په غزه او بیروت د اسرائیلو هممهاله بریدونه؛ غزه کې 'د اسرائیلو حملو کې۸۷ تنه' وژل شوي

د ویډیو تشریح، غزه کې د لسګونو کسان وژل کېدل؛ اونروا حالت "ويجاړوونکی" بللی

په غزه کې د حماس روغتيايي اداره وايي په شمالي بیت لاهیا ښار کې د اسرائیلو په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، د يکشنبې د شپې له چاودنې وروسته په لسګونو نور ټپیان شوي او ګڼ نور لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

اسرائيل وايي د مرګژوبلې پلټنه کوي، خو د حماس د چارواکو له خوا خپرې شوې شمېرې يې "مبالغه" بللې او زياتوي چې دا د دوی د پوځ له معلوماتو سره سمون نه لري.

په غزه کې تازه بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه شوي چې دلته اندونیزیايي روغتون کې د اسرائیلي پوځيانو لخوا د "درنو ډزو" راپورونه ورکړل شول.

د غزې روغتیایی چارواکي وايي، په بیت لاهیا کې د ژغورنې هڅې په سیمه کې د مخابراتو او انټرنېټي خدمتونو د پرې کېدو له کبله له خنډ سره مخ دي.

د غزې په شمال کې د کډوالو په پنډغالې د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو او پرلپسې بمباریو هلته د مېشتو زرګونه بې ځایه شویو خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اړونده اداره اونروا دغه حالت ویجاړوونکي او بشپړ ناورین بللی دی.

د دې ادارې مشر سام روس بي بي سي سره خبرو کې ویلي، چې په بریدونو کې هېڅ کموالی نه دی راغلی او وايي د اسرائیلي ځواکونو د دوو اونیو کلابندۍ او بریدونو په پایله کې ګومان کېږي چې سلګونه کسان وژل شوي وي.

غزه

د عکس سرچینه، SUPPLIED

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلی سام وايي، "دلته وضعیت خورا خراب دی، د مرستندویه ادارو د وړتیا له مخې د خلکو د ژوند ژغورنې لومړني اړتیاوې پوره کولو کې پاتې راغلي، کلا بند خلک چې مرستو ته سخته اړتیا لري د خوراکي توکو له ناورین سره مخ دي."

د کډوالو پر جبالیا پنډغالي د اسرائيلو په وروستي هوايي برید کې د ۲۱ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په لسګونو زره خلک د سختې جګړې له امله بند پاتې دي او د تېښتې هېڅ ځای نلري، سره له دې چې اسرائیلو خلکو ته د وتلو امر کړی.

په غزه کې د اندونیزیا له خوا فعال یوه روغتون کې ډاکټران وايي چې "اسرائیلي ځواکونه پر تاسیساتو ډزې کوي" چې له امله یې دوی د خوراکي توکو او اوبو له کمي سره مخ دي.

بله خوا د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وایي په جبالیا کمپ ځکه عملیاتو کوي چې د دوی په وینا د حماس وسله وال پکې پټ دي.

اسرائیل داسې مهال بریدونو ته زور ورکوي چې په غزه کې د حماس د مشر یحیي سنوار له وژل کېدو وروسته ډېری لوري په دې هیله دي چې ښایې اوربند ته لار خلاصه شي.

تازه د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزېف بورېل هم ورته هيله څرګنده کړې ده.

غزه

نوموړی وايي، "یقیناً د (حماس) د مشر یحیی سنوار له وژلو وروسته یو نوی لیدلوری پرانیستل شو او موږ باید له هغه څخه د اوربند، د پاتې یرغمل شویو خوشې کولو او د سیاسي حل په لټه کې شو."

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي د سنوار مرګ به د فسلطینانو د خپلواکۍ اخیستو مبارزه نوره هم پیاوړې کړي.

له تېر يوه کال راهيسې چې اسرائيلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عمليات پيل کړي د حماس د روغتيا وزارت په وينا له ۴۲۰۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د غزې له ۲،۴ میلیون خلکو شاوخوا ۱،۹ میلیونه د جګړې له امله بې ځایه شوي - چې ډېری یې د تېښتې لپاره څو ځله کډه کولو ته اړ شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې حماس د تېر کال د اکټوبر په اومه نېټه پر شمالي اسرائیلو بې ساری برید وکړ - په شمالي اسرائیلو کې یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او په غزه کې یې تر ۲۰۰ ډېر یرغمل کړل.