له مسلمانانو کرکه "اسلامو فوبیا" څومره د هند بهرنۍ پاليسۍ ته زیان رسوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۲۰۲۰ کال اپریل میاشت کې د مسلمانونو یوه تبلیغي غونډه په دې تورنه شوې وه چې د تبلیغي مجلس په جوړولو یې کورونا لا نور خپره کړې ده او همدا خبره ژر له اسلامه کرکه "اسلاموفوبیا" وګڼل شوه.
هغه غونډه ډيلي کې جوړه شوې وه او له هند دننه او بهر زرګونه کسان ورټول شوي وو.
یاده غونډه تبلیغي جماعت وربللې او دا جماعت نژدې سل کلن خوځښت دی چې په ۱۹۲۶ کال کې مولانا محمد الياس د هند په شمال کې پیل کړی و.
د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي، هندي ملتپال بهارتیا جنتا ګوند دا غونډه داسې څه بللې وه چې په باور یې په "چټکۍ هر ځای ته رسېږي"
هند کې هغه مهال اسلامو فوبیا یا له اسلامه د کرکې هشټګ خورا چټک خپور شو. خبري رسنیو هم د (له جهادي کورونا هېواد وژغورئ) تر عنوان لاندې پراخ پوښښ ورکړ.
هندي حکومت شاوخوا زر کسان په دې تورن کړل چې یاده غونډه کې له برخې اخیستو سره یې د کورونا وبا خپرېدو اړوند بندیزونه تر پښو لاندې کړي دي.
له نیول کېدو اته میاشتې وروسته، نیول شوي وروستي تبلیغیان هم خوشې شول او محکمې ویلي و، دوی د دولت لخوا په ناسم ډول تر پوښتنو او ګروېګنو لاندې نیول شوي دي.
د تبلیغي جماعت یادې غونډې ته ډیری تبلیغیان له اندونیزیا ورغلي وو او دا هېواد د هند ښه سوداګریز شریک هم دی.
د حیرانتیا خبره نده، اندونیزیا په سیمه ییزه سرمشریزه کې د هندي حکومت دغه چلند په تړاو اندېښنه وښوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند یو شمېر قانون جوړونکو تور پورې کړ چې دا موضوع په هند کې د مسلمانانو بدنامولو لپاره کارول شوې او بهر ته د کورنیو موضوعات ویستلو یوه ښه بېلګه ده.
یو ځل بیا په دا وروستیو کې د اسلام پغمبر محمد صلی الله علیه وسلم په اړه د هند د بي جي پي دوو جګپوړو غړو لخوا څرګندونو ناندرۍ را پورته کړې دي او د مودي ګوند یا حکومت یې اسلاموفوبیا له کبله تر نړیوالو نیوکو لاندې راغلی دی. خو دا لومړی ځل نه دی چې پر هند نړیوالې نېوکې کېږي.
دوه کاله مخکې د بي جي پي استازي تیجاسوی سوریا له هغه وروسته د نیوکو په یوه توپان کې ایسار شو چې د ۲۰۱۵ کال ټویټ یې را برسیره شو.
نوموړي هغه ټویټ د عربي مېرمنو په تړاو کړی و چې دوبۍ او کویت کې سوداګرو، وکیلانو او شنونکو د هغه څرګندونې سختې وغندلې.
همدارنګه په ۲۰۱۸ کال کې د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه ویلی و، یوشمېر بنګله دیشي وګړي چې په ناقانونه توګه هند ته دننه کېږي، د "پویا په څېر زموږ هېواد خوري"
دې کار بنګله دیش کې چې ډېر وګړي یې مسلمانان دي، خلک سخت وپارول او د هند د دویم لوړپوړي کس څرګندونې یې ناسمې وګڼلې.
یوه بنګله دیشي کالم لیکونکي لیکلي و، چې ښاغلی شاه "د بنګله دیش په اړه له کرکې او سپکاوي ډکو څرګندونو اوږد تاریخ لري".
د تېر کال په اوږدو کې د هند د ۲۰۰ میلیوني پیاوړې مسلمانې ټولنې په وړاندې د ښي اړخو او د هندو بنسټپالو مشرانو لخوا له کرکې ډکو ویناوو دا هېواد د نیوکو له لویې سونامي سره مخ کړ.
په دوی کې ځینو په ښکاره توګه هندوانو ته د وسلو د اخیستو سپارښتنه کړې وه او د مسلمانانو د نسل وژنې په اړه یې خبرې کړې وې.

د عکس سرچینه، AFP
په تیرو وختونو کې، د هند ښي اړخو د "مینه جهاد" په نامه د یوې بې بنسټه توطیې تیوري راپورته کړې وه او مسلمان نارینه یې تورن کړي وو چې د واده له لارې هندوانې اسلام ته اړوي.
