حماس بي بي سي ته ویلي، د خپل نوي مشر نوم به پټ وساتي

حماس مسوول کس وايي، د یحیی سینوار وژل کېدو پېښې څرنګوالي حیران کړي دي.

د عکس سرچینه، ge

د عکس تشریح، حماس مسوول کس وايي، د یحیی سینوار وژل کېدو پېښې څرنګوالي حیران کړي دي.

د حماس یوه مسوول کس بي بي سي ته وویل، ډېر احتمال دا دی، چې دوی به د خپل نوي مشر نوم د امنیتي اندېښنو له کبله پټ وساتي.

د غزې لپاره د بي بي سي خبریال رشدي ابوالعوف په خپل رپوټ کې وايي، په پام کې ده، چې حماس به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې نوی مشر وټاکي، خو تر هغه وخته پورې به د پنځو کسانو یو کمېټه د مشرتابه چارې پرمخ بیايي.

په دې کمېټه کې خلیل الحیا، خالد مشال، ظهیر جبارین، د شورا مشر محمد دروېش او یو پنځم کس شامل دی، چې نوم یې پټ ساتل شوی. د حماس دغه مسوول کس اشارتاً وايي، داسې فکر کېږي، چې خلیل الحیا ته تر ډېره بریده د سیاسي او بهرنیو چارو مسوولیت سپارل شوی او دغه راز به د غزې چارې هم سمبالوي. په دې توګه داسې فکر کېږي، چې نوموړی عملا د حماس غورځنګ سرپرست مشر دی.

د یادونې ده، چې په ۲۰۰۳ کال کې چې د حماس هغه مهال مشر شیخ یاسین او د هغه د ځایناستي ډاکتر عبدالعزیز الرنتیسي له وژل کېدو وروسته حماس په ورته توګه د نوي مشر نوم پټ ساتلی و.

حماس همدې مسوول کس بي بي سي ته وویل، دوی د یحیی سینوار وژل کېدو پېښې څرنګوالي سخت حیران کړي، ځکه دوی فکر کاوه، چې د وژل کېدو پر مهال هغه په یوه خورا خوندي ځای کې و.

دغه چارواکي دغه راز وویل، د ایران بهرنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ د ترکیې په پلازمېنه انقره کې له خلیل الحیا سره لیدلي، د یحیی سینوار د وژل کېدو له کبله یې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې ایران کې فکر کېږي چې اسرائیل به د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو یوه اونۍ یا تر دې هم کم وخت مخکې پر ایران برید وکړي.

پر لبنان د اسرائیل تازه بریدونه

د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اموس هاکسټین د لبنان د پارلمان له مشر نبيه بیري سره چې د حزب‌الله په استازیتوب د خبرو اترو مشري پر غاړه لري، خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اموس هاکسټین د لبنان د پارلمان له مشر نبيه بیري سره چې د حزب‌الله په استازیتوب د خبرو اترو مشري پر غاړه لري، خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په بیروت او د لبنان په نورو برخو کې نور هوايي بریدونه کړي او وايي چې د حزب‌الله مالي بنسټونه په نښه کوي. په دې بریدونو کې د بیروت هوايي ډګر ته څېرمه دوه ځایونه هم په داسې حال کې په نښه شوې چې مسافر وړونکې الوتکې د ښکته کېدو په حال کې وې.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا بریدونه به د "ایراني نیابتي ملېشو" تر ختمېدو پورې دوام وکړي. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ځانګړی استازی د خپل سفر په ترڅ کې دې کړکېچ ته د یوه ډیپلوماټیک حل د موندلو په موخه لبنان ته تللی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر اسرائيل کاتز وايي،‌ تېره شپه اسرائیلو پر لبنان پراخ بریدونه وکړل.‌

هغه پر اېکس لیکلي:‌ "بیروت د اور لمبو کې سوځي."

د هغه اشاره پر څه باندې هغو ۱۵ ودانیو د اسرائیلو بمباریو ته وه چې وګړو ته یې د وتلو خبرداری ورکړی و او له بمبارېدو وروسته وسوځېدې.

ده ویلي: "موږ به د ایران نیابتي جنګیالي تر هغو ووهو چې پرځېدلي نه وي."

د ویډیو تشریح، د بيروت هوايي ډګر ته څېرمه بريد

اسرائيلو په بيروت او د لبنان جنوب کې ګڼ هوايي بريدونه کړي. په دغو بریدونو کې د هغه بانک څانګې هم په نښه شوې چې له حزب الله د مالي ملاتړ تور ورپورې و.

