خوست کې د فوټبال ۱۵ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

فوټبال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په دغو سیالیو کې به د خوست د مرکز په ګډون د یوشمېر ولسوالیو پیاوړې لوبډلې ګډون لري.

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولایت کې د فوټبال د ۱۵ پیاوړو لوبډلو ترمنځ "د خپل وطن او ګل وطن" په نوم څلوېښت ورځینۍ سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې به د خوست د مرکز په ګډون د یوشمېر ولسوالیو پیاوړې لوبډلې ګډون لري.

د خوست د اولمپیک ادارې مشر عزیز ملنګ وایي، د سیالیو له جوړلو یې لویه موخه ځوانانو ته د هېوادنۍ مینې د ارزښت په اړه پیغامونه ورکول دي.

ده وویل: "موږ غواړو، ځوانان د ورزش له لارې وپوهوو، چې بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو تګ په کوم قیمت تمامېږي. ځوانان باید دا زده کړې، چې خپل وطن یعنې څه، دلته دوی باید زده کړې وکړې او خپل وطن کې کار وکړې."

عزیز ملنګ وایي، پر یاد هدف سربېره یې د سولې په ارزښت د خلکو پوهول او د دې ترڅنګ ځوانان له نشه یې توکو ګرځول یې له نورو موخو دي.

ده وویل، د یادو ۱۵ لوبډلو مالي ملاتړ، د یو شمېر ملکي او پوځي ادارو ترڅنګ د مدني ټولنو د ځینو بنسټونو او دوو خصوصي رسنیو پرغاړه دی.

د سیالیو یوه ګډون لرونکي لوبغاړي محمد امین بي بي سي ته وویل، لوبغاړي دا ډول سیالیو جوړېدو ته هلیمند دي:

"موږ خوشاله یو، ځکه اوس چې زموږ مالي ملاتړ کېږي، نو په دې باوري کیږو، چې زموږ د ورزشي برخې هڅې له لوبغالي نه بهر هم احساسېږي."

خوست کې د فوټبال لوبغاړی سلیمان وایي، خوست کې ورزشي سیالۍ د افغانستان د زیاتو سیمو په پرتله ځکه ډېرې کېږي، چې دغه ولایت نسبي امنیت او د ورزش لپاره مناسبه هوا لري.