غزه کې د مدني دفاع ډله: جبالیا پنډغالي‌ کې د اسرائيل بریدونو لږترلږه ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې

اسرائيل

د عکس سرچینه، وسائل إعلام فلسطينية

فلسطیني رسنۍ وایي، د غزې په شمال کې د کډوالو جبالیا پنډغالي کې پر استوګنیزو سیمو د اسرائیلي الوتکو بریدونو کې لږترلږه ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.‌

په غزې تړانګه کې د ملکي دفاع اداره وایي، په دغه برید کې ګڼې ودانۍ ویجاړې او ډېر خلک ترې لاندې شوي دي.

هممهاله د لبنان په سویل کې هم د اسرائیلي ځواکونو ځمکني عملیات روان دي.

د رپوټونو له مخې هلته په جګړه کې د اسرائیلو پنځه سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

په غزه او لبنان کې د روانې جګړې له امله د مرګ ژوبلې دا تازه رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې امریکا وایي د اوربند لپاره به خبرې په نږدې ورځو کې بیا پیل شي.

د بي بي سي عربي څانګې د رپوټ له مخې د غزې په شمال کې د کډوالو په جبالیا پنډغالي کې دا هوایي بریدونه د پنجشنبې ناوخته شوي دي.

په غزه کې د مدني دفاع اداره وايي، اسرائیلي الوتکو د جبالیا کمپ په الهوجا ګڼ مېشته سیمه کې څو استوګنځي نړولي دي.

د دې ادارې یوه ویاند ویلي چې دا د مرګژوبلې لومړني رپوټونه دي او ښایي دا شمېر نور هم لوړ شي.

د یادونې ده چې اسرائيلي ځواکونو له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جبالیا پنډغالی کلابند کړی.

څو فلسطیني سرچینې وایي، روغتیایي ټیمونه د اسرائیلو د بمباریو له کبله دې سیمې ته نشي ورتللی.

په دې تازه بمباریو کې ۱۱ ودانۍ په نښه شوې چې بیځایه شوي خلک پکې میشت وو.

اسارئيبل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فلسطیني کورنۍ د اکتوبر ۲۳مه جبالیا کې د اسرائيل له عملیاتو د غزې ښار خوا تښتي‌

دا مرګوني هوايي بریدونه غزه کې پر یوه ښوونځي له برید څو ساعته وروسته شوي.

د نصیرات کډوالو کمپ کې پر ښوونځي چې بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخېستې وه، عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه اوولس کسان وژل شوي وو.

د اسرائیلو پوځ ادعا لري چې د نصیرات کډوال کمپ کې یې د حماس د قوماندې مرکز په نښه کړی.

د دغه کمپ یو اوسیدونکی وایي دوی هلته یوازې پناه اخیستې وه او هېڅ کوم پوځي کس پکې نه وو.

اسرائیلي ځواکونه د بي بي سي په ګډون بهرنیو خبري رسنیو ته غزې ته د خپلواکه لاسرسي اجازه نه ورکوي.

په دې تراړه کې د حماس تر واک لاندې روغتیایي چارواکي وایې چې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۴۳ زرو ۸۴۷ تنو ته رسېدلی دی.

په دې موده کې له سل زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

د غزې له جګړې سره هممهال لبنان کې هم د اسرائیلو هوايي او ځمکنې بریدونه دوام لري.