فیفا افغان فوټبال کې د چارواکو 'لاسوهنې' څېړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د فوټبال نړیوال فدراسیون یا "فیفا" او د اسیا کانفدراسیون یو ګډ پلاوی په افغانستان کې د فوټبال حالت څېړلو په موخه کابل ته راغلی دی.
په پام کې ده دا پلاوی د هغو راپورونو په اړه څېړنه وکړي چې پکې وویل شوي د افغانستان فوټبال کې یو شمېر حکومتي چارواکې لاسوهنه کوي.
د دغه پلاوي د څېړنو بله برخه به د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د ټاکنو د نه ترسره کېدو لاملونه مالومول او د دغو ټاکنو د نېټې ټاکل وي.
په پام کې وه، چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشرۍ لپاره ټاکلې د روان کال د وري میاشتې پر ۱۶مه ترسره شوې وای، خو د ځینو رپوټونو له مخې د یوشمېر افغان چارواکو د لاسوهنې له کبله وځنډېدې.
فیفا وايي، افغانستان کې د فوټبال د مشرانو ټاکنې لپاره د رڼو ټاکنو شرایط برابر نه دي.
په کابل مې همکار عصمت بهیر د دغه پلاوي راتګ په اړه د افغانستان ملي لوبډلې له روزنونکي یوسف کارګر سره مرکه کړي او په لومړی سره کې یې د راغلی پلاوی په اړه پوښتلی:
"پلاوی راغلی، چې سبا - بل سبا به کنفرانس جوړ کړي، د ټاکنو بهیر به وارزوي او بیا به د ټاکنو نېټه وټاکي. د فدراسیون د مشرتابه ټاکلو لپاره وري میاشت ټاکل شوې وه، خو د دولتي چارواکو او د پارلمان د مداخلې له کبله وځنډول شول".
دغه پلاوی داسې مهال کابل ته راغلی چې د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبه کې تېره شپه د "میوند اتلانو" او "سپین بازان" لوبډلې ته ۲- ۰ په مقابل کې ماته وکړه.
د نیمه پایلوبو دغو سیالیو په تېره لوبه کې شاهین آسمايي ۱-۰ پر وړاندې "سیمرغ البرز" ته ماته ورکړې وه.
د غوره لیګ د دغو سیالیو د "برګشت" یا ستنېدل لوبې به د دغې اونۍ د جمعې په ورځ تر سره شي چې ګټوونکي لوبډلې به وروستی لوبه ته لاره پیدا کړي.
افغانستان په ١٩٢٢ کال کې د فوټبال فدراسيون جوړ کړ.
په ١٩٥٠ مو کلونو کې افغانستان د اسيا د فوټبال فدراسيون په بنسټ اېښودونکو هېوادونو کې و.
خو د کلونو کلونو جگړې په دې مانا شوې چې د فوټبال په ډگر کې ايله اوس افغانستان لاسته راوړنې ولري.









