پر مسلمانانو بریدونه: متقاعدو پوځیانو مودي ته لیک ولېږه

د عکس سرچینه، AFP
په هند کې پر مسلمانانو او دلتانو د بریدونو بهیر کې د دغه هېواد د وسلوالو ځواکونو متقاعدو پوځیانو لومړي وزیر نرېندر مودي ته لیک کاږلی دی.
په لیک کې پخواني پوځیان د دې بریدونو په غندلو او خواشیني ښودلو سره د هندوګرۍ د پاسوالۍ یا ساتنې لپاره پر خپل سرو ډلو او د هغوی پر بوږنوونکو بریدونو نیوکه کوي.
په پرانیستي لیک کې دا پوځیان زیاتوي، چې د دې بربریت خلاف "نه زما په نوم" هڅو سره ملګري دي.
دوی وايي، په هېواد کې وسلوال پوځ اوس هم په "ډېری بری دی" اصولو باور لري.
متقاعد پوځیان په هند کې اوسنی حالت وېروونکی، کرکجن او شکمن ښيي.
دا لیک د ځمکني، هوايي او سمندري پوځ ۱۱۴ متقاعدو پوځیانو لاسلیک کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP
پخواني پوځیان په خپل لیک کې زیاتوي:
"اوس چې زموږ په هېواد کې څه روان دي، وسلوال پوځ او اساسي قانون ته ګوزار ور کوي، د هندوګرۍ د پاسوالۍ لپاره د خپل سرو ساتونکو بریدونه ډېرېږي".
"دا بریدونه زموږ په ټولنه کې د هیلې خلاف کېږي او لیدل کېږي، موږ پر مسلمانانو او دلتانو دا بریدونه غندو".
دوی دا هم وايي، چې د رسنیو، مدني ټولنو، پوهنتون، رسنوالو او پوهانو پر بیان ازادۍ د بریدونو او د دوی په مقابل کې زیاتېدونکي تاوتریخوالي باندې د حکومت چوپتیا هم غندي.
د دوی په خبره، دا ډول پېښې د هند خلک سره وېشي او د ملي یووالي په زیان دي.








