د هند پلازمېنه کې له مذهبي تاوتریخوالي وروسته وضعیت کړکېچن دی

Local residents look on as a team of Rapid Action Force (RAF) patrols the area where communal violence broke during a Shobha Yatra on Hanuman Jayanti, at Jahangirpuri, on April 17, 2022 in New Delhi, India.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جهانګیر پورې اوسېدونکي د پولیسو په پهره کې د تړلو دروازو تر شا ولاړ دي.

د هند پلازمېنه ډیلي کې له هغه وروسته چې د یوه مذهبي لاریون پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شو، اوس هم د ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډکه سیمه جهانګیر پوره کې وضعیت تاوتریخجن دی.

د بي بي سي هندي څانګې خبریال وینت کهیر چې جهانګیر پورې سیمې ته ورغلی، په خپل رپوټ کې وايي، د ډېری بنګالي توکمه مسلمانانو په دې ګڼ مېشت سیمه کې له پېښې څو ورځې وروسته هم خلک قهریدلي ښکاري.

د تاو تریخوالي په دې پېښه کې د اووه پولیس سرتېرو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي، چې یو پولیس په مرمۍ لګېدلی.

عیني شاهدان وايي، تاوتریخوالی له هغه وروسته پیل شو، چې د ځینو سخت دریځو ډلو په ګډون یو شمېر هندوانو د خپل یوه معبود هنومان د زوکړې کلیزې په مناسبت لاریون وکړ.

په ویډیويي رپوټونو کې لیدل کېږي چې د لاریون ځینې ګډونوال په داسې حال کې مذهبي شعارونه ورکوي، چې په لاسونو کې یې تورې او نېزې هم نیولې دي.

د یوه جومات څنګ ته د لاریون رسېدو پر مهال پرې د ډبرو ګوزارونه شوي او له همدې ځایه تاوتریخوالی پیل شوی دی.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاو تریخوالي پر مهال ګاډو ته زیان اوښتی

دواړه لوري پر یوه بل د پیل کولو تور پورې کوي.

هندوان وايي، پر دوی له بامونو د ډبرو ګوزارونه شوي، خو مسلمانان بیا وايي، لاریونیانو د جومات څنګ ته پارونکې نارې وهلې او له همدې کبله لفظي شخړه راپیدا شوه.

دوی وايي د ډبرې لومړی ګوزار هم له مخالف لوري شوی.

ځايي پولیسو پلټنې پیل کړې او تر اوسه یې دې لړ کې د دوو ماشومانو په ګډون ۲۳ کسان نیولي دي.

پولیس وايي، د بهارتیه جنتا ګوند 'بي جي پي ' ځینې ځايي مشرانو هغې ادعا په هکله هم پلټنې کوي چې وايي، له بنګله دېشه راغلي غیر قانوني کډوال په دې تاوتریخوالي کې ښکېل وو.

د ډيلي تازه تاوتریخوالی په دې ښار کې د ۲۰۲۰ کال له توکمیز تاوتریخوالي وروسته تر ټولو ناوړه هغه دی، چې ۵۰ کسان پکې وژل شوي وو او ډېری مسلمانان وو.

هغه پېښې د هند په ځینې نورو شمالي ایالتونو کې د تاوتریخوالي پېښو ته ورته وې، چې د هندوانو یوه بل معبود رام نوامي مېلې پر مهال د جوماتونو تر څنګ د لاریونونو تېرېدو پر مهال پیل شوې وې.

د جهانګیر پورې له پېښې وروسته ۱۳ اپوزېسیون ګوندونو په یوه شریکه اعلامیه کې په دې تړاو د لومړي وزیر نرېندرا مودي پر خاموشۍ حیرانتیا ښوولې.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''دا ښيي چې ځينې شخصي وسله والې ډلې رسمي ملاتړ له ځان سره لري. ''

په ۲۰۱۴ کال کې چې د ښاغلي مودي توکمپال حکومت رامنځته شو، په هند کې توکمیز تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

مذهبي مېلې او لاریونونه په ځانګړي ډول د دغه ډول تاوتریخوالي پیلېدو لاملونه بلل کېږي.