تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لبنان په څلورم لوی ښار د اسرائیلو نوي هوايي بریدونه
د لبنان دولتي رسنۍ وايي، اسرائیلو د لبنان په صور تاریخي ښار هوايي بریدونه بیا پیل کړي دي.
د لبنان د ملکي دفاع ادارې کارکوونکو په وینا، د صور ښار ټول وګړي د کډه کېدو په حال کې دي.
دوی اسرائیل تورنوي چې د لبنان څلورم لوی ښار یې په "د وژنو په ځای" بدل کړی.
د اسرائیلو پوځ نن د صور ښار اوسېدونکو ته د وتلو خبرداری ورکړ او وايي بريدونه يې د حزبالله اړوند اهدافو پر ضد دي.
بلېنکن له اسرائیلو غوښتي، ایران ته داسې ځواب ور نه کړي چې د "تاوتریخوالي ډېرېدو لامل شي"
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، اسرائیل باید د ایران د توغندیز برید په ځواب کې د "تاوتریخوالی له ډېرېدو" ډډه وکړي.
انتوني بلېنکن چې منځني ختیځ ته یې سفر کړی دی، دا څرګندونې سعودي عربستان ته له اسرائیلو تر وتلو مخکې وکړې.
هغه خبریالانو ته وویل، "دا ډېره مهمه ده چې اسرائیل په داسې ډول ځواب ورکړي چې تاوتریخوالی ډېر نه کړي."
ښاغلی بلېنکن پرون (سهشنبه) اسرائیلو ته تللی و او هلته یې له لومړي وزیر، دفاع وزیر او یو شمېر نورو لوړ پوړو اسرائیلي چارواکو سره لیدلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سعودي عربستان ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په دوام د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.
د دغه سفر یوه موخه د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د واشنګټن د هڅو دوام بلل شوی دی.
ښاغلي بلېنکن سعودي عربستان ته تر سفر مخکې په تل ابیب کې وینا کې وویل، هر څه چې تر دې دمه پېښ شوي، په همدې وخت کې لا هم فرصت شته چې "په بشپړ ډول بل لوري ته حرکت وشي."
ریاض په پرله پسې توګه ټینګار کړی، چې له اسرائیلو سره یې د اړیکو عادي کولو د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د دغه هېواد له ژمنې سره مشروط دی، هغه غوښتنه چې اسرائیل یې ردوي.
حزبالله وايي، د اسرائیلو د پوځ یو استخباراتي مرکز یې په نښه کړی
حزبالله وايي، تل ابیب ته څېرمه یې د اسرائیلو د پوځ یو استخباراتي مرکز په نښه کړی دی.
تر دې مخکې د اسرائیلو پوځ اعلان کړی و، چې د لېرې واټن ويشتونکي دوه توغندي یې شنډ کړي دي. د پوځ په خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې بريد کې چا ته د سر یا مالي زيان نه دى اوښتى.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې دغه توغندي په تل ابیب کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن د حضور پر مهال توغول شوي دي.
د دغه راپور له مخې، ښاغلی بلېنکن او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي د خطر زنګ له وهلو وروسته پناه ځای ته تللي وو.