د هند راجستان کې د یوه کس له سر پرې کولو وروسته حالات ترینګلي شوي

د عکس سرچینه، AFP
د هند شمال لوېدیځ ایالت راجستان کې د مذهبي سخت دریځو له خوا د یوه هندو سر پرې کولو له کبله مذهبي تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
دوو مسلمان ځوانانو د کنهیا لال په نوم یو خیاط د سه شنبې په ماسپښین اډیپور ولسوالۍ کې وواژه، د وژلو له شېبې یې فلم ثبت کړ او انلاین کې خپور کړ.
دوی ادعا کړې دا کار یېد اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په اړه د بي جي پي ګوند یوې سیاستوالې لخوا د لانجمنو څرګندونو ملاتړ کوونکو څخه د غچ په ډول کړی دی.
په سیمه کې د مذهبي تاو تریخوالي له امله، حکومت انټرنېټ بند کړی او په لویو غونډو یې بندیز لګولی دی.
پولیسو دغه دوه کسان نیولي دي. دوی په ویډیو کې خپل هویت هم په ډاګه کړی و.
په یوه بله ویډیو کې هم لیدل کېږي چې دا تورن کسان د لومړي وزیر نریندرا مودي د وژنې او ګواښلو په اړه په ډېر ویاړ غږېږي.
د راجستان د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته وویل، چې د وژنې ویډیو خپره نه کړي ځکه "ډېره ځورونکې ده".
دا وژنه په هند کې د ټولو مسلمانو سازمانونو له خوا په کلکه غندل شوې ده او د راجستان اعلی وزیر اشوک ګهلوت له خلکو د قانون او نظم د ساتلو غوښتنه کړې او دا یې هم ویلي چې په دغه ډول حالاتو کې لومړی وزیر باید له خلکو وغواړي چې د ټولنې نظم او قانون تر پښو لاندې نه کړي.
د هند د کورنیو چارو وزارت د همدې هېواد د ترورېزم ضد ادارې این آی اې ته دنده سپارلې چې د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې وړاندې د پولیسو عمومي مشر ویلي و چې "دوه کسان یې د وژنې په تور نیولي دي."
د سه شنبې په ورځ یو شمېر کسان د جامو ګنډلو په پلمه د وژل شوي کس دوکان ته ورغلي او له دوکانه یې رایستلی او په توره یې غاړه ورته پرې کړې.
پولیس وايي، دوه مشکوک کسان یې په داسې حال کې ونیول چې په موټرسایکل یې د تیښتې هڅه کوله.
سیمه ییز رسنۍ وايي اوډیپور کې له دغې وژنې وروسته لاریونونه پیل شوي دي.
ایا د وژنې لامل د بي جي پي د ګوند نوپور شرما په ملاتړ په ټولنیزو رسنیو کې پوست دی؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د اوډيپور پوليسو وويل: "موږ دا ريکارډونه ګورو. موږ اوس مهال هڅه کوو چې په سیمه کې وضعیت کنټرول کړو. موږ د هر څه په پام کې نیولو سره له تحقیق کوونکو سره خبرې کوو."
د راجستان اعلی وزیر اشوک ګهلوت ویلي، "زه له ټولو غواړم چې ارام پاتې شي او د پیښې ویډیو شریکه نه کړي."
هغه وویل، خلک باید د پېښې ویډیو شریکه نه کړي ځکه دا د مجرمینو لخوا په ټولنه کې د کرکې خپرولو سره مرسته ده.
د هندوانو بنسټونه د پېښې له امله په غوسه شوي او په سیمه کې یې بازارونه تړلي دي.









