د طالبانو حکومت وايي، سلګونه بې اسناده موټر یې نیولي دي

د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې له ۱۳ زرو ډېر بې اسناده او د تورو ښیښو لرونکي موټر توقیف کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع ملي ټلویزیون ته ویلي، دا وسایط د کابل د ترافيک او د عامه نظم پولیسو په همکارۍ د ښارګوټي پولیسو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې چې پولیسو ته لارښوونه شوې کابل ښار ته هغه ګاډي پرېنږدي چې د ولایتونو سټیکرونه لري.

د راپورونو له مخې افغانستان د سیمې له هغو هېوادونو دی چې په کې د بې اسنادو موټرو شمېر ډېر دی.

د دې هېواد د موجودو وسایطو دقیق شمېر لا نه دی خپور شوی، خو د ۲۰۱۹ کال د احصائیې له مخې په هېواد کې شاوخوا دوه میلیونه ثبت شوي موټر موجود وو.

په هغه وخت کې په افغانستان کې پر سړکونو ۱۲۰ زره مسافر وړونکو موټرو، ۳۲۷ زره بار وړونکو ګاډو، ۱۱۰ زره بسونو او ۳۳۸ زره نورو وسایطو تګ - راتګ کاوه.

کارپوهان باور لري چې په هېواد کې د وسایطو ریښتینی شمېر له رسمي شمېرو ډېر دی، ځکه یوه برخه موټر په نا ثبت شوي ډول ګرځي او سټیکر هم نه لري.

شاوخوا څلور میاشتې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یادو ګاډو له څښتنانو وغوښتل چې د (د ۱۴۰۴ کال د وږي له اتمې نېټې) وروسته له کابل ولایته ووځي او په لنډ وخت کې خپل وسایط د ولایتي پولیسو د ترافيک مدیریتونو کې ثبت او سټیکر ترلاسه کړي.

دغه وزارت زیاته کړې وه چې له اعلان شوې نېټې وروسته، به په کابل ولایت کې هغه موټر نه ثبتېږي چې په افغانستان کې ورته "د پاکستان لاس موټر" ویل کېږي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي وو دا موټرې یوازې هغه ولایت کې د تګ راتګ اجازه لري چې له هغه ځایه سټیکر ترلاسه کوي.

خیابان کابل مملو از موترها
د عکس تشریح، موترهای اشترنگ راسته یکی از عوامل افزایش حوادث ترافیکی خوانده شده است

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ښي سټیرینګ موټر د افغانستان په ترافیک کې د "ډېر شمېر پېښو د رامنځته کېدو" لامل ګڼي او ویلي یې دي چې ښایي په نژدې راتلونکي کې پرې نور محدودیتونه هم ولګول شي.

دوی خلکو ته سپارښتنه کړې چې د دې ډول ګاډو له اخیستو ډډه وکړي.

د اټکلونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون د ښي سټیرینګ موټر موجود دي.

دغه وزارت هر کال په هېواد کې د ترافیکي پېښو شمېر له ۴۲۰۰ ډېری اعلان کړی او ویلي یې دي چې په دې پېښو کې له دوه زره زیات کسان مړه شوي او نژدې شپږ زره نور ټپیان شوي دي.

د نړيوالو موسسو له خوا ورکړل شوې شمېرې د ترافیکي پېښو له رسمي شمېرو ډېرې لوړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې چې د نړۍ د سړکونو د خوندیتوب په اړه خپور شوی، ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې افغانستان کې شاوخوا ۹۶۸۴ کسان د ترافیکي پېښو له امله مړه شوي دي.