هند؛ د بمي چاودنو قضیه کې ۳۸ کسانو ته د اعدام سزا ورکړل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images
هند کې یوې محکمې په ګجرات ایالت کې د ۲۰۰۸ کال بمي چاودنو پېښو یوه لړۍ کې د لاس درلودلو له کبله ۳۸ کسانو ته د اعدام سزا ورکړې ده.
د ګجرات ایالت احمد اباد ښار په هغو چاودنو کې ۵۷ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو.
په همدې قضیه کې د احمد اباد محکمې ۱۱ نور تورن کسان تر مرګه په زندان سزا محکوم کړي دي. محکوم شوي کسان کولای شي د استناف غوښتنه وکړي.
د ۲۰۰۸ کال جولای پر شپږمه د احمد اباد ښار بازارونو، مېشت ځایونو او عامه ټرانسپورټ مرکزونو کې په یوه ساعت کې نژدې ۲۰ بمي چاودنې وشوې او او یو شمېر ناچاودلي بمونه وروسته وموندل شول.
د هندي مجاهدینو په نامه تنظیم چې هغه وخت ډېر مشهور نه و، ځینو رسنیو په یوه استولي برېښنالیک کې د دغو بریدونو مسوولیت منلی و.
په ۲۰۱۰ کال کې بیا پر همدغه تنظیم پونې ښار کې پر یوه جرمن بیکري د برید تور پورې شو، چې ۱۷ کسان پکې وژل شوي وو.
له هغه وروسته هند حکومت دا تنظیم یوه ترهګره ډله وبلله او بندیز یې پرې ولګاوه.
د احمد اباد چاودنو قضیه کې ۷۸ کسان محاکمه شول، چې ایاز سید نومي کس پکې وروسته له چارواکو سره د قضیې پلټنو کې مرسته وکړه.
په دې قضیه کې ۲۸ کسان بې ګناه بلل شوي.
د انډین ایکسپریس ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، د قضیې لړ کې محکمې د ۱۱۶۳ عیني شاهدانو بیانونه ثبت کړي دي.
ځانګړي قاضي 'اې ار پټېل' دغه راز حکم کړی، چې د قربانیانو هرې کورنۍ ته باید ۱۰۰ زره هندۍ روپۍ تاوان ورکړل شي.
په ۲۰۱۳ کال کې هندي چارواکو وویل، د دغو تورونو کسانو یو پلان یې شنډ کړ، چې د تونل له لارې یې له زندانه د تېښتې لپاره چمتو کړی و.









