د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشر لرې کېدو غوښتنې

د عکس سرچینه، FB: Afghanistan Football Federation
- Author, ذبیح الله رحیمزی
- دنده, بي بي سي کابل
په افغانستان کې د یو شمېر ولایتونو د فوټبال فدراسیونو ځینو پخوانيو او برحاله رییسانو او ورزشکارانو کابل کې د بدني روزنې ریاست مخې ته د اعتراض خیمه لګولې.
ددوی غوښتنه دا ده چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون ریاست لپاره ټاکنې ترسره شي. تحصن کوونکي وایي؛ د دغه فدراسیون د رییس قانوني موده دوه کاله وړاندې پایته رسېدلې او لا هم د ټاکنو ترسره کولو اراده نه لري.
خو ددغه فدراسیون چارواکي وایي؛ دوی د فوټبال نړیوال فدراسیون پرېکړې ته په تمه دي چې د ټاکنو نېټه اعلان کړي.
د افغانستان د ۱۷ ولایتونو د فوټبال فدراسیونونو اوسني او پخواني رییسان او ورزشکاران کابل ته راغلي چې د فوټبال فدراسیون ټاکنو پر ځنډېدو د اعتراض غږ اوچت کړي.
اعتراض کوونکي وايي، دغه ناڅرګند حالت په ولایتونو کې ورزشکاران او فدراسیونونه له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي او د هېواد فوټبال ته یې کلکه ضربه ورکړې ده. په افغانستان کې د یو شمېر ولایتونو د فوټبال فدراسیونو ځینو پخوانيو او برحاله رییسانو او ورزشکارانو کابل کې د بدني روزنې ریاست مخې ته د اعتراض خیمه لګولې.
د سوېل ختیځ خوست ولایت د فدراسیون پخواني رییس احمد ولي ګلاب زوی بي بي سي ته وویل، تر هغو چې ارګ او د فوټبال نړیوال فدرسایون (فیفا) د دوی غږ وانه وري، د بدني روزنې ریاست مخې ته به یې د پرلت خېمه همداسې ولاړه وي:

د عکس سرچینه، Getty Images
"د بدني روزنې له ریاسته مو غوښتنه دا ده چې ژر تر ژره قانوني ټاکنې وشي په ولایتونو کې د فوټبال ستونزې حل شي او بیا ولایتونو کې قانوني ټاکنې وشي. له فیفا او بدني زونې ریاست او ان ولسمشر نه مو هم دا غوښتنه ده."
افغانستان کې د فوټبال ملي فدراسیون رییس د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو له څه باندې لسو کلونو راهیسې کرام الدین کریم د دغې ادارې مشري کوي.
ددغه فدراسیون چارواکي وايي، دوی د فوټبال مشرتابه لپاره ټاکنو ته چمتو دي او تمه ښيي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا یې نېټه اعلان کړي.
د فوټبال فدراسیون کې تر لانجو راټوکېدو وروسته اته میاشتې وړاندې د فیفا افغانستان ته راغلل او د ستونزو د حل لپاره یې له ورزشي چارواکو او ولسمشر سره وکتل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند شفیع شاداب بي بي سي ته وویل، د فیفا استازو له ښاغلي کریم نه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو له ترسره کېدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي:
"خپله د فیفا پلاوی راغی، له رییس صاحب نه یې غوښتنه وکړه چې تر ټاکنو پورې پرخپلې څوکۍ پاتې شي. د ټاکنو لپاره نېټه د فیفا له خوا علانېږي. هرڅوک کاندیدېدای شي او د ریاست مسؤولیت پرغاړه واخلي. تېر کال یوه ستونزه رامنځ ته شوه، یوه احتمالي نوماند ورزش سیاسي کړ او حتی دا امکان و چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون وځنډول شي، خو فیفا ترې تېره شوه او دومره یې وغوښتل چې ټاکنو ته بله نېټه وټاکل شي."
د ۲۰۱۷ کال پای کې د افغانستان فوټبال فدراسیون ددغې ادارې د مشرۍ لپاره د ټاکنو اعلان وکړ، که څه هم ځینې کسان ورته کاندید شول، خو په دغه بهیر کې د لاسوهنو او رڼو ټاکنو نه ترسره کېدو له وېرې فیفا د ټاکنو د ځنډولو سپارښتنه وکړه.
په افغانستان کې د سیاسي لانجو او لاسوهنو له کبله ورزشي چارې، په تېره بیا فوټبال ډېر زیانمن شوی.
افغانستان په ۲۰۱۳ کال د جنوبي اسیا د فوټبال اتلولۍ ته ورسېد، خو ورزشي لانجو نه یوازې ددغه هېواد د نور پرمختګ مخه ونیوه، بلکې لامل شو چې له خپل ځای ۲۳ درجې لاندې راشي. اوس افغانستان د نړۍ په کچه ۱۴۵ هېواد دی.










