د افغانستان ۹۵ کلن فوټبال اوس په کوم حالت کې دی؟

د ویډیو تشریح، د افغانستان فوټبال حالت
    • Author, خوشحال تایب
    • دنده, بي بي سي

د افغانستان فوټبال پنځه نوي کلن شوی چې په دې موده کې یې ډېرې لوړې ژورې لیدلې دي. په شاوخوا تېرې یوې نیمې لسیزې کې د افغانستان فوټبال ته ډېر پام شوی او د ځپل تاریخ په اوږدو کې یې تر ټولو ستر پرمختګ هم درلود چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون ''فیفا'' په لست کې له ۲۰۰ درجې تر ۱۴۰ درجې پورته شو.

خو د فوټبال چارو شنونکي وايي د افغانستان فوټبال د تېرو دریو کلونو په پرتله ډېر مخ په ځوړ روان دی او باید جدي پام ورته وشي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکي دا مني چې د فوټبال په برخې کې ځینې ستونزې شته خو وايي فوټبال په دغه هېواد کې د تېر په پرتله ډیر پرمختګ کړی دی او اوس مهال د ځوانانو ترمنځ یوه له مطرحو لوبو ګڼل کیږي.

افغانستان په ۱۹۲۲ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون غړیتوب ترلاسه کړ. په دغې اوږدې مودې کې کله هم دغه لوبه په افغانستان کې نه درول شوې. آن د طالبانو د حکومتولۍ پر مهال یوه له هغو ورزشي لوبو وه چې پام ورته کېده.

د ویډیو تشریح، د يوې افغانې دنمارکۍ فوټبال لوبغاړې کيسه

افغانستان یو وخت د آسیا په کچه د ایران په شان ځواکمنو لوبډلو سره لوبې کولې او سیالیو یې ډېر کم توپیر سره درلود، خو وروسته بیا داسې وخت راغی چې د نړۍ تر ټولو وروستي کتار کې وو او ۲۰۰ ځای یې درلود.

له ۶۰ هېوادونو مخکې

له شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې یو ځل بیا دغې لوبې وده کړې او آن تر ټولو طلایي حالت یې هم بلل کیږي. له شاوخوا ۶۰ هېوادونو وړاندې شو او ۱۴۰ ځای یې خپل کړ.

فوټبال
د عکس تشریح، افغانستان شاوخوا درې کاله مخکې د آسیا په جنوب کې د ښو لوبو تر ترسره کولو او لاس ته راوړنو وروسته د مرکزي آسیا برخې ته ولېږدېد.

خو په وروستیو څو کلونو کې فوټبال ته د افغان ځوانانو لېوالتیا له ډېرېدو سره سره د افغانستان فوټبال حالت مخ په ځوړ روان دی. د شمېرو له مخې یواځې په کابل تر ۱۳۰۰ ډېرې ثبت شوې د فوټبال لوبډلې شته چې تر ډېره اړینې آسانتیاوې هم نه لري.

د کابل ولایت د فوټبال فدراسیون مخکنی مسؤل حیات الله لوګروال وايي په تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې کې په کور دننه او نړیواله کچه د افغانستان فوټبال ته پام شوی، خو ښه او مناسبه ګټه ترې وا نه اخیستل شوه، چې د زیاتره فوټبال لوبغاړو او فوټبال مینه والو د نهیلۍ لامل شوی.

ښاغلی لوګروال وايي اوسمهال په فوټبال کې هر څوک خپلو شخصي ګټو ته پام کوي او ملي ګټې ترې هېرې دي.

افغانستان شاوخوا درې کاله مخکې د آسیا په جنوب کې د ښو لوبو تر ترسره کولو او لاس ته راوړنو وروسته د مرکزي آسیا برخې ته ولېږدېد. دغه راز په لنډ وخت کې د پرمختګونو له کبله یې نړېوال پر دې قانع کړل چې د افغانستان فوټبال د نړۍ یو معتبره جایزه هم ورکړي. افغانستان په ۲۰۱۳ کال کې د فوټبال د عادلانه لوبې نړېواله جایزه تر لاسه کړه هغه مهال ازبکستان او ګواتیمالا هم دغې جایزې ته نوماندان وو.

د زابل د فوټبال فدارسیون مشر سید آغا ستانکزی وايي ورځ تر بلې ترلاسه شوي مخکني بریالیتوبونه له لاسه وځي.

ښاغلی ستانکزی د ستونزو سرچینه اړوند مسؤلین بولي او وايي له اوسني حالت نهیلي شوي دي.

فوټبال
د عکس تشریح، افغانستان کې لوبې ډېر مینه وال لري
فوټبال
د عکس تشریح، د افغانستان فوټبال فدارسیون چارواکي دا مني چې په ځینو برخو کې ستونزې شته خو وايي که په تېرې یوې لسیزې کې د افغانستان فوټبال ودې وکتل شي نو بې سارې ده.

