تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محمود عباس: په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله، له خپلواک فلسطیني دولت پرته ناشونې ده
د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس ویلي، د یوه خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو پرته به د منځني ختیځ سیمه کې دایمي سوله رامنځ ته نه شي.
هغه د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې ویلي، هغه کسان چې فکر کوي د فلسطين د خلکو له مشروع او بشپړو ملي حقونو پرته په منځني ختيځ کې سوله ټینګېدلای شي، ناسم دي.
نوموړي دا څرګندونې له اسراییلو سره د څو عربي هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو درې کاله وروسته او دغه راز د سعودي عرب د ولیعهد له قوله د امریکا او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو په هڅو کې د پرمختګ پر مهال کړې دي.
د محمود عباس د وینا لویه برخه پر اسراییلو سختو نیوکو ته ځانګړې شوې وه او د دغه هېواد پر حکومت یې تور ولګاوه چې د "توکمپالنې د ټینګولو" تګلاره تعقیبوي او د فلسطینیانو حقونه له پامه غورځوي.
د فلسطین مشر له ملګرو ملتونو وغوښتل، هغه پرېکړه لیک پلی کړي چې له اسراییلو څخه یې د اشغال شویو ځمکو د خلاصولو غوښتنه کړې او په وینا یې "د بشپړ خپلواک فلسطیني دولت رامنځ ته کېدل" پیل کړي.
د ۱۹۶۷ کال جون میاشت کې د عربو او اسراییلو ترمنځ د شپږ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د اسرائیلو پوځ د اردن سیند د لویدیځې غاړې او د بیت المقدس ښار د ختیځې برخې په ګډون د عربي ځمکو ځینې برخې ونیولې چې هغه مهال د اردن په ولکه کې وې.
د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوسلو موافقې له مخې اسراییل باید په بشپړه توګه له لویدیځې غاړې او غزې تړانګې ووځي او په دې ځمکو کې یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ شي.
محمود عباس په خپله وینا کې چې د اسراییلو پر ضد له سختو بریدونو سره هم مهاله وه، په لویدیځه غاړه کې د څو لسیزو پوځي واکمنۍ د پای ته رسولو او د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه وکړه.
د محمود عباس دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د ګڼو عربي هېوادونو او اسراییلو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو وروسته د امریکا د ولسمشر جوبایډن اداره په فعاله توګه د سعودي عرب او اسراییلو ترمنځ د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره منځګړیتوب ته دوام ورکوي. که څه هم د اړیکو د عادي کولو په لار کې بېلابېل خنډونه شته.
ویل شوي په داسې حال کې چې سعودي عرب د امریکا د ټینګو امنیتي ضمانتونو، د اټومي پروګرام په پراختیا کې د پرمختللو وسلو او مرستې او د فلسطینیانو لپاره د امتیازونو ترلاسه کولو غوښتنه کوي، خو د اسراییلو ښي اړخی حکومت نه غواړي، وروستی شرط ومني.
په همدې حال کې د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ ویلي و " موږ ورځ تر بلې له اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو ته نژدې کیږو"، خو هغه دا هم روښانه کړه چې د فلسطین مسله لاهم د دې بهیر یوه "خورا مهمه" برخه ده.
تېره اوونۍ د فلسطین د لوړ پوړو چارواکو یوه پلاوي په ریاض کې له سعودي چارواکو سره وکتل. خبري سرچینو ویلي، سعودي حکومت دوی ته ډاډ ورکړی چې له اسراییلو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه هر ډول خبرو کې به د فلسطین مسله نه هېرېږي.
تر دې وړاندې د سعودي حکومت د اسراييلو په رسميت پېژندنه د فلسطينيانو د حقونو د ټینګښت او د يوه خپلواک فلسطيني دولت له جوړېدو سره مشروطه بللې وه، خو ويل کېږي، اوس د فلسطين د مسلې په اړه په اسانه شرايطو غور کوي. همداشان ریاض ته د فلسطیني پلاوي د سفر په ترڅ کې ځینو کتونکو ویلي، ښايي د دوی د غوښتنو شرایط د پخوا پرتله تنظیم شوي وي.