تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لبنان لومړنۍ دفاع وزیره زینت عکر پېژنئ؟
زینت عکر د لبنان د ولسمشر میشال عون او د ازاد ملي جریان د مشر جبران باسیل له خوا په نوي وزارت تر ګومارلو مخکې مشهوره څېره نه وه. نوموړې اوس د دفاع وزیره ده.
دیاب له یوې میاشتې وروسته د "تیکنوکرات" حکومت پر جوړولو وتوانېد. په دې حکومتي تشکیل کې شپږ نورې ښځې هم چارواکې شوې دي.
د لبنان د کورنیو چارو پخوانۍ وزیره ریا الحسن هغه لومړنۍ ښځه وه، چې د سعد الحریري په حکومت کې د وزارت څوکۍ ته ورسېده.
هغې د ۲۰۱۹ د اکتوبر پر ۲۹مه د واکمنې سیاسي کړۍ د بدلولو او د فاسدو چارواکو پرضد تر دوولس ورځنیو لاریونونو پیلېدو وروسته استعفا وکړه.
زینت عکر چې د لومړي وزیر مرستیاله وه، بیروت کې د نظرپوښتنې "د معلوماتو نړیوال" شرکت اجراییوي مشره هم وه، مېړه یې جواد عدرا سوداګر او د شرکت مشر دی چې د لبنان د حکومت مشرۍ ته احتمالي کاندید هم و.
عکر په اداره او څېړنه کې تر شلو کلونو ډېره تجربه لري.
نوموړې لبنان کې امریکايي پوهنتون لوستی او هلته یې بازارموندنه او اداره کې لیسانس اخیستی.
تیکنوکراته وزیره!
فعالانو پر خواله رسنیو د دفاع د وزیرې په توګه د عکر له ټاکل کېدا وروسته ګڼ انځورونه خپاره کړي، خو وروسته مالومه شوه چې دا انځورونه د هغې نه دي.
همدارنګه، د هغې پرضد له ملنډو ډک ټویټر ایکونټونه د نوې وزیرې په نامه جوړ شوي دي.
اوس لویه نیوکه دا ده چې د هغې تجربې ته په کتو، د دفاع وزیره ولې وټاکل شوه، حال دا چې نوی حکومت "تیکنوکرات" هم دی.
دفاع وزیره کوم واکونه لري؟
عکر له مخکېني دفاع وزیر الیاس ابو صعب د دفاع وزارت د چارو سپارلو پرمهال وویل:
"دلته د کار لپاره راغلې یم او هڅه مې دا ده چې یو کار وکړم او له ولس غواړم ما وڅاري او حساب کتاب راسره وکړي."
عکر د لبنان پر پوځ واک نه لري، بلکې د ملي دفاع د قانون له مخې یې ولسمشر هر ډول اجرایوي صلاحیت لري.
د دفاع وزیر/وزیره د دفاع د لویې شورا غړیتوب هم لري، خو پوځي شورا کې یې غړیتوب نشته، بلکې د یوه استازي په توګه پکې ګډون کولی شي.