تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لیبیا بهرنیو چارو وزیره له اسراییلي سیال سره تر کتنې وروسته ګوښه کړل شوې
د لیبیا لومړي وزیر خپله د بهرنیو چارو وزیره نجلا منقوش تر هغې وروسته ګوښه کړې چې د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر سره یې د 'غیر رسمي کتنې' رپوټونه خپاره شول.
لیبیا کې د ملي یووالي حکومت لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه یکشنبه په یوه اعلامیه کې د اغلې منقوش د ګوښه کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل له بهرنیو چارو وزیر اېلي کوهن سره د هغې د دې لیدنې له کبله په لیبیا کې پراخ احتجاجونه شوي.
د اسراییل او لیبیا د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لیدنې رپوټ د اسراییل بهرنیو چارو وزارت ورکړی.
ښاغلي کوهن دا "تاریخي لیدنه" د لیبیا او اسراییل ترمنځ د اړیکو جوړیدو پر لور لومړنی ګام بللی و.
د یادونې ده چې لیبیا اسراییل په رسمیت نه پېژني او برعکس د فلسطین د داعیې ملاتړ کوي.
اسراییلو په دې وروستیو کې د منځني ختیځ او عربي نړۍ له مسلمانو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو هڅې پراخې کړې.
په دغو هېوادونو کې پر تېلو بډایه لیبیا هم شامله ده.
د لیبیا لومړي وزیر پر دې سربېره چې اغلې منقوش ګوښه کړې، له هغې یې د څېړنو امر هم کړی دی.
بلخوا د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت هم په دې تړاو یوه اعلامیه خپرې کړې.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د نجلا منقوش او اېلي کوهن ترمنځ لیدنه "غیر رسمي او ناڅاپي" وه.
د لیبیا بهرنیو چارو وزارت همدا راز ټینګار کړی چې دوی له "صهیونیستي حکومت" سره د اړیکو د عادي کېدو مخالف او د فلسطینیانو هیلو ته ژمن دي.
د عبدالحمید دبیبه د ملي یووالي حکومت د لیبیا پر پلازمېنه طرابلس واکمن دی او نړیواله ټولنه یې د دغه هېواد د مشروع حکومت په توګه په رسمیت پېژني.
د یادونې ده چې مخکې اسراییل ته د لیبیا د پخواني واکمن معمر قذافي د زوی سیفالاسلام قذافي د سفر رپوټونه هم ورکړ شوي وو.
همدا راز دا هم ویل شوي چې د لیبیا پر تبروک د واکمن پوځي قومندان خلیفه حفتر زوی هم د پوځي مرستو ترلاسه کولو لپاره اسراییل ته سفر کړی دی.