فلسطینیانو د سعودي عرب او اسرائیل تر منځ د جوړجاړي په لړ کې خپل شرطونه وړاندې کړي

    • Author, ټام باتمن
    • دنده, بي بي سي - بیت المقدس

بي بي سي ته معلومه شوې چې د سلګونو میلیونو ډالرو نغد مالي ملاتړ او په لوېدیځه غاړه کې پر لا نوره خاوره د کنټرول ورکړه هغه غوښتنې دي چې د سعودي، امریکا او اسرائیل د درې اړخیز جوړجاړي په صورت کې یې فلسطینیان کوي.

د فلسطیني ادارې (ف اې) مسوولینو په دې لړ کې پر چهارشنبه ریاض کې له خپلو سعودي سیالانو سره خبرې کړې دي.

په پام کې وه، چې دوی به له امریکايي چارواکو سره هم ناسته ولري. داسې فکر کېږي چې امریکا د سعودي عرب او اسرائیل تر منځ د اړیکو عادي کولو په پار له اوږدې مودې راهیسې د یوې هوکړې رامنځته کېدو هڅې کوي. دا به د امریکا لخوا په لیکلې بڼه وي او سعودیان غواړي له متحده ایالتونو سره یوه مهم امنیتي، دفاعي تړون ته ورسېږي.

خو د دې ډول هوکړې پر وړاندې لا هم پاموړ خنډونه شته او په لېرې واټن کې پاتې ده.

د پنجشنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار جیک سولیوان په دې هکله وویل: ''په نژدې وخت کې د مهم اعلان یا (دې لړ کې) د پرمختګ تمه نه لرو. ''

خو روان دوبی ریاض، عمان او بیت المقدس ته د امریکايي دیپلوماتانو له تګ راتګ ډېرېدو وروسته په منځني ختیځ کې د اړیکو بیا تجدید او د یوې هوکړې لپاره د چوکاټ چمتو کېدو په تړاو حدس او ګومان زیات شوی. کېدای شي د راتلونکي کال له ټاکنو مخکې به د امریکا ولسمشر جو بایډن رایې ورکوونکو ته د بهرنۍ پالیسي لړ کې د سعودي عرب او اسرائیل تر منځ جوړجاړی د یوې بریا یا ډالۍ په توګه وړاندې کړي.

سعودي عرب د عربي او اسلامي هېوادونو لپاره د مشرتابه حیثیت لري او په ۱۹۴۸ کال کې یې د اسرائیل له رامنځته کېدو راهیسې دا هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

بل لور د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو تېره میاشت د داسې یوه احتمال په هکله غږېدلی او په وینا یې: ''موږ د تاریخ یوه پړاو لیدو ته نژدې یو. ''

د یادونې ده چې په دې لړ کې به هر ډول جوړجاړی بې ناندریو نه وي. ویل کېږي چې د سعودي عرب له لوري په رسمیت د اسرائیل پېژندلو په بدل کې به سعودي عرب له امریکا داسې تضمین غواړي چې عصري امریکایي وسلې ترلاسه کړي او تر ټولو زیاته ناندریزه موضوع دا چې د ملکي اتومي انرژۍ په برخه کې به د یورانیمو بډاینې په ګډون ترې د همکارۍ تضمین غواړي.

اسرائیل ته به له خلیجي سوپر ځواک سره د سوداګرۍ او دفاعي اړیکو ګټه ورسېږي او د سیمې له هېوادونو سره به یې راشه، درشه ډېره شي، چې تل یې غوښته.

سعودي ولیعهد محمد بن سلمان چې د خپل مملکت علی البدل واکمن بلل کېږي، دې لړ کې باید خپل ولس ته هم ډاډ ورکړي، چې په تاریخي توګه یې تل له اسرائیل سره کلک مخالفت او له فلسطینیانو سره یې ژوره خواخوږي لرلې ده.

په ورته مهال به د امریکا ولسمشر جو بایډن خپل دیموکرات ګوند ته هم داسې ډاډ ورکوي چې د فلسطینیانو لپاره یې ډېره ګټه کړې. د یادونې ده، چې په دیموکرات ګوند کې ډېر له سعودي عرب سره د بشري حقونو لړ کې د هغه هېواد تېر ته په کتو او د یمن په جګړه کې د سعودي عرب رول ته په پام سره د ډېرې دفاعي همکارۍ پلوي نه دي.

دغه کسان د اسرائیل اوسني سخت دریځي ملتپال واکمن ائیتلاف خوشحاله کولو سره هم جوړ نه دی. د دوی په اند همدې واکمن ائیتلاف له لوېدیځې غاړې سره تاوتریخوالی زیات کړ، چې په خپله اسرائیل کې دننه هم د ګډوډۍ لامل شوی.

په ریاض کې روانو خبرو ته یوه نژدې سرچینه وايي، لوړپوړو فلسطیني چارواکو هلته د سعودي عرب ملي امنیت له سلاکار مساعد الایبان سره لیدلي. د سرچینې په وینا دې چارواکو کې دوه داسې کسان هم شامل دي چې د فلسطیني ادارې ولسمشر محمود عباس ته خورا نژدې بلل کېږي، او دا دواړه کسان د همدې ادارې د استخباراتو مشر ماجد فراج او د فلسطین خپلواکۍ سازمان عمومي منشي حسین آل شیخ دي.

د امریکا ملاتړ لرونکې پروسې ته د ورګرځېدو بدل کې د دوی د غوښتنو لیست تېره اونۍ په عمان کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې باربرا لېیف سره لیدنه کې وړاندې شوی دی. فلسطیني سرچینې بي بي سي ته وویل، د دوی په لیست کې دا غوښتنې شاملې دي:

  • په لوېدیځه غاړه کې د هغو ټولو سیمو بېرته فلسطیني ادارې ته سپارل چې ( د ۱۹۹۰ اوسلو سولې تړون له مخې سي سیمه بلل کېږي) او اوسمهال یې بشپړ کنټرول د اسرائیل په واک کې دی.
  • ''په بشپړه توګه ''په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیل ودانیزو چارو درول.
  • له فلسطیني ادارې سره د سعودي مالي مرستو له سره پیلول چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې سوکه شوې او درې کاله مخکې په بشپړه توګه ودرول شوې او کچه یې هر کال تر نژدې ۲۰۰ میلیونو امریکايي ډالرو پورې رسېده.
  • په اشغال شوي بیت المقدس کې بېرته د امریکايي سفارت پرانیستل کېدل- د فلسطینیانو لپاره هغه دیپلوماتیک ماموریت چې د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تړلی و.
  • د امریکا په منځګړیتوب د فلسطینیانو او اسرائیل تر منځ د هغو خبرو بیا پیلول چې د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر جان کېري په مشرۍ کېدې او په ۲۰۱۴ کال کې په ټپه ودرېدې.

دغه ډول امتیازات خورا مهم دي، چې د رپوټونو له مخې امریکایانو مخکې د فلسطینیانو لخوا خورا زیات بلل. خو په ورته مهال بیا د فلسطینیانو له هغه دریځه خورا لېرې ښکاري چې په عام محضر کې یې وايي او هغه دا چې د سعودي عرب او اسرائیل تر منځ د اړیکو عادي کېدل به د دوی لپاره د ځانګړي هېواد نشتوالي په صورت کې سملاسي رد کړي.