هند کې پر خلکو د غواګانو بریدونه؛ داسې لانجه چې ان پر ټاکنو اغېز کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
رام راج د تېر نومبر په یوه ساړه ګهیځ اترپردېش ایالت کې چای څښل چې یوې بې جلوه غوا په ښکر وواهه. دې ۵۵ کلن بزګر روغتون ته پر لار د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.
نږور یې انیتا کوماري وايي: دا سخته ځورونکې پېښه وه، خواښې مې له هغه راهیسې د ډوډۍ پخول پرې ایښي دي.
د هند دې تر ټولو ګڼ نفوسه ایالت کې د غواګانو پر حلالولو بندیز د دې لامل شوی، چې د دې څاروي شمېر بې کچې زیات شي.
اترپردېش کې غواوې دومره ډېرې شوې، چې اوس د راتلونکې فبرورۍ ۱۰ له ټاکنو مخکې د یوې ستونزې په نظر ورته کتل کېږي.
هندوان غوا سپېڅلې بولي، خو تر دا وروستیو پورې د دې ایالت ګڼ شمېر بزګرانو خپلې زړې غواوې مسلخونو ته سپارلې.
د شولې یو ځايي کروندګر شیو پوجان وايي:
''پخوا به مو هغه غواوې چې یا به نورې شېدې نه کولې، او یا به مو په کرونده کې د یویې لپاره ترې کار نه شو اخیستلای. ''

د عکس سرچینه، Getty Images
خو بل لور د لومړي وزیر نرېندرا مودي په مشرۍ د بهارتیه جنتا (بي جي پي) ګوند حکومت په دې هېواد کې د غواګانو حلالولو پر ضد سخت غبرګون څرګند کړی، چې پایله که یې د یو پي یا اترپردېش ایالت په ګډون ۱۸ ایالتونو کې د غواوو پر حلالولو بندیز لګولی دی.
په دې ایالت کې ۲۰۱۷ کال کې د بي جي پي ګوند اړوند سخت دریځي اعلی وزیر ادیتیانات یوګي له ټاکل کېدو وروسته ګڼ شمېر داسې مسلخونه تړل شوي چې غیر قانوني بلل شوي دي.
د یادونې ده، چې په یو پي کې د غوا او مېښې غوښه تر بل هر ایالت زیاته نورو سیمو ته هم استول کېده.
دې ایالت کې څارویو پر سوداګرو چې ډېری یې مسلمانان یا دلت (ټیټ ټولنیز حیثیت لرونکي هندوان) دي، خونړي بریدونه هم شوي، چې یا له بي جي پي فعالانو او یا هم له ځايي سخت دریځو ډلو سره تړاو ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Nitin Srivastava/BBC
د دې تاوتریخوالي پایله دا شوې، چې اوس د څارویو ډېری سوداګرو د بریدونو له ډاره غوبني او د څارویو سوداګري پرې ایښي او د غواوو څښتنان خپلې زړې غواوې په لارو کوڅو کې پرېږدي.
د رپوټونو له مخې دې غواګانو په دا وروستیو کې ګڼ شمېر ځايي کروندګر په ښکرونو وهلي، چې له کبله یې مرګژوبله هم رامنځته شوې ده.
بل لور د ادیتیانات حکومت وايي، دا غواګانې باید هغو غوجلو کې وساتل شي، چې ځايي حکومت چمتو کړې دي.
ځايي حکومت پر شرابو له اخیستل شوې مالیې میلیونونه روپۍ د دې لپاره ځانګړې کړې دي چې د دې ډول بې څښتنه غواوو لپاره نورې غوجلې چمتو کړي.
خو ستونزه دې سره هم نه هواره شوې او د ایودیا سیمې په یوه همداسې غوجله کې چې د بي بي سي هندي څانګې خبریالانو لیدلې، غواګانو د پښې ځای موندلو لپاره ټکرې وهلې.
د دې غوجلې چارو سمبالوونکی شتروګن تیواري وايي:
''دلته موږ سره تر ۲۰۰ پورې غواوې دي، له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې غواوې اوس هم سرایله ګرځي. ''

د عکس سرچینه، Nitin Srivastava/BBC
د سیمې ګڼ شمېر کروندګر د خپلو کروندو ساتلو لپاره په نوبت شپه، ورځ ګزمې کوي او د مارانو او سختۍ یخنۍ له خطر سره هم مخامخ دي.
یوه ۶۴ کلنه کروندګره بیملا کوماري په دې هکله وايي:
''موږ به تر ګهیځه دلته څار کوو، چې بیا نور کلیوال راشي او زموږ ځای ونیسي، هله به ارام کوو. '' ی
و بل ځايی کروندګر دینانات بیا وايي، دوی له دې ستونزې سره تر پزې رسېدلي او له ټاکنو سره پر پرېکون غور کوي.
دی وايي: ''که زموږ ستونزې نه ورسره هواریږي، نو په ټاکنو کې د رایې ورکول څه مانا لري؟ ''










