شاهین اسمايي د اسیايي فوټبال کلبونو سیالیو کې د افغانستان استازولي کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د شاهین آسمايي فوټبال لوبډله سږ کال د آسیايي کلبونو په سیالیو کې د لومړنۍ افغان استازې لوبډلې په توګه لوبې کوي.
دغه لوبډله اوس په سیالیو کې د برخې اخیستو په موخه تاجکستان ته رسېدلې ده.
شاهین آسمايي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي خپله کړې وه، چې د جنورۍ په ۳۱ نیټه به د تاجکستان له حاصلات لوبډلې سره مخ شي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیکي چارو مسوول محمد طاهر روفي په دې اړه بي بي سي ته وویل:
''دا دغو سیالیو لپاره د غوراوي پړاو دی، دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان یوه فوټبال لوبډله په دغو سیالیو کې برخه اخلي هیله ده، چې دوی به په دغو سیالیو کې ښه وځلیږي. ''
د افغانستان فوټبال چارواکي وايي، د دغو سیالیو لپاره له دوو میاشتو راهیسې کابل کې تمرینات کېدل. افغان لوبډله به تاجکستان کې د تمریناتو لړ کې دوې سیالۍ وکړي. افغان لوبډله به دوی سیالۍ د جنورۍ پر ۳۱ مه او د فبرورۍ پر اوومه نېټه ترسره کړي.
شاهین اسمايي لوبډلې د ۲۰۱۶ کال لپاره د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتلولي میوند اتلانو ته د یوه مقابل کې پر دوو ګولونو ماتې ورکولو سره ګټلې وه.