د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي پر دې خپه وو چې تر ډېره په لوبډلې کې له افغانستانه بهر لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکول کیږي نو ځکه له ملي لوبډلې جلا شول. دوی وايي لوبډله د واسطو او خپلمنځي اختلافونو قرباني شوې ده. او د فوټبال له فدراسیونه ګیله لري چې ددغې ستونزې د حل لپاره یې اساسي ګامونه اوچت نه کړل.

دوی دغه راز وايي د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو ترمنځ توپیري چلند کیږي، په تمرینونو او دوستانه لوبو کې کورنیو لوبغاړو ته لږ یا هیڅ ونډه نه ورکول کیږې، چې د وروستیو ماتو یو لامل هم همدا دی.

له بهره راغلي

د افغانستان د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی اسلام الدین امیري رسنیو ته ویلي وو چې له دوی سره تر ډېره توپیري چلند کېده او له بهره سیالیو ته ورغلي افغان لوبغاړي تر دوی ښه بلل کېدل. خو د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزنکی اوتوفیسټر بیا وايي له بهره راغلي لوبغاړي د کال په اوږدو کې کافي تمرین کوي او د په کور دننه لوبغاړو په پرتله یې بدني او هم تخنیکی وړتیاوې اوچتې دي:

''د بېلګې په توګه یو لوبغاړی چې له جرمني راځي نو لږ ترلږه په یوه فصل کې له دېرشو تر پنځه دېرشو لوبې کوي. کله هم له لوبو لیرې نه پاتې کیږي او هغه لوبغاړي چې دلته دي ښه لوبغاړي دی خو له فزیکي پلوه هغه شان غښتلي نه دي لکه له بهره راغلي لوبغاړي. بله دا چې هغوی په منظمه توګه د متخصصو روزونکو تر نظر لاندې روزل کیږي.''

د افغانستان د فوټبال فدراسیون هم وایی دوی د فوټبال ملی لوبډلې د روزونکو په دنده کې هیڅ راز لاس نه لري او نه یې د لاسوهنې حق لري.

د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې دا مهال تر ډېره د کریکټ لوبه رواج ده، خو په وروستیو کلونو کې فوټبال هم د ځوانانو تر منځ خپل ځای ساتلی وو. د خوست ولایت اوسېدونکی نورالله وايي دوی ښکلی لوبغالی لري، د فوټبال مینه وال هم شته خو د مسؤلینو د نه پاملرنې له کبله په وروستیو کې دغه لوبه کمرنګه شوې ده.

فوټبال
د عکس تشریح، د فوټبال فدراسیون د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال ۴۰۴۰ رسمي کلپونه شته چې شاوخوا سل زره راجستر شوي لوبغاړي پکې لوبې کوي
فوټبال
د عکس تشریح، ۵۰۰۰ زره تنو روزونکو د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه د روزنې اجازه لیکونه یا لایسنس هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان فوټبال فدارسیون چارواکي دا مني چې په ځینو برخو کې ستونزې شته خو وايي که په تېرې یوې لسیزې کې د افغانستان فوټبال ودې وکتل شي نو بې سارې ده.

دوی وايي د خپل اقتصادي او اقلیمي حالت سره خپلې تګلارې جوړي او نه شي کولای د اروپا په کچه تګلارې دلته پلې کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرټرجنرال علي رضا آغازاده وايي دوی د راتلونکو دریو کلونو لپاره پراخ پلانونه په پام کې نیولي چې په پلي کېدو سره به یې په بېلابېلو برخو کې فوټبال وده وکړي او اوسنۍ ګیلې به هم تر ډېره لېرې شي:

''زموږ موخه دا ده چې په افغانستان کې دننه لوبغاړو لپاره توپ، لوبغالی او سیالۍ برابرې کړو. سیالۍ یې ډېرې کړو. د افغانستان فوټبال فدراسیون غوره لیګ او په دې برخه کې د همکارانو په مرسته یو درې کلن پلان په پام کې نیولی دی چې د ۲۰۱۹ کال تر پایه او د ۲۰۲۰ کال تر پیله د افغانستان فوټبال ۷۰ سلنه وده وکړي.''

د ویډیو تشریح، د افغانستان د فوتبال اوسنی حالت

د فوټبال فدراسیون د شمېرو له مخې دا مهال په افغانستان کې د فوټبال، فوټسال او ساحلي فوټبال ۴۰۴۰ رسمي کلپونه شته چې شاوخوا سل زره راجستر شوي لوبغاړي پکې لوبې کوي. ۵۰۰۰ زره تنو روزونکو د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه د روزنې اجازه لیکونه یا لایسنس هم ترلاسه کړی دی.

د افغانستان په زیاترو ولایتونو کې د فوټبال لوبغالي شته، خو یواځې په کندهار، هرات، ننګرهار، پنجشیر، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې د فوټبال معیاري لوبغالي هم جوړ شوي. خو د افغانستان فوټبال فدراسیون مسؤلین دا کافي نه بولي او له حکومت، رسنیو، ملي سوداګرو او خلکو غواړي چې د خپل فوټبال او لوبغاړو ملاتړ وکړي.

دوی له وروستیو لاس ته راوړنو سره سره دا د کار پیل بولي او وايي لا هم اوږده لار په مخ کې لري.