د هند مسلمانان او د جوماتونو کمښت

د عکس سرچینه، AFP
- Author, شکیل اختر
- دنده, هند
هند تر اندونیزیا او پاکستان وروسته په نړۍ کې د مسلمانانو درېیم لوی هېواد دی.
په هند کې د مسلمانانو نفوس ۱۸۰ ملیونه ښودل کېږي. د نړۍ د یو لوی جمهوري هېواد په توګه په هند کې ټول وګړي مذهبي ازادي لري او کولی شي چې له خپلې عقیدې سره سم ژوند وکړي.
د ځینو رپوټونو له مخې په نړۍ کې تر ټولو ډېر جوماتونه هم په هند کې دي، چې ټول شمېر یې د درېیو او پنځو لکو ترمنځ ښودل کېږي.
له پېړیو راهیسې د بېلابېلو دینونو وګړو په هند کې ګډ ژوند کړی، او د مذهبي تاوتریخوالي ډېره مخینه پکې نه موندل کېږي.
خو په تېرو څو لسیزو کې وضعیت یو څه بدل شوی. اوس د هند په لویو ښارونو کې د مسلمانانو لپاره د نوي جومات جوړول ښایي هغسې اسانه نه وي لکه پخوا چې وو.
یو لامل یې دا دی چې په هند کې مسلمانان له خپلو کلیو او بانډو د کار روزګار په لټه کې راووتل او داسې سیمو کې مېشت شول چې هلته هندوان له پخوانه په اکثریت کې وو.
په دې سیمو کې که له یوې خوا د مسلمانانو شمېر کم و نو له بله پلوه دوی منظم هم نه وو. له همدې کبله ونه توانېدل چې ځان ته په مناسبو ځایونو کې او له اړتیا سره سم جوماتونه جوړ کړي.

د عکس سرچینه، AFP
دویم لامل یې دا هم دی چې اوس د نوي جومات د ودانولو لپاره له ځایي حکومته اجازه ترلاسه کول ګران شوي دي. ډېری وخت د نوي جومات ودانولو لپاره باید د سیمې د خلکو نظر هم وپوښتل شي.
ډېر کله داسې کېږي چې مسلمانان په یوه ځانګړي ځای کې د جومات جوړولو اجازه غواړي.
خو د هماغې سیمې غیر مسلمانان له دې وړاندیز سره مخالفت کوي، او حکومت هم سیمه ییزو حساسیتونو ته په کتو سره د جومات جوړولو اجازه نه ورکوي.
همدا د جوماتونو کمښت هم د مسلمانانو پر ضد د کرکې او نه زغم په ډېرېدو کې ونډه لري.
هغه داسې چې ډېری وخت د جمعې یا د اختر د لمانځه پر وخت د مسلمانانو په جوماتونو کې کافي ځای نه وي.
دوی اړ کېږي چې یا په پارکونو، یا هم د جومات له دېوالونو بهر او یا هم پر لویو لارو لمونځونه وکړي.
دا کار که څ هم د اړتیا له مخې کېږي، خو د نورو دینونو وګړي یې تل زغملی نشي، ځکه چې د لمانځه پر وخت بازار تړل کېږي، د پارک شنه ساحه نیول کېږي او ځیني وخت ان ترافیک په ټپه درېږي.
کارپوهان وایي، دا د حکومت مسولیت دی چې د نویو ښارونو د پلان او ډېزاین پر وخت هغسې چې ښوونځیو، روغتونونو او تفرېڅ ځایونو ته پام کوي، باید په کافي اندازه عبادت ځایونه هم په نظر کې ونیسي.
خو تر هغې چې د هند په بېلابېلو ایالتونو کې سخته دریځه هندو ډلې او ګوندونه په واک کې وي، دا چاره به اسانه نه وي.










