سعودي د شهزاده سلمان او نتنیاهو د لیدنې په اړه رپوټونه رد کړل

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر هغه رپوټونه رد کړي چې ویل یې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې پر ورځ سعودي عربستان ته پټ سفر کړی او له شهزاده محمد بن سلمان سره یې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې داسې هېڅ کومه لیدنه نه ده شوې.

خو د اسرائیل لومړي وزیر تر دې دمه په اسرائیلي رسنیو کې په دې تړاو خپرو شویو رپوټونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

که چېرې دا رپوټونه تائید شي نو دا به د سعودي او اسرائیل د مشرانو ترمنځ، چې دودیز دوښمنان بلل کېږي، لومړي کتنه وي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دواړه هېوادونه هڅولي چې خپلو کې اړیکې عادي کړي. نوموړي په وروستیو څو میاشتو کې توانېدلی چې له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو، بحرین او سوډان دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي.

سعودي عرب د دې اړیکو د پيل محتاطانه هرکلی کړی خو دا خبره یې په ډاګه کړې چې تر هغه به له اسراییل سره اړیکي رامنځته نه کړي تر څو چې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې هوکړه نه وي شوي.

د د اسرائیلي رسنیو رپوټونه څه وایي؟

اسراییلي رسنۍ وايي د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامن نتنیاهو پرون یکشنبه په پټه له ولي عهد محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره د لیدنې لپاره سعودي عرب ته تللی.

د الوتنو د څار د مالوماتو له مخې هغه خصوصي الوتکه چې وړاندې هم بنیامن نتنیاهو کارولې وه، پرون یکشنبه ( نومبر ۲۲/ لېندې ۲ ) د سعودي نیوم ښار ته الوتنه کړې چېرته چې محمد بن سلمان او مایک پمپیو لیدنه لرله.

له دې وړاندې د یوازینې رسمي سرچینې په توګه د اسراییل د پوهنې وزیر یواف ګالانټ د سعودي او اسراییل د مشرانو ترمنځ د غونډې په اړه د رسنیو رپوټونه تایید کړي وو.

هغه ویلي د اسراییل د پوځ راډیو ته ویلي: "دا یو ښکاره حقیقت دی چې دا غونډه شوې ده. دا ډېره مهمه مسله ده، آن که تر اوسه یې په اړه رسما څه نه دي ویل شوي".

ویل کیږي چې په دې کتنه کې د اسرايیل د استخباراتي ادارې موساد مشر یوسي کوهین هم برخه لرله خو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو دې غونډه کې برخه نه لرله.

اسراییلۍ ورځپانې هارتس د هغې خصوصي الوتکې د الوتنې مالومات خپاره کړي چې د رپوټونو له مخې بنیامن نتنیاهو سعودي ته د سفر لپاره کارولې ده.

دا الوتکه له تل اویو د سره سمندرګي پر غاړه د سعودي عرب نوي جوړيدونکي ښار نیوم ته الوتنه کړې ده.

له بل پلو د محمد بن سلمان او نتنیاهو د لېدنې په اړه دا رپوټونه داسې مهال کیږي چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د رسنیو په رپوټونو کې وویل شوی چې امریکا غواړي د ولسمشر ټرمپ د کار په وروستیو اونیو کې له اسراییل او څو عربي خلیجي هېوادونو سره په همغږۍ پر ایران نوي بندیزونه ولګوي، خو دا د دغه هېواد له اټومي پروګرام سره تړاو نه لري.