هند کې د غواګانو وزارت پر جوړولو غور کېږي

د عکس سرچینه، AFP
- Author, امتابه بهټاشالي
- دنده, بي بي سي نیوز، کلکته
د هند لکهنو ښار کې د وینا پر مهال د دغه هېواد واکمن بي جي پي ګوند یوه مشر امیت شاه ویلي د غواګانو وزارت پر جوړولو غور کېږي.
نوموړي ویلي: په دې اړه ډېر وړاندیزونه شوي دي او په باب یې غور او فکر کېږي.
د ښاغلي امیت د دغو څرګندونو پر مهال د اترپردېش ایالت اعلی وزیر جوګي ادیتیا ناتھ هم و. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه وزارت به کوم کارونه کوي.
هند کې دا وروستیو کې د غواګانو خوندیتوب او ساتنې په تړاو خونړۍ پېښې شوې دي.
په ځینو ایالتونو کې، چې په کې بي جي پي ګوند واکمن دی، د غواوو ساتنې او پالنې لپاره ځانګړي کمېسیونونه رامنځته شوي دي.
په هریانه ایالت کې د غواوو ساتنې لپاره د پولیسو ځانګړی ځواک پر دنده ګومارل شوی دی.
۲۰۱۴ کال کې واک ته د رسېدو پر مهال لومړي وزیر نرېندرا مودي ژمنه کړې وه، چې د غواوو ټولوژنې مخنیوی به کوي.
د هند د ډېری وګړو (هندوانو) په دین کې غوا سپېڅلی څاروی ګڼل کېږي او په ډېرو ایالتونو کې یې د هغې پر حلالولو بندیز هم لګولی دی.








