امریکا او قطر وايي، غزه کې د اوربند خبرې په نږدې راتلونکي کې له سره پیلوي

امریکا او قطر په ګډه اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند په سر له میاشتو میاشتو بې نتیجې هڅو وروسته په نږدې راتلونکي کې 'د اوربند په اړه د خبرو بل پړاو له سره پیلېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو زویر انتوني بلېنکن چې منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې دوحې ته تللی د قطر له لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني سره کتلي او ویلي یې دي چې منځګړي دا مهال د سولې خبرو د بیا پیل ټول اړخونه سنجوي.

شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني چې په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم دی وايي، په پام کې ده د د اسرائیلو او امریکا استازي د اوربند په اړه په نږدې راتلونکي کې په دوحه کې سره وویني، خو خپله بلېنکن په دې اړه له د څه معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا خپلو خبرو کې ویلي "امریکا او قطر د داسې طرحې په لټه کې دي چې له مخې یې اسرائیل وکولی شي په شاه وګرځي او فلسطېنیان وکولی شي له سره خپل راتلونکی او ژوند جوړ کړي.

له دې مخکې په غزه کې د اوربند په تړاو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو فشارونو او هڅو کومه مثبته پایله نده ورکړې.

اوس چې په منځني ختیځ کې دا جګړه لا خپاره شوې ورسره هممهاله د سولې او اوربند غږونه هم لا ډېر شوي دي.

محمود عباس د برېکس سرمشریزې ته: 'اسرائيل پلان لري چې غزه له فلسطينیانو تشه کړي'

فلسطیني ولسمشر محمود عباس د برېکس سرمشریزې ته د وینا پر مهال ویلي چې اسرائیل هڅه کوي چې له غزې ټول فلسطنیان وباسي.

ښاغلي عباس په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې اسرائیل په ځانګړي ډول غواړي لومړی "د غزې شمالي برخې له فلسطېنیانو خالي کړي چېرې یې چې په وروستۍ میاشت کې پراخ عملیات کړي دي.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وویل " د سترې بشري تراژیدۍ کال واوښت" او اسرائیل لا هم هڅه کوي چې پر فلسطېنیانو له هره پلوه کړۍ تنګه کړې.

د روسیې ولسمشر برېکس غونډې ته د وینا پر مهال ' په منځني ختیځ کې د پراخ جنګ د پېښېدو په اړه خبرداری ورکړی'

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د برېکس سرمشریزې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې امکان نشي ردیدلی.

ښاغلي پوتین د برېکس دغې غونډې ته چې د نړۍ ګڼ مشران او د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم پکې وو، وویل: " هغه نظامي عملیات چې یو کال مخکې په غزه کې پیل شول اوس لبنان ته هم غځېدلي او دې جګړې په سیمه کې نور هېوادونه هم اغېزمن کړي دي."

د روسیې ولسمشر همدا راز د اسرائیل او ایران تر منځ د مخامخېدو خبرداری هم تکرار کړ او په ټکو یې "دا ټولې پېښې ځنځیرې بڼه لري چې ټوله سیمه او منځنی ختیځ یې جګړې ته نژدې ته رسولی."

هغه همداراز په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې په فلسطیني خاوره د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ښه لار د دوه خپلواکه هېوادونو رامنځته کول دي چې ملګرو ملتونو هم په عمومي سرمشریزه کې تصویب کړې.

غزه کې د اسرائیلو په عملیاتو کې لسګونه کسان وژل شوي

بل لور په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۵۵ فلسطېنیان وژل شوي او لسګونه نور ژوبلیدلي دي.

ویل کېږي په دې عملیاتو کې یو ښوونځی هم په نښه شوی چې بې ځایه شویو خلکو پکې پناه اخېستې وه، په دغه ځای کې لږ تر لږه اوولس کسان وژل شوي او په وژل شویو کې کوچنیان هم دي.

د اسرائیلو پوځ ادعا لري چې د نصیرات د کډوال کمپ کې یې د حماس د قوماندې مرکز په نښه کړی.

اسرائیلو غزې ته د بي بي سي په ګډون بهرنۍ خبري رسنیو ته د خپلواکه لاسرسي اجازه نه ورکوي.

له دې سره د حماس تر واک لاندې روغتیایي چارواکي وایې چې د اسرائیلو لخوا د عملیاتو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۴۳ زرو (۸۴۷) تنو ته ورسېد.

د یوې کلنې دغې جګړې په موده کې له سلو زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

په غزه کې دا جګړه د تېر کال اکتوبر په اوومه د حماس له خوا په اسرائیلو د یوه برید وروسته چې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیلیان یې یرغمل ونیول پیل شو او د یوه کال له تېریدو وروسته لا پراخېدو خوا روان دی.

د اوربند لپاره د امریکا تازه هڅو په لړ کې بلېنکن قطر ته رسیدلی

د امریکا د بهرنېو چارو وزیر انتوني بلنکن نن قطر کې چارواکو سره د اوربند د هڅو په لړ کې غږېدلی دی، هغه روانه اونۍ په اسرائیلو کې د اسرائیلو لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره هم په دې تړاو خبرې کړې وې.

قطر د شخړې یو مهم منځګړی دی او د حماس سیاسي دفتر هم په قطر کې دی .

د امریکا دغه لوړپوړي چارواکي همداراز اعلان کړی چې غزې کې بې ځایه شوو خلکو سره د مرستې لپاره له یو سل دېرش مېلونو ډالرو په ارزښت کومک کوی.