مودي: باید مسلمان ځوانان یوه لاس کې قران کریم او بل کې کمپیوټر ولري

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند لومړی وزیر نرېندر مودي وايي، د مسلمانو ځوانانو د پرمختګ لپاره به له هېڅ ډول هلو ځلو ځان ونه سپموي او په وینا یې له مسلمانو ځوانانو یې غوښتنه دا ده چې یوه لاس کې قرآن کریم او بل کې کمپیوټر ولري.
نوموړي یوه ټویټر پیغام کې لیکلي: ''اسلامي کلتور په هند کې مخ پر ودې دی او د صوفي ازم اغیز د مینې، ورورولۍ او سولې پیغام خپروي. ''
ښاغلي مودي دغه څرګندونې هند کې د 'اسلامي میراث، د پوهې او اعتدال ډېرېدل ' په نوم غونډې ته له وینا وروسته کړې دي.
د ښاغلي مودي په وینا مذهب بشري ارزښتونو ته درناوی کوي او په وینا یې:
''له همدې کبله باید زموږ ځوانان د اسلام د بشري ښېګړې اړخونو ته ژمن اوسي او باید عصري تکنالوجي وکارولی شي. ''

د عکس سرچینه، AFP
ښاغلي مودي او ګوند یې 'بي جي پي ' په ۲۰۱۴ کال کې د هند پارلماني ټاکنو پر مهال ژمنې وکړې، چې د هندي مسلمانانو د حقونو خوندیتوب لپاره به کار کوي او مسلمانان به د هند د پرمختګ چارو کې ونډه ولري.
نوموړي له سي این این ټلویزیون سره یوه مرکه کې دالقاعده له لوري د یوې خپرې شوې ویډیو ځواب کې، چې پکې ویل شوي وو، له هندي مسلمانانو سره ظلم کېږي، ویلي و:
''د القاعده دغه ګومان سم نه دی، چې د هند مسلمانان به د دوی په اشارو چلند کوي، بلکې رښتیا دا دي، چې د هند مسلمانان پر خپل هېواد میین دي، د دغه هېواد لپاره ژوند کوي او پر دغه هېواد سر ورکوي. ''
خو له دې هر څه سره د ښاغلي مودي پر حکومت نیوکې هم شوې، چې ګواکې د مسلمانانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی او د ژمنو برعکس یې په هندي ټولنه کې نه زغم ډېر شوی دی.
ځینې شنونکي په دې اند دي، چې د لومړي وزیر نریندر مودي د بي جي پي ګوند سخت دریځي ملاتړي د مسلمانو لږکیو خلاف کرکه خپروي.
اعتراض کوونکي هند کې پر مسلمانانو او دلتانو د وروستیو بریدونو یادونه کوي، چې د غوا غوښې خوړلو په تور پر ځینو مسلمانانو خونړي بریدونه شوي.

د عکس سرچینه، DIVYA ARYA
تېر کال په هند کې پر مسلمانانو او دلتانو د بریدونو لړ کې د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو متقاعدو پوځیانو لومړي وزیر نرېندر مودي ته یو لیک استولی و.
پخوانیو پوځیانو لیکلي وو:
"اوس چې زموږ په هېواد کې څه روان دي، وسله وال پوځ او اساسي قانون ته ګوزار ور کوي، د هندوګرۍ د پاسوالۍ لپاره د خپل سرو ساتونکو بریدونه ډېرېږي".
"دا بریدونه زموږ په ټولنه کې د هیلې خلاف کېږي او لیدل کېږي، موږ پر مسلمانانو او دلتانو دا بریدونه غندو".
د دوی په خبره، دا ډول پېښې د هند خلک سره وېشي او د ملي یووالي په زیان دي.