په ورته وخت کې د امریکا ځانګړی استازی اموس هوکسټین د دوشنبې په ورځ بیروت ته ځي چې د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ‌ د اوربند د شرطونو په اړه له لبناني چارواکو سره وغږېږي.

بي بي سي د بیروت په سوېل کې اته دا ډول بریدونه وروسته له هغې شمېرلي چې اسرائیلي پوځ خلکو ته امر کړی و چې د دې بانکونو څېرمه سیمو ووځي.

له دغو بریدونو وروسته د بیروت په يو شمېر جنوبي سيمو کې د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي خو د مرګژوبلې په اړه لا معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د اسرائيلو پوځ وړاندې د پلازمېنې بيروت په ګډون د لبنان له ۲۰ زياتو سيمو وګړو ته خبرداری ورکړی و چې پلان لري د شپې بريدونه ترسره کړي.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو دا هم ويلي چې دوی به هغه بانکونه او نور مالي بنسټونه په نښه کړي چې د حزب الله ملاتړ کوي.

د يکشنبې په ماښام په يوه بيان کې د اسرائيلو پوځ وياند ډنيال هګاري خبرداری ورکړ، "هر څوک چې د حزب الله ډلې د ترهګريزو فعاليتونو د تمويل لپاره کارول شويو ځايونو ته نژدې وي، بايد سملاسي له دې ځايونو ووځي."

نوموړي ويلي، "موږ به په راتلونکو ساعتونو کې څو موخې او د شپې په اوږدو کې نور هدفونونه په نښه کړو."

لبنان

د عکس سرچینه، Getty Images

د اسرائیلو ویاند زیاته کړې، "په راتلونکو ورځو کې به موږ په ډاګه کړو چې ایران څنګه د ملکي ادارو، ټولنو او غیر دولتي موسسو په کارولو سره د حزب الله ترهګریز فعالیتونه تمویلوي."

د لبنان دولتي خبري اژانس د "القرض الحسن" ټولنې په نامه د بانک پر څانګو د بريد پخلی کړی.

همدا ډول په پلازمېنه بيروت کې د رفيق حريري نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه هم د ياد بانک پر څانګې د بريد خبر ورکړل شوی دی. په خپرو شويو تصويرونو کې له هوايي ډګر سره څېرمه له چاودنې وروسته لوګي تر سترګو کېږي.

د قرض الحسن بانک د پلازمېنې بيروت په ګډون په ټول هېواد کې له ۳۰ زياتې څانکې لري.

اسرائيل پر دغه بانک تور پورې کوي چې حزب الله ډلې ته د وسلو د پېرلو، زېرمه کولو او د معاشونو د ورکولو لپاره ايراني پيسې دغې ډلې ته ورکوي. دغه اداره له ۲۰۰۷ کال راهیسې د امریکا تر بندیزونو لاندې ده.

په همدې مهال د لبنان د روغتیا وزارت ویلي د سپټمبر له ۱۶مې نېټې راهيسې په دغه هېواد د اسرائیلو بريدونو کې لږ تر لږه ۱۸۰۲ تنه وژل شوي او ۹۳۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلو کې توغندي‌ضد تاد سیستم ځای پر ځای شوی

تاد

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د تاد سیسټم - لکه دا چې په ارشیف عکس کې ښودل شوی - شاوخوا۱ میلیارد ډالره لګښت لري.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، د توغندیو ضدی پرمختللی دفاعي سیستم (تاد) اوس اسرائیلو کې ځای پر ځای شوی دی.‌

تاد یا د لوړو سیمو دفاعي سیستم د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د څو پوړیزو هوايي دفاعي سیستمونو یوه مهمه برخه ده او اټکل دی چې د اسرائیلو د توغندیو ضد قوي دفاعي سیستمونو کې اضافه شي.

تر دې وړاندې ولسمشر بایډن ویلي وو چې د تاد سیستم د ځای پر ځای کولو هدف د شاوخوا ۱۰۰ امریکايي پوځیانو په ګډون له اسرائیلو سره په داسې وخت کې د دفاع په برخه کې مرسته کوي چې د ایران پرضد د برید پر ځواب فکر وکړي، چې په دې کې د توغندیو توغول هم شامل دي.

د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر اسرائیلو له ۱۸۰ ډېر توغندي توغول شوي.