اسرائیلو بيروت کې تازه بمبارۍ کړې

د ویډیو تشریح، بيروت کې د اسرائيلو له خوا د شوي بريد شېبه

اسرائيلو د شنبې په ورځ پر بيروت لږ تر لږه دوولس بريدونه کړي چې دا په تېره يوه اوونۍ کې پر لبنانۍ پلازمېنه تر ټولو سخت ګوزارونه وو.

د اسرائيلو پوځ په يو شمېر سيمو کې خلکو ته د وتلو خبرداری ورکړی خو په ځينو ځايونو کې له خبرداری وروسته ډېر ژر بريدونه شوي دي.

په وروستيو بريدونو کې د مرګژوبلې او اوښتو زيانونو ارزونه روانه ده خو لږ تر لږه يوه څو پوړيزه ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

د اسرائيلو پوځ وايي په ضياحيه سيمه کې يې د حزب الله ډلې د وسلو زېرمتون او د استخباراتو د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.

په همدې حال حزب الله ويلي چې د اسرائيلو پر شمالي برخو يې توغندي توغولي دی.

په بيروت کې له دريو ورځو ارامۍ وروسته د دغه ښار جنوبي برخې د شنبې په ورځ يو ځل بیا د اسرائيلو هوايي بريدونو ولړزولې. دوه بريدونه د بيروت هوايي ډګر ته څېرمه شوي.

لبنان

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock

د بيروت په شمال کې د يوې ښځې او سړي ويډيو خپره شوې چې په ظاهرا له يوې اسرائيلۍ ډرون الوتکې د تښتې هڅه کوي. د لبنان د ملي خبري اژانس اېن اېن اې په وينا، دوی خپل موټر د لارې په اوږدو کې دروي او د ونو او بوټ لاندې ننوځي خو په ظاهرا د توغندي بريد کې وژل کېږي.

ياد خبري آژانس همداراز راپور ورکړی چې د هېواد په ختیځ د بقاع دره کې د اسرائیلو هوايي برید له کبله د ښاروال په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

همدا ډول دغه خبري اژانس وايي څو تنه نور بيا پر يوه استوګنيزې ودانۍ بريد کې ټپيان شوي دي.

اسرائيل وايي، پر هغو موخو یې بریدونه کړي چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې پورې يې تړاو درلود.

د اسرائيلو تازه هوايي بريد وروسته له هغه کېږي، چې اسرائيلي پوځ وويل، له لبنان څخه پر اسرائيلو له سلو ډېر راکټونه توغول شوي دي.

د نتنياهو پر استوګنځي بريد؛ ملګرو ملتونو کې د ايران استازی وايي حزب الله کړی

د شنبې په سهار، یوې بې پیلوټه الوتکې په ساحلي ښار قیصریه کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو شخصي استوګنځی په نښه کړی.

د نتنیاهو ویاند ویلي، د برید پر مهال د اسرائیلو لومړی وزیر په ودانۍ کې نه و او په وينا يې په پېښه کې څوک نه دي وژل شوي.

له دې برید څو ساعته وروسته ښاغلي نتنیاهو پر ټولنيزه شبکه اېکس يوه پوسټ کې وويل، "د ایران د لاسپوڅې حزب الله ډلې له خوا زما او زما د مېرمن د وژلو هڅه يوه لويه تېروتنه وه." او ګواښ يې کړی هر څوک چې اسرئيلي وګړو ته زیان ورسوي "درنه بيه" به پرې کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یوه بیان کې د اسرائيلو د لومړي وزير پر استوګنځي د بريد مسوليت پر حزب الله اچولی دی.