د هند مسلمانان وايي له توپيرونو کړېږي

- Author, ماريان لاند زېټېل
- دنده, بي بي سي نړيواله څانګه،لندن
په هند کې د قومي لږه کيو د حقونو يوې څارونکې ډلې ويلي له حکومتي بانکونو څخه د مسلمانانو زياتېدونکي شکايتونه ور رسېدلي دي.
ددغې ډلې په وينا د مسلمانانو لوى شکايت دادى چې بانکونه ورته جاري حسابونه، نه پرانيزي.
د قومي لږه کيو د ملي کمېسيون په وينا له تېر کاله راهيسې د هغو مسلمانانو شمېر دوه ځله ډېر شوى چې نشي کولى په بانکونو کې يا حساب پرانيزي او يا پورونه تر لاسه کړي. کمېسيون وايي دا توپيري چلند، په تېره بيا د اندرا پرادېش په مرکزي ايالت کې تر ټولو ډېر دى.
دغلته د پوهنتون څه له پاسه ٩٠ زرو زده کوونکو ونشو کړاى چې د تحصيلي پيسو د زېرمه کولو لپاره په بانکونو کې حساب پرانيزي.
له بلې خوا، د اسام په ختيځ او د کېرالا په جنوبي ايالت کې هم د هغو مسلمانانو شمېر نيمايي ته راټيټ شوى چې بانکي حسابونه يې درلودل.
د هند د بانکونو اتحاديې ويلي نوې لارښوونې به راوباسي چې بانکي اسانتياوو ته د قومي لږه کيو لاسرسى ښه شي.




