کرېکټ: هند هغه مسلمانان نیولي چې د پاکستان لوبډلې په بریا یې خوښي لمانځلې وه

Supporters of India and Pakistan ahead of the ICC Men's T20 World Cup match between India and Pakistan at Dubai International Stadium

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د یکشنبې ورځې لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماتې ورکړې وه

د هند په اتر پردېش ایالت کې پولیسو هغه درې تنه کشمیري محصلین نیولي چې تېره یکشنبه یې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام کې د هند پر وړاندې د پاکستان په بریا خوښي لمانځلې وه.

پولیسو ویلي، دې کسانو د لوبې پر مهال د پاکستان په ملاتړ او د هند پر ضد شعارونه ورکول، او په دې کار سره یې 'دوښمنۍ ته لمن وهلې او انټرنېټي ترهګري یې کړې'.

په اګره ښار کې د دې کسانو له نیولو مخکې هم ګڼو نورو سیمو کې مسلمانان په دې تور نیول شوي چې د پاکستان لوبډلې په بریا یې خوښي ښودلې وه.

د هند او پاکستان ترمنځ له لسیزو راهیسې اړیکې ترینګلې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ لوبو پر مهال وضعیت نور هم جدي کېږي.

پاکستان په دې وروستۍ لوبه کې هند ته په لسو وېکټو ماتې ورکړه او په لومړي ځل یې په نړیوال جام کې له هند لوبه وګټله.

له لوبې وروسته په هندۍ لوبډله کې یوازینی مسلمان لوبغاړی محمد شامي هم پر خواله رسنیو له کرکجنو غبرګونونو سره مخ شو.‌

ګڼو کسانو پر نوموړي تور لګاوه چې د پاکستان توپ وهونکو ته یې په اسانۍ منډې ورکولې.‌

خو یو شمېر نورو کسانو په دې چاره خپګان ښودلی او ټینګار یې کړی چې د هند د کرېکټ مینه وال باید له لوبې بایللو وروسته سپورتي ارزښتونه او اخلاق تر پښو لاندې نه کړي.

Mohammed Shami

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د هند لوبډله کې یوازینی مسلمان لوبغاړی محمد شامي له سختو نیوکو سره مخ شوی و

رپوټونه وایي چې په اګره کې نیول شوي ۳ تنه کشمیري محصلین له خپل کالج نه هم ایستل شوي، ځکه پر خپلو وټس اپونو یې د پاکستانۍ لوبډلۍ تعریف کړی و.

پولیس وایي،‌ دا درې محصلین یې د چارشنبې پر ورځ وروسته له هغه ونیول چې د واکمن (بي جې پي) ګوند غړو یې په اړه شکایتونه وکړل.‌

د پولیسو په رپوټ کې لیکل شوي، دې کسانو تاوتریخوالي ته لمن وهلې او د هېواد د فضا خرابولو هڅه یې کړې.‌

پر دې کسانو سربېره په راجستان ایالت کې هم د ښوونځي‌ یوه استاده وروسته له هغه له دندې ګوښه کړل شوه چې پر خپل وټس اپ یې د پاکستان په بریا خوښي ښودلې وه.

وروستي‌ رپوټونه وایي چې دا استاده هم د چارشنبې پر ورځ د پولیسو لخوا نیولې شوې ده.

ځایي رسنۍ وایي، پنجاب ایالت کې هم پر هغو محصلینو بریدونه شوي چې د پاکستان په بریا یې جشن کړی و.

پخپله د کشمیر دوو طبي پوهنتونونو کې هم یو شمېر محصلین او استادان په دې تور نیول شوي چې د لوبې پر مهال یې د پاکستان په ملاتړ شعارونه ورکړي‌ وو.

هند او پاکستان دواړه کشمیر خپله برخه بولي، خو هر هېواد یې یوازې په یوه برخه واکمن دی او تېرو لسیزو کې یې د کشمیر پر سر څو جنګونه هم کړي.‌