تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غزه کې د مدني دفاع ډله: جبالیا پنډغالي کې د اسرائيل بریدونو لږترلږه ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اړولې
فلسطیني رسنۍ وایي، د غزې په شمال کې د کډوالو جبالیا پنډغالي کې پر استوګنیزو سیمو د اسرائیلي الوتکو بریدونو کې لږترلږه ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په غزې تړانګه کې د ملکي دفاع اداره وایي، په دغه برید کې ګڼې ودانۍ ویجاړې او ډېر خلک ترې لاندې شوي دي.
هممهاله د لبنان په سویل کې هم د اسرائیلي ځواکونو ځمکني عملیات روان دي.
د رپوټونو له مخې هلته په جګړه کې د اسرائیلو پنځه سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
په غزه او لبنان کې د روانې جګړې له امله د مرګ ژوبلې دا تازه رپوټونه داسې مهال ورکول کېږي، چې امریکا وایي د اوربند لپاره به خبرې په نږدې ورځو کې بیا پیل شي.
د بي بي سي عربي څانګې د رپوټ له مخې د غزې په شمال کې د کډوالو په جبالیا پنډغالي کې دا هوایي بریدونه د پنجشنبې ناوخته شوي دي.
په غزه کې د مدني دفاع اداره وايي، اسرائیلي الوتکو د جبالیا کمپ په الهوجا ګڼ مېشته سیمه کې څو استوګنځي نړولي دي.
د دې ادارې یوه ویاند ویلي چې دا د مرګژوبلې لومړني رپوټونه دي او ښایي دا شمېر نور هم لوړ شي.
د یادونې ده چې اسرائيلي ځواکونو له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جبالیا پنډغالی کلابند کړی.
څو فلسطیني سرچینې وایي، روغتیایي ټیمونه د اسرائیلو د بمباریو له کبله دې سیمې ته نشي ورتللی.
په دې تازه بمباریو کې ۱۱ ودانۍ په نښه شوې چې بیځایه شوي خلک پکې میشت وو.
دا مرګوني هوايي بریدونه غزه کې پر یوه ښوونځي له برید څو ساعته وروسته شوي.
د نصیرات کډوالو کمپ کې پر ښوونځي چې بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخېستې وه، عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون لږترلږه اوولس کسان وژل شوي وو.
د اسرائیلو پوځ ادعا لري چې د نصیرات کډوال کمپ کې یې د حماس د قوماندې مرکز په نښه کړی.
د دغه کمپ یو اوسیدونکی وایي دوی هلته یوازې پناه اخیستې وه او هېڅ کوم پوځي کس پکې نه وو.
اسرائیلي ځواکونه د بي بي سي په ګډون بهرنیو خبري رسنیو ته غزې ته د خپلواکه لاسرسي اجازه نه ورکوي.
په دې تراړه کې د حماس تر واک لاندې روغتیایي چارواکي وایې چې د اسرائیلو د عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۴۳ زرو ۸۴۷ تنو ته رسېدلی دی.
په دې موده کې له سل زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
د غزې له جګړې سره هممهال لبنان کې هم د اسرائیلو هوايي او ځمکنې بریدونه دوام لري.