تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بیروت: هغه ښار چې یو وخت د عربي نړۍ "پاریس" بلل کېده
- Author, ریحان فضل
- دنده, بيبيسي هندي
هغه بیروت چې اوس د جګړې له کبله ویجاړ شوی دی، یو وخت د نړۍ په ښکلو او ودانو ښارونو کې حسابېده. له ۱۹۵۵ تر ۱۹۷۵ کلونه د دغه ښار طلايي دوره وه.
هغه مهال بیروت د منځني ختیځ کلتوري او اقتصادي مرکز و او سمندرغاړو ته ګرانبيه او پنځه ستوریز هوټلونه په جوړېدو او پرانیستل کېدو وو.
د سمیر کيسیر په نوم یو لیکوال په خپل کتاب 'بیروت' کې لیکي، "شپه په شپه نوي نایټ کلبونه پرانیستل شوي وو چې د هالي ووډ فلمي ستورو په ګډون د نړۍ مشهور کسان او د تېلو څاګانو څښتنان به ورتلل. هماغلته څېرمه یو امریکايي پوهنتون و چې د ټول ښار پام ور اوښتی و."
ښايي 'سېنټ جارجز' هوټل په بیروت کې تر ټولو مشهور ځای و چې د فرانسې وتلي معمار 'اګست پيرې" یې نقشه جوړه کړې وه. دا په ۱۹۳۴ کې جوړ شوی و او ډېر ژر د نړۍ د وتلو شخصیتونو د خوښې وړ ځای وګرځېد.
سمير کيسير په خپل کتاب کې همدا راز لیکلي چې د نړۍ د وتلو فلمي ستورو تر څنګ "د اردن پاچا شاه حسین او د ایران پاچا شاه رضا پهلوي هم له خپلو مېرمنو سره د رخصتیو تېرولو لپاره دغه ښار ته ورتلل."
يوازې په 'حمرا' کوڅه کې شاوخوا لس سېنماګانې وې چې 'ایلډوراډو، پيکاډيلي او ورسای' یې مشهورې هغه وې.
د بیروت ښار په منځ کې ځينې پخواني بازارونه هم وو چې ځايي خلکو به سودا پکې کوله.
پر دغه ښار د فرانسې اغېز ځکه ډېر څرګند و چې له لومړۍ نړيوالې جګړې راهیسې یې پرې ولکه وه او په ۱۹۴۳ کې یې له فرانسې خپلواکي واخیستله.
هغه مهال بیروت د بانکوالۍ، سوداګرۍ او د ګرځندوی صنعت مرکز و.
د روم سمندرګي په ختيځه څنډه کې د سعودي عرب او نورو خلیجي هېوادونو ګڼو شرکتونو د لبنان په ښار کې خپل مرکزونه جوړ کړي وو، ځکه چې هلته د اړیکو د ښو وسيلو، ښوونځيو او پوهنتونونو هېڅ کمی نه و.
د فلمونو ثبت
د لبنان یوې خوا ته له واورو ډک غرونه او بلې خوا ته ښکلې سمندرغاړې وې.
ځايي اوسېدونکو به د نړۍ له بېلابېلو سيمو د ورتلونکو خلکو په ورین تندي هرکلی کاوه.
هغه مهال په بیروت کې رالوی شوي لبنانیان اوس هم د هغو وختونو اوړی یادوي چې څنګه به جوپې جوپې سېلانیان ور روان وو.
ټول هېواد له زرغونو سیمو ډک و او خلک به په چکر ورتلل.
په ۱۹۶۰مه لسيزه کې سېنما نړۍ ته د بيروت داسې یو په زړه پورې تصویر وړاندې کړ چې فلمي ستوري او جاسوسان به ګرد چاپېر پکې ګرځېدل.
له بیروت سره د سېنمايي شرکتونو لېوالتیا هلته د مالیې ورکولو لبرال نظام له کبله هم وه.
په ۵۰مه لسیزه کې لبنان پر ځان بسیا او ودان هېواد و او بنسټيز لامل یې لبرال اقتصادي پالیسي وه چې پکې ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ته ډېر اهمیت ورکول کېده.
په ۱۹۶۵ کې په لبنان کې جوړ شوي بریتانوي فلم '۲۴ هاورز ټو کېل' د بیروت شاوخوا سيمو ډېره ښه منظر کشي کړې ده. په دې فلم کې که یوخوا د فلمي ستوري 'مکي روني' کار ډېرو کتونکو ته په زړه پورې و نو بلخوا د نوي بیروت او پکې د نړيوال هوايي ډګر، د سېنټ جارجز هوټل او د ډولیبن قمارخونې نندارې پر غونډې نړۍ کوډې وکړې او پر دې سيمه یې مین کړل.
