د واده لپاره مسلمانه شوې هندۍ ولې له پاکستانه شړل کېدو سره مخ ده؟

سربجیت له ناصر حسین سره ناسته ده.

د عکس سرچینه، Ahmad Pasha

د عکس تشریح، د سربجیت سېنګ چې اسلامي نوم یې (نور) ټاکل شوی، مدافع وکیل وايي چې هغې له ناصر حسین سره پر انسټاګرام خبرې کولې او شپږ میاشتې مخکې یې د واده کولو پرېکړه کړې وه.
    • Author, احتشام شامي
    • دنده, خبریال

د پاکستان د پنجاب ایالت د لږکیو چارو وزیر سردار رمېش سېنګ اروړه د دې خبر پخلی کړی چې دغه هېواد ته د "زیارت کولو" په ویزه ورغلې هندۍ ښځه چې هلته یې له یوه پاکستاني سره واده هم کړی، اوس له خپل مېړه سره یو ځای پولیسو نیولې ده.

ښاغلی اروړه وايي چې د سربجیت کور په نوم دا ۴۸ کلنه ښځه ښايي د واګه پولې له لارې هند ته ستنه کړل شي او له پاکستاني مېړه ناصر حسین سره به یې "قانوني چلند" وشي.

دا مېرمن د تېر میلادي کال په یوولسمه میاشت یا نومبر کې له یو شمېر سېکانو "زیارت کوونکو" سره پاکستان ته تللې وه او وېزه یې د همدې میاشتې پر ۱۳ نېټه پای ته رسېده. خو هغه بېرته هند ته لانړه بلکې د پنجاب د شېخوپوره سیمې اوسېدونکي ناصر حسین سره یې واده وکړ او هماغلته پاتې شوه.

ایالتي وزیر رمېش سېنګ اروړه بي‌بي‌سي اردو ته ویلي چې له دې موضوع خبرېدو سره د پولیسو یوې پټې څارډلې د مسئلې پلټنه پیل کړه چې په ترڅ کې یې دواړه ونیول شول او اوس د (ننکانه صاحب) سیمې په (صدر) تاڼه کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

د دوی په پلټنو کې جوته شوې چې سربجیت کور او ناصر حسین په اصل کې په ۲۰۱۶ کې پر ټېک‌ټاک سره ملګري شوي وو او دواړو له هماغه راهیسې څو ځلې د وېزې اخیستلو هڅه کړې وه خو د ځينو قانوني لاملونه له کبله یې غوښتلینک رد شوی و.

د ښاغلي اروړه په وینا، د نومبر پر څلورمه نېټه ناصر حسین د (ننکانه صاحب) ګوردوارې یا درمسال ته ورغی، هلته له سربجیت کور سره یو ځای شو او هغه یې په شېخوپوره کې خپل پلرني کلي فاروق اباد ته بوتله.

هغه ویلي، تر پلټنو وروسته پرېکړه شوې چې سربجیت کور به له هېواده د تېښتې اړوند چارو څارونکې ځانګړې ادارې (ای‌ټي‌پي‌ډي) ته سپارل کېږي چې له مخې به یې هغه خپل هېواد هند ته لېږل کېږي او له پاکستاني مېړه ناصر حسین نه به لا نورې پوښتنې ګروېږنې کېږي.

تر دې مخکې په تېره نومبر مېاشت کې د دې ښځې په غوښتنه د لاهور لوړې مخکې پولیسو ته امر کړی و چې هغه دې "ځوروي او وېروي نه."

د سربجیت کور وکیل احمد حسن پاشا وايي چې د پنجاب پولیسو د نومبر میاشتې پر اتمه نېټه د دې ښځې-مېړه پر کور چاپه اچولې وه او پر هغوی یې فشار راوړی و چې باید خپله د واده اړیکه پای ته ورسوي. خو له محکمې د دوی تر غوښتنې وروسته پولیسو ته امر شوی و چې د هغوی په ګډ ژوند کې دې لاس‌وهنه نه کوي.

خو د شېخوپوره پولیسو ویاند رانا یونس بي‌بي‌سي اردو ته ویلي وو چې پولیسو نه هم کومه هندۍ ښځه او نه یې هم د هغې مېړه ځورولی یا وېروی. د ده په وینا، "پر دوی لګېدلي تورونه دروغ دي او پولیسو هېڅ غرض نه دی ورسره کړی."

ښاغلي یونس زیاته کړې، "دا موضوع ډېره حساسه ده، نورې اړوند ادارې یې څاري. هره پرېکړه چې کېږي؛ هغه به د پاکستان د قانون له مخې کېږي."

د سربجیت وکیل ویلي چې دواړه ښځه او مېړه یې د نومبر پر ۱۵ نېټه ورغوښتي وو چې "د ملکي ادارو د چارواکو په مخکې خپل بیانونه ورکړي خو له ژمنې سره سره دوی رانغلل او ناصر حسین خپل موبایل هم ګل کړی و."

مسلمانېدل او نکاح کول

د سربجیت سېنګ عکس چې سرتور سر ده او مخامخ کامرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، Police

د عکس تشریح، محکمې ته د سپارل شوي نکاح‌خط له مخې، ناوې سربجیت کور څه باندې ۴۸ کلنه او زوم ناصر حسین ۴۳ کلن دی.

د سېک مذهب پېروه سربجیت کور په اصل کې د نومبر میاشتې پر څلورمه نېټه پاکستان ته له نورو سېکانو "زیارت کوونکو" سره تللې وه.

