د هند یوه ښار عامه ځایونو کې د مسلمانانو عبادت پر سر ناندرۍ راپورته شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سوتیک بسواس
- دنده, بي بي سي هند
درې میاشتې کېږي چې د ګورګاون په نوم عصري ښارګوټي کې د هندوانو یوه ډله هره جمعه د لمانځه پرمهال هڅه کوي مسلمانان پرینږدي چې عامه ځایونو لکه خالي ځمکو، د موټرو تمځایونو، حکومتي ځمکو او فابریکو ته نږدې سیمو کې د جمعې لمونځ ادا کړي.
د دې هندو ډلې یو مشر وايي دوی د مسلمانانو او یا د لمانځه ضد نه دي، خو دا چې دوی عامو ځایونو کې لمونځ کوي دوی ته د ځمکې غصب د یوې هڅې په مانا ده.
دوی ادعا کوي چې دا ''د نکاح جهاد '' په څېر ''د ځمکې جهاد '' دی.
یو شمیر هندوان وايي هند کې مسلمانان هندوانې ښځې د مسلمانولو په نیت نکاح کوي او دې ته یې د نکاح جهاد نوم ورکړی اوس دوی وايي دا د ځمکې جهاد دی.
خو هندي مسلمانان بیا وايي دا د دوی په اړه په خلکو کې د ویرې اچولو یوه بله هڅه ده.
د دې ستونزې د هواري او د شخړې د پراخېدو مخنیوي په موخه پولیس لاس په کار شوي او د لمانځه پر مهال د ځايي مسلمانانو ساتنه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ګورګاون کې د مسلمانانو د یوې ټولنې بنسټ ایښودونکي الطاف احمد ویلي، دا ډېر ویروونکی حالت دی، دی وايي په ګورګاون کې مو د داسې یو څه تمه هیڅکله نه لرله.
ګورګاون د نوي ډیلي په سویل کې په ۱۵ میله واټن کې موقعیت لري، له درې لسیزو په کمه موده کې دې سیمې د یوه پرمختللي او عصري ښار بڼه خپل کړې ده.
ښکلې دنګې ودانۍ، عصري مغازې او د اوسېدو لوړ پوړیزې ودانۍ لري.
دې ښار کې له یو ملیون زیات کسان اوسېږي او د هند له نورو سیمو ګڼ کسان د کار لپاره ورځي.
په دې ډله کې یو زیات شمېر یې مسلمانان دي.
مسلمانانو وايي ځکه په عامو ځایونو او خالي میدانونو کې دجمعې لمونځ کوي چې د جمعې لمانځه لپاره لوی ځایونه نشته او دوی اړ دي چې داسې سیمو کې د لمانځه لپاره راټول شي.
ګورګاون کې مسلمانان وايي د دې ښار په پلان کې د سکانو لپاره له څلویښت زیات معبدونه او ۱۸ سپیڅلي ځایونه په پام کې نیول شوي، خو د جومات لپاره یوازې یوه ځای کې یوه ټوټه ځمکه بېله شو ې ده.
دوه کاله وړاندې د مسلمانانو یوې ټولنې هڅه وکړه یوه ټوټه ځمکه واخلي خو د یو لړ ستونزو له امله یې ونکړی شول.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو په ګورګاون کې ټول هندوان او سکان له مسلمانانو سره دا وړ چلن نه کوي.
یوه ځايي اوسېدونکي هندو مسلمانانو ته اجازه ورکړې وه چې د ده په تجارت خونه کې لمونځ وکړي.
سکانو تېره میاشت وړاندیز وکړ چې مسلمانان دې د دوی په عبادت ځایونو کې لمونځ ادا کړي، خو د هندو ډلو له اعتراضونو وروسته اړ شول چې له دې پرېکړې لاس په سر شي.








