د حزب الله توغنديز برید پنځه اسرائیلي پوځیان وژلي ۲۰ نور ټپیان دي، لبنان کې درې خبریالان وژل شوي

اسرائیلي پوځیان

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ وویل چې د لبنان جنوب کې یې د حزب‌الله غورځنګ پر ضد جګړه کې پنځه پوځيان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

اسرائیلو د لبنان پر ګڼو برخو بریدونه روان ساتلي چې په حاصبیا کې د دوی په شپنیو بمباریو کې د المیادین او منار تلوېزیونونو درې خبریالان وژل شوي او دا "جنګي جرم" ګڼل شوی.

اسرائيل وايي وژل شوي پوځيان یې د احتیاطي کنډک اړوند وو چې تېره پنجشنبه ووژل شول.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په لبنان کې د سپتمبر پر ۳۰مه د اسرائیلو له بریدونو پیلېدا راهیسې د اسرائیلو ۳۲ پوځیان وژل شوي.

د اسرائيل د پوځ ویاند دانیال هاګري ویلي دغه پوځیان د لبنان سوېل کې وژل شوي او د دوی هویت یې هم په ډاګه کړی دی.‌

حزب‌الله ویلي چې د اسرائیل پر ضمال حیفا او صفد ته څېرمه یې پر پوځي اډو توغندیز بریدونه کړي دي.

د اسرائیلو برید کې درې لبناني خبریالان وژل شوي

لبنان

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، حاصبیا کې د اسرائیلو برید کې د خبریالانو ویجاړ شوی موټر چې پکې بر یوه واسکټ (رسنۍ) لیکل شوي

عیني کتونکو بي‌بي‌سي ته ویلي، د لبنان په سوېل ختیځ کې پر یوې ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې درې خبریالان وژل شوي دي.

د لبنان دولتي رسنۍ هم وايي، د دغه هېواد په سوېل کې له سوریې سره پر پوله د اسرائیلو برید دوه خبریالان او یو تخنیکي کس وژلي دي.

د رپوټونو له مخې، د نن ګهیځ بریدونو کې حاصبیا ښار کې یو کور په نښه شوی چې د لبنان خبریالان پکې مېشت وو.

ایران پلوي "المیادین" تلوېزیون او له حزب‌الله سره تړلي "المنار" تلوېزیونونو ویلي چې فلم اخیستونکی هم په وژل شویو کسانو کې دی.

د لبنان ملي تلوېزیون ویلي، د اسرائیلو جنګي الوتکو د بیروت په سوېلي برخه "الامیرکان کلي" کې دغه خبریالان په نښه کړي.

په وژل شویو کسانو کې د ایران پلوه تلوېزیون "المیادین" کامره‌من غسان نجار او انجینر محمد رضا او همداشان له حزب‌الله سره تړلي "المنار" تلوېزیون کامره‌من وسام قاسم شامل دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په چاودنه کې درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبریال عصام عبدالله په ګډون پنځه خبریالان په لبنان کې د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي وو.

ودانۍ

د عکس سرچینه، Reuters

د "الجدید" ټلویزیون لخوا خپرو شویو وېډیوګانوې کې - چې د دوی خبریالانو هم شریکې کړې دي – یوه بمبار شوې ودانۍ ښیي چې چت یې رالوېدلی او پر کنډواله اوښتې ده.

یو موټر چې د تلویزیوني خپرونو لپاره کارول کېده، د ودانۍ خوا ته ویجاړ شوی ولاړ دی.

د لبنان اېم ټي وي خپرونې خبریالې یومنا فواز بي‌بي‌سي ته وویل،‌ په ودانۍ کې خبریالان په ځايي وخت ۳ بجې برید راویښ کړل.‌

هغه زیاتوي، هره خبري اداره هلته یو خپل ځای یا ودانۍ لري، چې د المیادین او المنار تلوېزیونونو خبریالانو ته هم ځای ورکړل شوی و او هلته اوسېدل.

اغلې فواز زیاته کړه، دا د رسنیو مرکز دی چې اسرائیل او حزب‌الله دواړو ته ښه معلوم و.‌

دا زیاتوي: "هوايي برید قصدا شوی،‌هر څوک پوهېدل چې موږ هلته یو. پر ټولو موټرو د مطبوعاتو او تلوېزیون نښانونه وو.‌ان موږ ته خبرداری هم نه ور راکړل شوی."

موټر

د عکس سرچینه، Getty Images

اسرائیلو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

بله خوا، اسرائیلو نن اعلان وکړ چې د خپل څارګر سازمان او ځانګړو عملیاتو مشر ډیویډ بارنیا قطر ته د خبرو د بیا پیلولو لپاره استوي.

په پام کې ده چې د "موساد" مشر دوحه کې له امریکايي او قطري چارواکو سره وګوري.

دی به د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي‌ای‌اې) له مشر ویلیم برنز سره هم وګوري.

لا روښانه نه ده چې ایا حماس به د خبرو په دې پړاو کې مستقیمه برخه واخلي که نه.‌

د قاهرې د مذاکرې له ختمېدا وروسته د حماس یوه چارواکني ویلي وو، که اسرائیل اوربند ته ژمن پاتې شي، نو حماس هم د جګړې درولو ته چمتو دی.

"د لبنان سوېل د جګړې خطرناکه سیمه ده"

د پنجشنبې په ورځ د اسرائيلو پوځ وویل چې د لبنان سوېل کې د دوی پنځه سرتېري وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند افیخای ادرعي د لبنان سوېل کې مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړی و چې خپلو کورونو ته ستانه نه شي، ځکه چې دده په خبره دا "د جګړې یوه خطرناکه سیمه" ده.

نوموړي پر اېکس لیکلي وو "حزب‌الله د تخریبکارانو او وسلو د لېږد لپاره له امبولانسونو ګټه اخلي" او له طبي پرسونل یې غوښتي چې "د حزب‌الله له کسانو سره راشه درشه او همکاري ودروي".

اسرائيل وايي، هوايي پوځ په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د لبنان حزب‌الله پر ډلې له ۱۶۰ ډېر بریدونه کړي.