'د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ولې د جماعت اسلامي پر ښوونځیو بندیز لګول کېږي؟'

کشمیر، فلاحِ عام، جماعت اسلامی

د عکس سرچینه، Twitter

    • Author, ریاض مسرور
    • دنده, بي بي سي شري نګر

شګفته فاروق 'مستعار نوم ' د بډګام ولسوالۍ د کیراپورې سیمې اوسېدونکې ده. د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د جماعت اسلامي د 'فلاح عام ټرسټ' په نامه خیریه بنسټ پر ښوونځیو له بندیز لګېدو وروسته د شګفتې په ګډون زرګونه ښوونکې او زده کوونکي بې برخه لیکه پاتې شوي دي.

نوموړې وايي: "موږ لا دمخه اندېښمن وو. د ډېرو مياشتو معاشونه مو نه دي راکړل شوي، موږ په ډېر کم معاش کار کاوه. خو اوس د حکومت دغه پرېکړه نوره هم د اندېښنې وړ ده."

په کشمیر کې په خورا کمو پېسو د معیاري تعلیم چمتو کولو لپاره، جماعت اسلامي په ۱۹۷۲ کال کې د 'فلاح عام ټرسټ' اداره جوړه کړه او د خپل رسمي اداري جوړښت کې یې د "تعلیمي څانګې" په توګه معرفي کړه.

د دغه بنسټ د اوسني مشر شوکت احمد په وينا، اوسمهال د کشمیر په لسو ولسواليو کې ٣٣٢ ښوونځي شته، چې٨٠ زره هلکان او نجونې په کې زده کړې کوي او په يادو موسسو کې لس زره ښوونکي د نادولتي مامورينو په توګه کار کاوه.

دا وروستیو کې د هند حکومت حکم کړی چې له دې نه یوشمېر ښوونځي باید وتړل شي.

په ۲۰۱۹ کال کې د هند تر ولکې لاندې د کشمير ځانګړی حیثیت ختم شو او هند حکومت د هند نورو سیمو په څېر یوه سیمه وبلله.

له یادې پېښې څو میاشتې مخکې جمو - کشمیر سیمو کې پر جماعت اسلامي ګوند بندیز ولګېد، دفتر یې ورته وتاړه او د دفتر مشر حمید فیاض بندي شو.

د دوشنبې پر ورځ بیا یو رسمي حکم صادر شو چې په دوه اونیو کې دننه باید د 'فلاح عام ټرسټ' ښوونځي وتړل شي. دوی د بندیز سمدستي لاملونه په ګوته نه کړل.

خو په حکم کې ویل شوي چې په 'فلاح عام ټرسټ' باندې په ۱۹۹۰ کال کې بندیز ولګول شو او له هغه وخت راهیسې په ښوونځیو کې د زدکوونکو نوملیکنه د قانون د حکم له مخې شوې ده.

له همدې کبله یاد حکومتي حکم کې د پوهنې ریاست چارواکو ته لارښوونه شوې چې د 'فلاح عام ټرسټ' ښوونځیو زده کونکي خپلو نږدې دولتي ښوونځیو کې شامل کړي.

په کشمیر کې د جماعت اسلامي ګوند ځايی امیر حمید فیاض له ځینو ملګرو سره نیول شوی و.

د عکس سرچینه، Jammat-e-Islami

د عکس تشریح، په کشمیر کې د جماعت اسلامي ګوند ځايی امیر حمید فیاض له ځینو ملګرو سره نیول شوی و.

خو تر اوسه حکومت د شګفته فاروق په څېر د زرګونو نورو ښوونکو په اړه څه نه دي ویلي.

شګفته وايي: "یوازې زه نه بلکې ډېرې داسې نجونې هم شته، چې له خپل معاشه یې یو څه پیسې سپما کړې، تر څو د واده پر مهال یې پر مور او پلار بوج کم وي. خو لا دمخه په معاشونو کې ځنډ راغلی دی. د څو میاشتو معاشونه مو پاتې دي او اوس دا بندیز ولګېد."

بلخوا د فلاح عام ټرسټ مشر وايي، چې په دې اړه به محکمې ته مراجعه وکړي. نوموړی زیاتوي، د دوی ښوونځي نادولتي ښوونځي دي او هغو ماشومانو ته د معیاري زدکړو زمینه برابروي چې نه شي کولی په لوړ فیس زده کړې وکړي.

د فلاح عام ټرسټ اوسنی مشر شوکت احمد وايي: "موږ له جماعت اسلامي او یا کوم بل سیاسي ګوند سره هیڅ تړاو نه لرو. "

نوموړی زیاتوي،زموږ په ښوونځیو کې هم هماغه نصاب تدریس کېږي چې په دولتي او نورو خصوصي ښوونځیو کې تدریس کېږي.

کشمیر، جماعت اسلامی

د عکس سرچینه، Getty Images

"د ټول هند څخه متخصصین زموږ د ښوونکو د روزنې په پروګرام کې برخه اخلي. "

دغه بندیز کولای شي په زرګونو ښوونکي بې روزګار کړي او د زرګونو زدکوونکو تعلیمي فعالیتونه ګډوډ کړي.

که څه هم د حکومت په فرمان کې د دې بندیز انګیزه نه ده په ډاګه شوې، خو ځینو حکومتي سرچینو بي بي سي ته ویلي، حکومت استخباراتي معلومات لري چې په دغو ښوونځیو کې ماشومان د حکومت ضد احساساتو په روحیه روزل کېږي.

یوه حکومتي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې وویل: ''ښکاره ده چې پر جماعت اسلامي د ترهګرۍ د ملاتړ او د بېلتونپالنې د تبلیغ له امله بندیز ولګول شو. ''

که اوسنی حکم عملي شي، دا به په تېرو ۳۳ کلونو کې د بندیز دریم حکم وي.

یوه کارکونکي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل: "حکومت پوهیږي چې وضعیت څه ډول دی. زموږ فارغانو په بېلابېلو برخو کې خپل نوم او ویاړ ګټلی دی او تر اوسه یو ماشوم هم په ویران کاریو کې ښکېل نه و. د حکومت خپلو پوهنتونونو کې ډېر داسې هلکان شته چې وسله یې پورته کړې او په جګړو کې وژل شوي، نو ایا د دې معنی دا ده چې پوهنتونونه دې وتړل شي؟ زموږ ټول اسناد سم دي، خو بیا هم موږ ځورول کېږو."