د غزې په شمال کې د اسرائیلي ځواکونو تازه بمبارۍ؛ لسګونه کسان وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
غزه کې د حماس اداره وايي، د دې تراړې شمال کې د کډوالو پر جبالیا پنډغالي د اسرائيل په هوايي برید کې د ۲۱ ښځو په ګډون لږترلږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلو، چې ځواکونو یې له تېرو څو اوونیو راهیسې دغه ګڼ مېشتي کمپ کلابند کړی، تر اوسه دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی.
په غزه کې د حماس ادارې مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د جمعې ورځې برید کې له ۸۵ ډېر نور کسان ټپي شوي هم دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت پکې ښه نه دی.
اعلامیه کاږي چې په دغه برید کې د درېیو کورنیو اړوند استوګنځي په نښه شوي. حماس ویلي، یو شمېر کسان لا تر ویجاړیو لاندې پاتې دي، نو د وژل شویو شمېر ښايي تر ۵۰ ورسېږي.
د دغو بریدونو رپوټ په خپلواک ډول نه دی تایید شوی.
د دې مرګونې پېښې خبر داسې مهال ورکړل شوی چې د حماس د مشر "یحیی سنوار" وژل کېدو د جګړې پای ته رسېدو ته هېلې ډېرې کړې. خو د حماس مرستیال مشر وايي، د سنوار مړینه به دا غورځنګ نور هم پیاوړی کړي.
په ورته مهال په غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره (یو این راوا) مسوولین وايي، یوازې د جمعې پر ورځ له الجبلیه سیمې ۲۰ زره کسان تښتېدلي دي.
د دې ادارې کمشنر فلیپ لازاریني پر اېکس یوه پیغام کې ویلي: ''خلکو هر څه له لاسه ورکړي. دوی د خوړو، اوبو، کمپلو او توشکو په ګډون هر څه ته اړتیا لري، چې له لومړنیو هم لومړنۍ اړتیاوې دي.''
نوموړي دغه راز د سیمې په څه نا څه روغ پاتې روغتونونو کې د نفتو او دارو-درملو د لږوالي یادونه هم کړې.
نتنیاهو وايي، 'اسرائیل به د بریا تر وخته جګړه کوي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو بیا وايي، هېڅ څه یې مخه نه شي نیولای او په وینا یې اسرائیل به د حماس پر ضد جګړه د "بریا تر مهاله" جګړه وکړي.
پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې نوموړي ویلي، "موږ د قاتلانو مشر یحیی سینوار له منځ لېرې کړ. "
د سینوار په هکله ویل کېږي، چې پر اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې بریدونو له طراحانو یو و.
نوموړی پر چهارشنبه د اسرائیلي ځواکونو په یوه برید کې ووژل شو. بنیامین نتنیاهو زیاته کړه: "ما ویلي چې موږ د پاڅون په جګړه کې یو او تر پایه به پرمختګ کوو. "
بل پلو د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي وايي، حماس سره له دې چې یو مهم مشر یې یحیی سنوار ووژل شوی ''ژوندی دی او ژوندی به پاتې شي.''
یحیی سنوار چې پر اسرائیل د اکتوبر اوومې بریدونو له مهمو طراحانو یو بلل کېږي، د روانې اونۍ په پیل کې هغه مهال ووژل شو، چې اسرائيلي ځواکونو په رفح کې پر یوه ودانۍ برید وکړ.
ایت الله خامنايي په دې هکله په یوه اعلامیه کې وویل: ''د هغه له لاسه ورکول له شک پرته د مقاومت محور لپاره دردونکې پېښه ده، خو دغې جبهې د مشهورو شخصیتونو له شهادتونو سره پرمختګ نه دی درولی.''
د ''مقاومت محور'' کې چې د ایران ملاتړ ورسره دی، حماس، د لبنان وسله واله ډله حزب الله او د منځني ختیځ ځینې نورې ډلې شاملې دي، چې پر اسرائیل یې بریدونه کړي دي.
ایت الله خامنايي د یحیی سنوار په هکله زیاتوي: ''دی د مقاومت او مبارزې یوه ځلانده څېره وه، چې له فولادي هوډ سره د ظالم او یرغلګر دښمن پر وړاندې ولاړ و.''

د عکس سرچینه، Reuters
هلته په سیمه کې بیا ځايي سرچینې وايي، دا چې د غزې په شمال کې انټرنېټي او مخابراتي خدمات پرې دي، نو اړیکه ورسره نه کېږي.
پر خواله رسنیو یوه لاس په لاس کېدونکې ویډیو کې چې بيبيسي نه ده تصدیق کړې، په کفنونو کې تاو مړي ښکاري چې د العوده روغتون په انګر کې ایښي.
د دغه روغتون رئیس خبریالانو ته د ګڼې مرګژوبلې په تړاو خبرې کوي.
نوموړی وايي "د امبولانس عمله لا هم هڅه کوي چې له جبالیا څخه مړي او ټپیان راوړي. زموږ د رغتون وارډونه په بشپړ ډول ډک دي او د ځینو ټپيانو درملنه په ځمکه کېږي".
د رویټرز خبري اژانس په وینا غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت ویلي، چې تر دغه وروستي برید ورمخکې د جمعې پر ورځ دې تراړه کې ۳۹ کسان وژل شوي وو.
د کډوالو د جبالیا پنډغالي دننه شاوخوا ۴۰۰ زره خلک ایسار پاتې دي او تر دوو اونیو ډېره موده کېږي، چې ډېر کم خواړه او اوبه ور رسېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، لبنان کې د "اوربند لپاره" چانس لا شته، خو "په غزه کې ستونزمن" دی.
هغه دا څرګندونې برلین کې د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره تر کتنو وروسته کړې.
اسرائیل وايي، د جمعې پر ورځ یې د خوړو، اوبو، روغتیايي وسایلو او خیمو په ګډون ۳۰ لارۍ توکي د غزې شمال ته استولي دي.
خو ځايي روغتیايي چارواکو بیا رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له دغو لاریو یوه هم د جبالیا په څېر سختو اغېزمنو شویو سیمه ته نه ده رسېدلې.

د عکس سرچینه، COGAT
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دفتر مشر 'جیورجیوس پېتروپولوس' د بيبيسي نیوز هاور پروګرام ته ویلي چې کورنۍ په جبالیا کې "وحشیانه شرایط" تېروي.
هغه چې د غزې په شمال کې له رفح ښاره غږېده، وویل: "موږ په دې اړه چې دغلته وضعیت د ملکیانو لپار څومره خطرناک دی، د خبرداري زنګ تر ډېر نور لوړ نشو کړنګولی".











