بلېنکن له نتنیاهو غوښتي چې د سنوار د وژلو له "فرصته" اوربند لپاره ګټه واخلي

اسرائیل

د عکس سرچینه، Israeli Prime Minister's Office

د امریکا بهرنیو چارو وزیر نتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره لیدلي دي.

هغه د سې شنبې ورځې په دې لیدنه کې غوښتنه کړې چې اسرائیل دې د حماس د مشر 'یحیی سنوار' د وژل کېدو له فرصت څخه اوربند لپاره ګټه واخلي.

ښاغلي بلېنکن د سنوار وژل د عدالت د تامین په لار کې اخیستل شوی ګام بللی.

بلخوا د اسرائیل لومړي وزیر بیا په دې لیدنه کې ویلي، چې د سنوار وژل کېده د یرغمل شویو کسانو په خلاصون کې مرسته کولی شي.

هممهاله د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر هم ټینګار کړی چې اسرائیل باید غزې ته د بشري مرستو د رسېدو هڅې زیاتې کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر داسې مهال منځني ختیځ ته تللی، چې پر غزې سربیره لبنان کې هم د اسرائیل بریدونه دوام لري.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د دغه هېواد د پلازمېنې بیروت سویل کې یوه روغتون ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو په وروستي برید کې ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ایران

د عکس سرچینه، BBC/Goktay Koraltan

د رپوټونو له مخې په قربانیانو کې یو ماشوم دی.

په دغه برید کې د رفیق حریري طبي پوهنتون د روغتون پارکېنګ په نښه شوی دی.

دا د لبنان سویل کې تر ټولو ستر روغتون دی.

د لبنان روغتیا وزارت په دې پېښه کې د ۵۷ کسانو د ټپي کېدو اعلان هم کړی.

د اسرائیل پوځ ویلي، د حزب‌الله اړوند تاسیسات یې په نښه کړي دي.

د اسرائیلي ځواکونو ویلي، د لبنان پر سویل وروستیو هوايي بریدونو کې یې د حزب‌الله د قوماندې او کنټرول شاوخوا ۱۰ مرکزونه لمنځه وړي.

په دې کې د حزب‌الله د ځانګړي "رضوان" ځواک اړوند تاسیسات هم دي.

د اسرائیل پوځ ویلي، تر دغو بریدونو وړاندې په وار وار ځايي اوسېدونکو ته پیغام استولی چې له سیمې ووځي.