د فلسطین فوټبال ملي لوبډله کابل کې سیالي کوي

فوټبال

د عکس سرچینه، FIFA

د فلسطین فوتبال ملي لوبډله د افغانستان د فوټبال له ملي لوبډلې سره د یوې دوستانه سیالۍ ترسره کولو لپاره نن (جمعه ۱۷ اګست) کابل ته رسېدلې.

ټاکل شوې دغه سیالي د یکشنبې پر ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کلیزې په ویاړ ترسره شي.

دا نژدې له شپږو کلونو وروسته لومړۍ فوټبال لوبډله ده چې افغانستان ته سفر کوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د سکرتر مرستیال فضل محمد شهاب کابل کې د بي بي سي خبریال خوشحال تایب ته وویل، د پاکستان او هند په شمول یې له یو شمېر هېوادونو غوښتي وو، چې کابل کې د یوې لوبې لپاره لوبډلې واستوي، خو په وینا یې یوازې فلسطینۍ لوبډله ورتګ ته چمتو شوه.

له هغه وروسته چې افغان ملي لوبډله و نه توانېده د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي، افغان فوټبال چارواکو د جرمن روزونکي اوتو فیستر دنده هم پای ته ورسوله.

له هغه وروسته افغان فوټبال فدراسیون د روزونکي اوتو فیستر پخوانی مرستیال انوش دستګیر د لوبډلې روزونکی وګوماره او د زمري میاشتې پر اته ویشتمه یې له فلطسین ملي لوبډلې سره د سیالۍ کولو اعلان وکړ.

د نوموړي په خبره د امنیتي ملحوظاتو له کبله نورو لوبډلو د کابل سفر ته زړه نه دی ښه کړی.

فوټبال

د عکس سرچینه، AFF

د عکس تشریح، افغان فوټبال چارواکي هیله من دي، چې په هېواد کې دننه د یوې نړیوالې لوبډلې کوربتوب به د فیفا چارواکو په نظر کې د دوی پر وړتیا باور ډېر کړي.

افغان فوټبال چارواکي هیله من دي، چې په هېواد کې دننه د یوې نړیوالې لوبډلې کوربتوب به د فیفا چارواکو په نظر کې د دوی پر وړتیا باور ډېر کړي.

ښاغلی شهاب مني چې فلسطین ملي لوبډله چې په نړیواله درجه بندۍ کې ۹۶ م ځای لري، پیاوړي لوبډله ده، خو په وینا یې په سیالۍ کې د دغې لوبډلې مقابل کې له بریا ډېر دوی ته د یوې نړیوالې لوبډلې کوربتوب کول دي.