اسرائیلو له اوربند وروسته په غزه کې له ۱۵۰۰ زیاتې ودانۍ ویجاړې کړې دي

Taankii Israa'el gamoo jijjige fuuldura dhaabatee

د بي بي سي وېريفای له خوا د سپوږمکۍ انځورونو له کتل کېدو وروسته جوته شوې چې د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند له پيلېدو (۱۰ اکټوبر) راهيسې اسرائیلو د دوی تر ولکې لاندې په غزه کې له ۱۵۰۰ زياتې ودانۍ نړول شوې دي.

نوي انځورونه چې د نومبر پر اتمه اخيستل شوي ښيي چې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې استوګنيزې سيمې نژدې په يوه مياشت کې نړول شوې دي، داسې څرګندېږي چې دا کار په لوی لاس شوی وي.

د نړېدلو ودانيو شمېر ښايي له دې هم زیات وي. د ځينو سيمو انځورونه د بي بي سي وېرېفای ډلې نه دی موندلي.

ځينې کارپوهان وايي دا ويجاړي ښايي د هغه اوربند له شرطونو سرغړونه وي چې د امریکا، مصر، قطر او ترکيې په منځګړيتوب شوی دی. خو د اسرائیلو د پوځ يوه وياند بي بي سي وېريفای ته ویلي چې د "اوربند د چوکاټ سره په همغږۍ" روان دي.

د غزې د سولې لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ۲۰ ماده ييز پلان چې اصلي موخه یې اوربند دی، په کې پر دې ټينګار شوی چې د "ټولو پوځي عملیاتو په ګډون به هوايي او توغنديز بريدونه ودرول شي". ښاغلي ټرمپ وروسته څو ځله ويلي چې "جګړه پايته رسېدلې ده."

د بي بي سي وېريفای له خوا د سپوږمکۍ انځورونو پلټنه ښيي چې د اسرائیلو پوځ له خوا په غزه کې د ودانيو نړول لا هم په پراخه کچه روان دي.

بي بي سي له اوربند مخکې او له اوربند وروسته انځورونه تحليل کړي چې په سيمه کې بدلون ترې معلوم شي.

د ژېړې کرښې شاته ويجاړې شوې ودانۍ مو وکتلی. دا هغه کرښه ده چې د اوکټوبر مياشتې د اوربند تړون له مخې غزه په دوو برخو ويشې چې يوه برخه یې لا هم د اسرائیلو تر کنټرول لاندې ده. دا د ژېړې کرښې په نامه يادېږي اسرائیلو منلې وه چې ځواکونه به له دې کرښې وباسي.

کورونه او باغونه هوار کړل شوي دي

ډېری هغه ودانۍ چې نړېدلې دي، مخکې یې د زيان کومې نښې نه لرلې، د بېلګې په توګه د ختيځ خان يونس کې د عبسان الکبيره شاوخوا سیمه.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د غزې یوه څنډه

له فضا د سپوږمکۍ انځورونو له مخې پرېکړه کول ګران دي خو دا ودانۍ داسې نه ښکارېدې چې زيان ورته اوښتی و. دا هغه کورونه وو چې شاوخوا یې باغونه، ونې او کوچني بڼونه لرل.

د دې سيمې د سپوږمکۍ د انځورونو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له جګړې مخکې او بيا تر اوربند پورې په سيمه کې ډېر بدلون نه ليدل کېږي.

د عبسان الکبيره اوسېدونکې لانا خليل چې پخوا یې هلته ژوند کاوه او اوس د المواسي سیمې ته کډه شوې، خپل کور یې "جنت" وباله چې په وینا یې "بڼونه او سبزۍ" په کې وې.

اوس د غزې د ډېرو نورو سيمو په څېر دا ځای هم په کنډوالو بدل شوی دی.

نوموړې وويل، "اسرائیلي پوځ موږ ته هېڅ نه دي پراېښي، هر څه یې ويجاړ کړي دي".

اغلې خليل زياتوي، د سيمې پخوانيو اوسېدونکو د "ورانېدلو غږونه د المواسي په خپلو خېمو کې اورېدل."

دې وويل، "زموږ زړونه مات شوي دي".

د رفح ښار ختيځ کې د البيوک نژدې هم د سپوږمکۍ انځورونه همدا کيسه کوي. ګڼې ودانۍ له اوربند وړاندې روغې ښکاري خو وروسته له منځه تللې دي. د نومبر په پيل کې له هوا اخيستل شوي انځورونه د يوې سترې چاودنې دوړې ښيي چې له سيمې پورته کېږي.

