فوټبال: افغان ښځینه لوبډله له هندي لوبډلې سره لوبېږي

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

د سویلي اسیا د ښځينه فوټبال سیالیو په ترڅ کې نن (سې شنبې) د افغانستان ملي لوبډله د کوربه هېواد هندي لوبډلې سره سیالي کوي.

دغه سیالي نن مازدیګر په پنځه بجې پیلیږي.

د افغان ښځینه ملي لوبډلې دویمه لوبه د جمعې په ورځ د بنګله دیش له لوبډلې سره ده.

که افغان لوبډله دغه دوه لوبې وګټې نو ورسره نیمه پایلوبې ته لار مومي.

د فوټبال فدراسیون فني مدیر طاهر رؤفي بي بي سي ته وویل:

"زموږ د لوبډلې مرام لوړ دی او دوی ښه تمرینونه کړي او مخکې یې امریکا کې ټورنمنټ هم درلود. یوه بهرني روزونکي له دوی سره ډېر کوښښ کړی. هیله ده چې ښه لوبه به وکړي."

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډله د سوېلي اسیا فوټبال سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته تللې ده. دا سیالۍ د ډسمبر پر ۲۵مه د هند په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو پر ګومارلو نیوکې کېږي، خو طاهر رؤوفي وايي، د فوټبال لوبغاړې د وړتیا پربنسټ ټاکل شوې دي.

د سوېلي اسیا د فوټبال ښځینه سیالیو کې افغانستان، هند، نیپال، بنګله دېش، مالدیپ، سري لانکا، پاکستان او بوتان ګډون لري.

ویل کېږي چې د سږ کال سیالیو کې به پاکستان له هند سره د سیاسي ترینګلتیا له کبله ګډون ونه کړي.

د افغانستان د فوټبال ښځینه ملي لوبډلې تېر کال پاموړ لاسته راوړنه لرله. دغې لوبډلې د سوېلي اسیا هېوادونو په ښځینه لوبو کې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال ګډون وکړ.

په ۲۰۱۲ کال یې سري لانکا کې پاکستان ته څلور پر صفر ماتې ورکړه، له مالدیپ سره مساوي نیمه پایلوبې ته ورسېده او په سیالیو کې یې څلورم مقام خپل کړ.

راتلونکې سې شنبې (جدي ۷) د افغانستان فوټبال ښځینه ملي لوبډله له کوربه هند سره سیالیيلري

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، راتلونکې سې شنبې (جدي ۷) د افغانستان فوټبال ښځینه ملي لوبډله له کوربه هند سره سیالیيلري

د افغانستان ښځینه فوټبال ملي لوبډلې په ۲۰۱۲ کال د سوېلي اسیا سیالیو کې له ګډون وړاندې په دوحه کې د قطر له ښځینه لوبډلې سره دوستانه لوبه وکړه او کوربه لوبډلې ته یې دوه پر صفر ماتې ورکړه.

دغه لوبډلې په ۲۰۱۴ کال له دې کبله د پاموړ لاسته راوړنه نه لرله، چې د لوبډلې ۹ لوبغاړې یې ایران، امریکا او اروپا کې د مېشتو افغانانو له منځه ټاکل شوې وې او ۱۱ نورې یې د افغانستان د ننه غوره شوې وې.فوټبال: افغان ښځینه لوبډله له هندي لوبډلې سره لوبېږي