پر دې سربېره څو نور فلمونه لکه 'سيکرېټ اېجنټ ۷۷۷، 'وېير د سپاييز ار'، او 'اېجنټ ۵۰۵' هم په بیروت کې ثبت او جوړ شوي دي.
کورنۍ جګړه
په ۱۹۷۵ کې د بیروت وضعیت په بدلېدو شو او کورنۍ جګړه پکې پيل شوه.
ورپسې ۱۵ کلونو کې په بیروت کې زرګونه خلک ووژل شول او شاوخوا یو میلیون نور له بیروته کډه کولو ته اړ شول.
بیروت یو ډول پر یوه زرغونه کرښه پر دوو برخو ویشل شوی و.
پر ختیځه برخه يې د عیسویو جګړه مارو ولکه وه او لویديځه څنډه یې د فلسطیني او سني جنګیالیو مرکز و.
د 'سېنټ جارجز هوټل' په ګډون د بیروت د طلايي دورې ګڼې نښې په کورنۍ جګړه کې لولپه شوې او له منځه لاړې. ځکه چې کله به د جګړې یوه خوا پرې واکمنه شوه او کله بله.
په ۱۹۷۸ کې د شام پوځ بيروت ته ننوت او ختيځه څنډه یې د توپونو ښکار وګرځوله.
په ۱۹۸۲ کې د لبنان جګړې پر مهال د بیروت د لویدیځې څنډې یوه لویه برخه د اسرائيل په ولکه کې وه.
په همدغه کال پر بیروت د اسرائيل تر برید وروسته په 'ارامکو ورلډ' مجله کې د ګڼو اروپايي لیکوالانو لیکنې خپرې شوې چې تر جګړې د مخه لبنان په اړه وې او د دغه هېواد د ښکلا، ودانیو او اقتصاد پر بربادېدو یې پکې خواشيني څرګنده کړې وه.
خو په همدې سختو حالاتو کې هم ګڼو بهرنیو وګړو په بیروت کې پناه اخیستې وه چې په ډله کې يې د پاکستان د اردو ژبې شاعر فیض احمد فیض هم و.
کله چې هغه ته د جنرال ضیاءالحق په واکمنۍ کې په پاکستان کې اوسېدل ستونزمن شول نو پر ټولې نا امنۍ سربېره څو کاله په بیروت کې پاتې شو او 'لوټس' مجله یې چلوله.
کله چې اسرائیل په ۱۹۸۲ کې پر بیروت برید وکړ نو ښاغلی فیض بېرته خپل هېواد ته ستون شو.
په ۱۹۹۰ کې د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته بېرته له سره د بیروت د جوړولو هڅې پيل شوې او دغه ښار د خپل پخواني برم د بېرته ترلاسه کولو پر لور ګامونه اخیستل شروع کړل.
د اسیا باسکټبال او د اسیا فوټبال سیالۍ هماغلته وشوې.
د دې تر څنګ، په تېرو ۲۵ کلونو کې درې ځلې د اروپا د ښکلا ملکې سیالۍ هم په بیروت کې ترسره شوې.
د څو ځله بربادۍ ښکار شوی ښار
اووه کاله مخکې په ۲۰۱۷ کې د 'اېګزېکېټيو" مجلې ولیکل چې لبنان یو ځل بیا د سېلانیانو د خوښې ځای باندې په بدلېدو دی.
هلته د ډيزاین او هنر په اړه جوړېدونکې غونډې د نړۍ د بېلابېلو پنځګرو د راښکون لامل شوې دي.
د 'ارټ نېټ پوسټ' په نوم وېبپاڼې په یوه مقاله کې ولیکل چې "بیروت ښايي د پناه غوښتونکو، د زېربناو خراب حالت او په دغه هېواد کې له کاواکه سیاسي نظامه کړېږي خو هنر یې اوس هم بې مثاله دی."
خو له دې ټولو سره سره بیا هم ماضي د بیروت لمن نه ده پريښې او د دغه ښار ویجاړي یې یو ډول پېژندګلو ګرځېدلې ده.
له لسيزو راهیسې دغه ښار په یوه پسې بل کړکېچ سره مخامخ شوی او پکې د وژل شوو شمېر هم ورسره لوړ شوی دی او اقتصاد یې په بشپړ ډول له منځه تللی.
د ۲۰۲۰ کال د اګست پر ۴مه د بیروت په بندر کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې ۱۸۰ تنه پکې ووژل شول او شاوخوا ۶۰۰۰ نور ژوبل شول.
دې چاودنې د بیروت ښار لویه برخه ویجاړه کړه او کم زیات ۳۰۰ زره خلک پکې بې کوره شول.
پر دغه ښار د اسرائيل له تازه بریده داسې ښکاري چې بیروت یو ځل بیا د بربادۍ ښکار دی.