د غزې ښار ختيځ په شجاعيه او همدارنګه د جباليا کمپ څنډه کې د اندونيزيا روغتون ته څېرمه هم ویجاړۍ ليدل کېږي.

د اسرائیلو د ستراتيژيکو چارو وزارت د ملي امنیت د تګلارې پخوانی مشر ايتان شامير وايي، د اسرائیلو پوځ کړنې د اوربند له شرطونو سرغړونه نه ده، ځکه دا شرطونه له ژېړې کرښې بل لور سيمو کې نه پلي کېږي.

هغه ويډيوګانې چې د اوربند له اعلان وروسته په ټولنيزو شبکو خپرې شوې د ژېړې کرښې بل لور ته هم د ودانيو د نړېدو صحنې ښيي.

نړول له "اوربند سرغړونه" بلل شوې ده

د اسرائيلو پوځ د خپلو کړنو دفاع کړې او د دې ځواکونو يوه وياند ويلي، "د هوکړې له مخې په غزه کې باید د تونلونو په ګډون د ترهګرۍ ټولې زېزبناوې له منځه يوړل شي. اسرائیل د ګواښونو، سرغړونو او د ترهګرۍ د زېربناوو پر وړاندې اقدام کوي".

د اکټوبر پر ۱۸ د اسرائيلو د دفاع وزير اسرئیل کاتز، پر اېکس يو پوسټ کې ليکلي وو، "د ترهګريزو تونلونو او د ترهګرۍ د ټولو زېربناوو په له منځه وړلو سره د غزې بې وسلې کول" د اسرائیلو د امنيتي پاليسۍ يوه "روښانه" برخه ده.

د سپينې ماڼۍ له خوا خپور شوي د ټرمپ د سولې پلان ۱۳ مه ماده وايي، "د تونلو او د وسلو د توليد مرکزونو په ګډون به ټولې پوځي ترهګريزې او يرغلګرې زېربناوې له منځه يوړل شي او بيا به نه جوږېږي."

خو په همدغه ماده کې دا هم ويل شوي چې د غزې د بې وسلې کولو بهير به د "خپلواکو څارونکو تر څار لاندې" ترسره کېږي.

د ار يو اېس ای يو مشر څېړونکی ډاکتر اېچ اې هيلير وايي، "دا له شک پرته له اوربند سرغړونه ده."

خو زياته یې کړه چې "[واشنګټن] غواړي دا د سرغړونې په توګه ونه مني او ټينګار کوي چې حتی که په عمل کې هم نه وي، اوربند بايد وساتل شي."

خو ښاغلی شامير دا ردوي چې ګواګې د اسرائيلو پوځ شرطونه مات کړي دي. نوموړي بي بي سي وېريفای ته وويل، چې د ده د سرچينو له مخې د اسرائیلو پوځ دننه دا سوچ شته چې "حماس اجازه لري، تر خپل کنټرول لاندې سيمو کې هر څه وکړي او اسرائیلو ته هم اجازه شته چې د خپل واک لاندې سيمو کې هر څه کولی شي."

د نوموړي د سرچينو له مخې د اسرائیلو پوځ باور لري چې حماس به د هوکړې پر دويم پړاو عمل و نه کړي.

"له همدې امله بايد سيمه د جګړې د دوام لپاره چمتو شي، ترڅو زموږ پر ځواکونو د بريد هر ډول امکان له منځه ولاړ شي."

دی دا هم وايي، حماس هڅه کوي چې تر ژېړې کرښې هغه خوا نفوذ وکړي او لا هم اوږده برخه تونلونه پاتې دي.

د عادل حق په څېر چې د رټګرز پوهنتون د قانون برخې پروفيسور دی وايي، اسرائیل ښايي د جګړې له قوانينو سرغړونه کوي چې په هغو کې د نيول شوې سيمې د ملکي ودانيو ورانول شامل دي.

د اروپا د بهرنيو اړيکو شورا يو لوړی پوړی څېړونکی هيو لاوټ وايي، دا ويجاړی په پای کې د سولې پلان له خطر سره مخامخ کولی شي.

نوموړی وايي، د ورانولو ستونزه به تر هغه دوام ولري چې اسرائیل په غزه کې پاتې وي.