د سعودي بې ساری اقدام؛ 'فلسطیني چارو' لپاره یې سفیر ګومارلی

سعودي‌ عربستان په یوه بې ساري اقدام کې د فلسطین لپاره غیر مقیم سفیر ګومارلی دی.

رپوټونو کې راغلي چې د نایف السدیري باور لیک د شنبې پر ورځ د اردن پلازمېنه امان کې د محمود عباس د بهرنیو اړیکو سلاکار ته سپارل شوی.

ښاغلی السدیري اصلا امان کې د سعودي سفیر دی، خو تر دې وروسته به هممهاله فلسطین لپاره هم د ریاض غیر مقیم سفیر وي.‌

اسراییلي رسنۍ بیا وايي‌ سعودي دا ګام د امریکا په منځګړیتوب د دغه هېواد او اسراییل ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو هوکړې د عملي کېدو په لړ کې اخیستی دی.

د اسراییل اورشلیم پوست ورځپاڼې لیکلي د السدیري باورلیک مجدي الخالدي‌ ته سپارل شوی او ټاکلې هغه یې ژر د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس ته ولېږدوي.

څو ورځې مخکې د امریکا وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې یوه رپوټ کې لیکلي وو، د هغې هوکړې ځینې برخې چې سپینه ماڼۍ یې د اسراییل او عربستان ترمنځ د وروستي کېدو په لټه کې ده، د یوه خپلواک فلسطین د رامنځته کېدو لپاره د ریاض غوښتنې پورې تړلې دي.

دې ورځپاڼې زیاته کړې وه، عربستان غواړي چې اسراییل دې فلسطینیانو ته د یوه خپلواک هېواد جوړولو لپاره پاموړ امتیازات ورکړي.

امریکایي رسنیو دوه ورځې مخکې رپوټ ورکړ چې د امریکا لخوا د اسراییل او سعودي ترمنځ‌ د اړیکو د عادي کېدو هڅه کې پرمختګ شوی خو زیاته کړې یې وه چې د دې هوکړې جزییات "پېچلي" دي او وروستي کېدل یې ښايي له ۶ تر ۹ میاشتو وخت واخلي.‌

له عربي نړۍ سره د اسراییل د اړیکو د عادي کېدو هڅې د ډونلډ‌ ټرمپ د ولسمشرۍ وخت کې پیل شوې.

په دې تړاو تاریخي‌ هوکړې ته د "ابراهیم تړون" نوم ورکړ شوی دی.

په دې لړ کې تر اوسه متحدو عرب ‌اماراتو او بحرین اسراییل په رسمیت پېژندلي او دیپلوماتیک اړیکي یې ورسره ټينګ کړي دي.

په دې موده کې که څه هم څو ځله د سعودي او اسراییل ترمنځ هم د ایران له اړخه د پېښو ګواښونو پر وړاندې مقابلې لپاره پر همکارۍ د هوکړې رپوټونه ورکړ شوي، خو رسما او په ښکاره یې د اړیکو د جوړیدو څه نه دي ویلي.

دغو خبرو کې ښکېلو امریکايي‌ چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې د سعودي ځواکمن ولیعهد 'محمد بن سلمان' یوې هوکړې ته په رسېدو کې جدي‌ دی.

خو د چارواکو په وینا هغه خپلو مرستیالانو ته ویلي چې له اسراییلو سره په ۲۰۲۰ کال کې د متحدو عرب اماراتو په څېر له یوې مخې په بشپړ ډول د دیپلوماتیکو اړیکو ټینګولو ته چمتو نه دی.

که د سعودي او اسراییل ترمنځ‌ اړیکو کې پرمختګ کېږي نو دا به جو بایډن ته هم د ۲۰۲۴ کال ولسمشریز ټاکنو کې د بهرني سیاست برخه کې یوه مهمه لاسته راوړنه او بریا وي.

خو هممهاله اسراییلو دا خبرداری هم ورکړی چې راتلونکی کال به امریکا کې د ټاکنیزو منډو ترړو له پیلیدو سره له دې موضوع پام واوړي او د ښاغلي بایډن اداره به ورته چندان فرصت ونه مومي.

ډېر اسراییلي شنونکي پر دې باور دي چې مسلمانو هېوادونو، په ځانګړې توګه عربي نړۍ سره د دوی د جوړې کیلي له سعودي عربستان سره ده.

دغه هېواد د همدې لپاره د ډونلډ ټرمپ په منځګړیتوب د "ابراهیم تړون" له لاسلیکېدو راهیسې هڅه کوي چې ریاض ورسره اړیکي عادي‌ کړي.

د ۱۹۶۷ کال له جګړې تر دې وروستیو کلونو د اسراییلو او ګڼو عرب هېوادونو ترمنځ رسمآ جنګي وضعیت واکمن و.