سختدریځو هندوانو د هغو مسلمانانو د وژنې غوښتنه کړې وه چې د غواګانو سوداګري کوي. سختدریځو دارنګه له سوداګرۍ د هغوی د بهر کولو غوښتنه هم کړې وه.
داسې هم پېښ شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې ښځینه مسلمانې خبریالانې او ټولنیزې کارکونکې له سخت چلند سره مخ شي او مسلمانې ښځې انلاین جعلي سایټونو کې بولۍ ته هم وړاندې شوې دي.
د مودي حکومت د دې ډول مسایلو په وړاندې ډیر وخت چوپتیا غوره کوي او یا د دې ډول کړنو لپاره فرعي او واړه چلندونه په ګوته کوي.
یو شمېر کسان په دې باور دي چې دا ډول کړنې عام هندوان دې ته هڅوي چې انلاین یا انترنیټ کې د مسلمانانو پر وړاندې په ګډه سخت دریځ غوره کړي.
همدا د پورته کړنو پرضد د غبرګونونو ځینې بېلګې دي.
۲۰۱۸ کال کې دوبۍ کې یوه هندي توکم مشهور اشپز د اسلام پر ضد ټویټ وکړ چې له امله یې خپله دنده له لاسه ورکړه.
کله چې په دوبۍ کې اوسیدونکو هنديانو په ۲۰۲۰ کال کې د تبلیغي جماعت ضد ټویټونه پیل کړل، یوې سیمه ییزې سوداګرې چې له واکمنې شاهي کورنۍ سره اړیکې لري، ټویټ وکړ او په کې لیکلي و:
"هر هغه څوک چې په متحده اماراتو کې په ښکاره ډول توکمپالنه او توپیري چلند کوي، جریمه کېږي او شړل کېږي".
دا ځل هم د حیرانتیا وړ نه ده چې لا سخت غبرګونونه په ډاګه شي.
د سعودي عرب، ایران او قطر په ګډون ۱۵ هېوادونو په هند نیوکې کړې دي.
د هند یو پخوانی ډیپلومات، تلمز احمد وايي: "د پیغمبر سپکاوی په ښکاره ډول له سرې کرښې تېریدل دي."
له دې سره د ښاغلي مودي حکومت اړ شو چې د خپلې ویاندې دنده وځنډوي.
څېړونکی او دیني عالم پرتاپ بانو مهتا وايي :"د لږګیو په نښه کول، د رسمي بندیزونو تر څنګ له کرکې ډکې ویناوې، په ښکاره ډول د هند نړیوال شهرت ته زیان رسوي. "
د بي جي پي د ډېرو مشرانو شخصي باور دا دی چې قهر او غوصه ژر سړېږي او یوه عادي خبره ده.
خو هند له خلیج هېوادونو سره پخوانۍ او ژور اړیکي لري. شاوخوا ۸،۵ میلیونه هنديان په شپږو خلیجي هېوادونو کې کار کوي چې د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) پورې اړه لري.
دا هندي کارکوونکي د پاکستانیانو پرتله دوه برابره ډیر دي. پاکستان هم یو له هغو هېوادو دی چې نړۍ کې ډېره بشري کاري قوه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
هندیان هر کال شاوخوا ۳۵ میلیارد ډالره خپلو کورونو ته استوي او په همدې پيسو خپل هېواد کې د ۴۰ میلیونو وګړو اقتصادي ملاتړ کوي.
ډېرې دا هندي کورنۍ د اتراپردیش په څېر د هند په بې وزله ایالتونو کې اوسېږي او په همدې ایالت کې بي جي پي ډېر نفوذ لري.
د هند او د خلیج هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېږي.
عراق هند ته د تېلو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی، ورپسې سعودي عرب دی. د هند ۴۰ سلنه طبیعي ګاز له قطره ورځي.
لومړی وزیر مودي پخپله له خلیجي هېوادونو سره اړیکي لومړیتوب ګڼي.
د اشوکا په پوهنتون کې د تاریخ او نړیوالو اړیکو پروفیسور سرینات راګاوان وايي، "هند د لویدیځې اسیا له هېوادونو سره د انرژۍ او بشري قوې په برخه کې د پام وړ او اړین اړیکي لري."
که چېرې دا ډول کړنې او چلند دوام ولري، د دې شونتیا شته چې خلیجي هېوادونه ورو ورو هندي کارکوونکي هېڅ ونه ګماري. هغوی ولې داسې کسان وګماري چې سرخوږی ورته جوړ کړي؟
د کارپوهانو په باور داسې ښکاري چې دا ځل د ښاغلي مودي حکومت، ناوخته خو ټینګ غبرګون ښودلی.
پروفیسور سرینات راګاوان وايي: "داسې بریښي که دا ډول کړنې وشې نو بدې پایلې به ولري."






