۱۰۰ کاله مخکې جوړ شوی بلډوزر څنګه هند کې د ظلم په سمبول بدل شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
بلډوزر ګاډی څه باندې سل کاله مخکې اختراع شوی او په ټوله نړۍ کې د کورونو، دولتي ودانیو، سړکونو او زیربناوو په جوړولو کې کارول کېږي.
خو دا وروستیو کلونو کې ډېری خلک په دې باور دي چې بلډوزر هند کې د هندو ملتپال بهارتیا جنتا پارټۍ (BJP) هغه وسله ګرځېدلې چې د لږکیو مسلمانانو کورونه او مېشت ځایونه پرې ورانوي او د مسلمانانو د ګټې وټې ځایونه پرې له منځه وړي.
د کېندلو دا لوی ماشین د هند په بل هېڅ ځای کې دومره نه دی کارول شوی لکه څومره چې شمالي ایالت اترپردیش کې د سیاست تر اغېز لاندې کېندنې پرې شوې دي.
تېره یکشنبه یو ځل بیا د پراګ راج (پخوانی اله آباد) په ښار کې دغه بلډوزر د ورانولو په موخه روان شو او هندي چارواکو په څو ثانیو کې د سیاسي فعال جاوید محمد کور ړنګ کړ، په دې تور چې دا کور په ناقانونه توګه جوړ شوی.
دا ادعا چې کور په ناقانونه توګه جوړ شوی، د جاوید محمد د کورنۍ له خوا رد شوې ده.
نیوکه کوونکي وايي، کورونه د دې له امله ړنګ شوي نه دي چې ناقانونه جوړ شوي وو یا ناقانونه بلل شوي دي، بلکې له دې امله ړنګ شوي چې جاوید محمد د حکومت پر ضد غږ پورته کړ او سزا ورکړل شوه.

د جاوید محمد د کور له ړنګولو یوه ورځ مخکې، پولیسو هغه بندي کړ. په نوموړي تور دی چې هند کې له تاوتریخوالي ډګو وروستیو لاریونونو کې یې لاس درلود.
دا لاریونونه د بي جي پي د پخوانۍ ویاندې نوپور شرما له خوا د اسلام د پیغمبر په اړه د ناسمو څرګندونو پر وړاندې ترسره شوي وو.
تر دې وړاندې د نوپور شرما دنده ځنډول شوې وه خو لاریون کوونکو د هغې د نیولو غوښتنه کوله.
د بي جي پي حکومت د مسلمانانو د کورونو او دوکانونو د ړنګولو چارې د فلسطین په سیمو کې د اسرائیلو عملیاتو سره تشبیه کېږي.
د هند پخوانیو قاضیانو او نامتو قانون جوړونکو د هند لویې څارنوالۍ ته په یوه لیک کې ویلي، چې د بلډوزرونو کارول د منلو وړ نه دي او د قانون له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د هېواد له سترې محکمې یې غوښتي چې د حکومت له خوا د مسلمانانو پر وړاندې د زورزیاتي او تاوتریخوالي مخه ونیسي.
د هندي ورځپاڼو په ځینو کالمونو کې راغلي: "کله چې یو بلدوزر زما کور نړوي، هغه نه یوازې دا غواړي چې زما جوړ شوی جوړښت مات کړي بلکې غواړي زما د خبرو کولو جرئت هم له منځه یوسي."
هند کې د ټاکنو پر مهال بلډوزر د ځینو سیاستوالو لخوا د سمبول په توګه هم کارول شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
مخکښ ژورنالیست الوک جوشي وايي، دوه کاله وړاندې په لومړي ځل چارواکي ادیتیا نات له بلدوزر څخه کار واخیست او د تورن ویکاس دوبي (چې د اتو پولیسو په وژلو تورن دی) کور یې پرې وران کړ.
د کور د ویجاړولو دا ویډیو دوه ځلې په ملي تلویزیون خپره شوه او د حکومت لخوا د مجرمینو په وړاندې د دغه سخت دریځ هر کلی وشو.
جوشي وايي: "ماشین اوس په زیاتېدونکي توګه د مخالفینو او د حکومت د منتقدینو په ځانګړې توګه د مسلمانانو د ډارولو لپاره د یوه تکتیک په توګه کارول کېږي."
نیوکه کوونکي وايي، حکومت اوس بلدوزرونه په یوه "قوي وسله" بدل کړي او د هېواد قانون یې تر پښو لاندې کړی او اجازه یې ورکړې، چې د مسلمانانو پر وړاندې د خپلې کرکې ډکې تګلارې پرې عملي کړي.
"خو د ځمکو او جایدادونو اړوند قانون اجازه نه ورکوي چې د چا کور دې په بلدوزر ړنګ شي. که د کورنۍ یو غړی وژنه کوي، نو تاسې د هغه ټوله کورنۍ اعداموئ؟ خو دا یو داسې حکومت دی چې د څارنوال، قاضي او جلاد په توګه کار کوي."










