کشمير کې ترينګلتيا
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هند حکومت له خوا د ځانګړي حالت لرې کولو پرېکړې پر وړاندې د جمعې د ورځې له لاریونونو وروسته ګرځبندیز لګېدلی دی راپورونه وایي د جمعې پر ورځ پولیسو سرینګر ښار کې د لاریونيانو د تيتولو لپاره اوښکې بهوونکی غاز او ربړي مرمۍ کارولي دي. نن بیا د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوې مهمې سیاسي ډلې د دغه هېواد سترې محکمې ته د حکومت له خوا د ځانګړي حالت لرې کولو پر پرېکړې د بیا غور غوښتنه کړې ده. له ۱۹۴۷ را په دې خوا کشمیر د هند او پاکستان تر منځ د لانجو یوه سرچينه ده. دلته د تاریخ اوږدو کې د دې لانجمنې سیمې پر سر ځینې مهمو پېښو ته کتنه شوې ده.