چارو مخکني وزیر جواد ظریف په یوه مرکه کې ویلي‌ و،‌ د ایران د قوانینو له مخې طالبان یې لا هم د ترهګرو ډلو له لیسته نه دي ایستلي. اوس روښانه نه ده چې د طالبانو حکومت یې له دغه لیسته ویستلی او کنه.‌

نوموړي په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال،‌ په مزار شریف کې د ۸ ایراني دیپلوماتانو وژنې ته په اشارې ویلي و "هغه پېښه یې هېره کړې نه ده "خو له طالبانو د غچ اخیستو نیت هم نه لري.

ایران د خپلو دغو وګړو تر وژل کېدو وروسته لسګونه زره پوځیان د افغانستان پولې ته نژدې ځای پر ځای کړل او داسې یې ښکاروله چې ګوندې د جګړې نیت لري.

د ایران اوسني‌ چارواکي‌ هم بیا بیا په خپلو څرګندونو کې دا غوښتنه کوي چې طالبان دې داسې حکومت جوړ کړي چې "ټولګډونه وي‌ او د ټولو خلکو استازولي وکړي."

ګډ ټکي‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

که څه هم تېرو شلو کلونو کې په افغانستان د امریکا د ښکېلتیا په اړه د تهران ښکاره دریځ دا وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي،‌ خو د تېر حکومت ځینو لوړ پوړ چارواکو ځینې وخت ادعاوې کولې چې ایران په پټه د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته وسلې ورکوي-داسې څه چې تهران نه منل.‌

خو په خپل ګاونډ کې یې د ستر غلیم امریکا شتون یې هم نه شو زغمولی.‌ تهران پر دې خوښ دی چې امریکا له افغانستانه بشپړه ووته.

هغه مهال چې دوحه کې د طالبان او امریکا ترمنځ‌ خبر روانې وي، څو ځلې د طالبانو پلاوي‌ د تهران په بلنه ایران ته تللي وو.‌

د دې ترڅنګ چې امریکا د طالبانو او ایران مشترکه غلیمه وه،‌ اسلامي دولت نومې ډله یا داعش بل هغه څه دي چې دواړه لوریو ته شریک دښمن دی.‌

د طالبانو حکومت او ایران چارواکي‌ د داعش پر ضد خورا توند تګلاره لري.‌ نو ښايي‌ داعش ډله یو بل دلیل وي‌ چې دواړه لوري‌ هڅه کوي‌ اړيکي سره وپالي.‌

د ایراني چارو کار پوه عیسی ستانکزی هم پر دې باور دی چې "ایران په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو اندېښنه لري" نو ځکه غواړي‌‌ له طالبانو سره اړیکې وساتي.‌

خو تهران هم د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني‌ او ورته وخت کې د طالبانو ځینو مخالفانو ته هم په ایران کې د اوسېدو اجازه ورکوي.

داسې نه ښکاري چې په اوږدمهال کې دې د ایران د حکومت او د طالبانو ګډې ګټې سره وپالل شي، ځکه د ایران لپاره به دا ګرانه وي چې په خپل ګاونډ کې سني مذهبه "توند لاری حکومت" تر ډېره وزغمي.

خو د لنډمهال لپاره ښايي دواړه لوري د داعش ځپلو، پر پوله د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي، د اوبو اړتیا پوره کولو او د سرحدي شخړو د مخنیوي لپاره یو بل ته لاسونه سره وغځوي.