ټاکل شوې وه چې په بله ورځ یې د (ننکانه صاحب) په نوم سیمې ته ورشي او هلته د سېکانو د یوه مذهبي مشر "ګورونانک" د زېږېدو کلیزې په مناسبت مذهبي مراسمو کې برخه واخلي.

خو د نومبر پر اوومه نېټه د شېخوپوره سیمې یوې محکمې ته په ورکړي بیان کې هغې ویلي چې پاکستان ته له رسېدو سره هغې په خپله خوښه اسلام قبول کړ، مسلمانه شوه او د ناصر حسین په نوم پاکستاني سره یې واده وکړ.

د هغې د وکیل په وینا، د دې ښځې او مېړه واده هم د شېخوپوره سیمې په یوه ځايي شورا کې ثبت شوی و.

د دې سیمې د یوه قاضي محمد خالد محمود وړایچ له لوري محکمې ته په سپارل شوو اسنادو او شواهدو کې ښکاري چې سربجیت کور د ځايي قاري حافظ رضوان بټي په مخ کې کلمه وویله، اسلام یې قبول کړ او هغه ورته نوی اسلامي نوم "نور" وټاکه.

د نومبر پر پنځمه نېټه هغې ته د مسلمانېدو سند ورکړل شوی و.

په محکمه کې د دوی د ثبت شوي نکاح‌خط له مخې، زوم یا ناصر حسین ۴۳ کلن او ناوې نور یا سربجیت کور ۴۸ کلنه ده او حق‌مهر یې هم لس زره کلدارې ټاکل شوی.

په دې سند کې دا هم یاد شوي چې ناصر حسین بله ښځه هم لري او د دویم واده کولو لپاره اجازې ته اړتیا نه لري.

دې هندۍ ښځې محکمې ته د پولیسو پر ضد عریضه کړې او هغوی یې تورن کړي چې ګواکې اخطارونه ورکوي او د دروغو دوسیه یې ورته جوړه کړې ده. دې ویلي چې له ناصر حسین سره یې په خپله خوښه او رضا واده کړی دی.

اغلې کور زیاتوي، "زه چا تښتولې نه یم. په خپله خوښه او رضا مې واده کړی. د پلار له کوره یوازې درو جوړو جامو سره راغلې یم او بل مې هېڅ شی هم نه دي راوړي."

سربجیت کور یا نور په خپل بیان کې ادعا کړې چې، "پولیس زما نکاح کولو قهرولي دي او د نومبر پر پنځمه نېټه د شپې نهه بجې په زور زموږ کور ته راننوتل او ما ته یې وویل چې باید ورسره لاړه شم. خو چې ما انکار وکړ نو دوی غصه شول."

دې همدا راز ویلي، "زموږ په شور او ځوږ ګاونډیان هم راخبر شول او پولیسو ته یې سوال زارۍ وکړې چې تر هغې وروسته یې موږ پرېښودلو."

دې هندۍ ښځې له محکمې غوښتنه کړې وه چې دې او مېړه ته دې یې له پولیسو د خونديتوب ډاډ ورکړل شي.

هندي چارواکي او رسنۍ څه وايي؟

د هندي رسنیو د خبرونو له مخې، سربجیت کور د هند د پنجاب ایالت د (کپور تله) ولسوالۍ اوسېدونکې ده. د دغه ځای پولیسو ویلي چې په دې اړه یې پلټنې روانې دي.

هندي خبري اژانس (پي‌ټي‌ای) ویلي چې دا ښځه د هغو دوه زره سېکانو په ډله کې وه چې پاکستان ته د زیارت کولو لپاره تللي وو. دا ډله تر یوه لس ورځني سفر وروسته د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۳ نېټې بېرته هند ته ستانه شوي وو خو سربجیت کور پاکستان کې ترې پاتې شوې وه.

د کپور تله سیمې د پولیسو یو چارواکی درېندر ورما وايي، دا نه شي تاييدولی چې سربیجت کور دې خپل مذهب بدل کړی او مسلمانه شوې دې وي. هغه ویلي چې اغلې کور د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې پاسپورټ اخیستی و.

هندي رسنیو همداراز ویلي چې دې ښځې مخکې هم واده کړی و چې دوه زامن لري خو له مخکېني مېړه یې طلاق اخیستی و او هغه له تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په بریتانیا کې اوسېږي.

د کپور تله سیمې د (تلوندي چودریا) کلي تاڼېدار نرمل سېنګ ویلي چې دوی له دې قضیې د کلي د یوه ملک له خولې خبر شوي او تر اوسه یې د هغې له کورنۍ سره خبرې نه دي کړې ځکه چې په وینا یې، زامن یې اوس په کور کې نه شته.

بل لور ته د سربجیت کور مدافع وکیل احمد حسن پاشا له بي‌بي‌سي سره یوه ویډيو شریکه کړې چې سربجیت کور پکې وايي، طلاقه شوې، په خپله خوښه مسلمانه شوې او له ناصر حسین سره یې د واده کولو پرېکړه کړې.

هغې ویلي چې له تېرو نهو کلونو راهیسې ناصر حسین سره پېژني.

وکیل حسن پاشا ویلي چې سربجیت او ناصر به پر انسټاګرام خبرې سره کولې او شپږ میاشتې مخکې یې د واده کولو پرېکړه کړې وه.

د ده په وینا، دا دواړه ښځه-مېړه د قانوني مرستې ترلاسه کولو لپاره ده ته ورغلي وو.