د هند اتر پردېش کې له احتجاجونو وروسته د ځینو مسلمانانو کورونه نړول شوي

هند

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اترپردېش ایالت کې له احتجاج وروسته د ځینو مسلمانانو کورونه نړول شي

د هند شمالي ایالت اترپردېش کې چارواکو د ځینو هغو مسلمانانو کورونه نړولي چې ادعا کېږی له تاوتریخوالي ډک مذهبي احتجاج کې یې برخه اخېستې وه.

احتجاجونه د هند واکمن بي جی پي ګوند ویاندې نوپورشرما هغو څرګندونو ته په ځواب کې وو چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص په اړه یې کړې وې.

دغه احتجاجونه په ځینو ایالتونو کې په تاوتریخوالي واوښتل او احتجاجیانو په کې ځینو ودانیو ته زیان اړولی وو.

اترپردېش ایالت کې یې په تور له ۳۰۰ ډېر کسان ونیول شول.

ځایي چارواکو تېرو ورځو کې د دریو مسلمانانو کورونه نړولي، په وینا یې دغه کورونه په غیر قانوني بڼه جوړ شوي وو، هغه ادعا چې د کورونو څښتنان یې ردوي.

د کورونو نړولو دغه ګام مخالفو سیاستوالو غندلی او د اترپردېش په اعلی وزیر یوګي ادېتیانات یې تور پورې کړی چې لږکي مسلمانان په نښه کوي.

ګوتنیوونکي وايي ۲۰۱۴ کې د بي جی پي ګوند له واکمنېدو راهیسې هند کې مذهبي سخت دریځي زیاته شوې. د مذهب پر بنسټ کرکه او پر مسلمانانو بریدونه هم ډېر شوي.

له دغو دریو نړول شویو کورونو دوه یې د هغو کسانو دي چې د جمعې له لمانځه وروسته د کاڼو په ویشتلو تورن وو.

درېیم یې د ځایي سیاستوال جاوېد احمد وو چې د احتجاج په پلانولو تورن وو. د نوموړي لور افرین فاطمه د مسلمانانو د حقونو مشهوره فعاله ده.

د عالي اباد عالي محکمې یوه پخواني قاضي ګووېند ماتور انډین اېکسپرېس ورځپاڼې ته ویلی چې د ښاغلي احمد د کور نړول په بشپړ ډول غیر قانوني کار وو.

نوموړی وايي: "که دا هم ومنو چې د کور جوړښت غیر قانوني وو چې مېلیونونه هندیان په همدې بڼه اوسېږي، دا ډېره هېښوونکې ده چې د یکشنبې رخصتۍ په ورځ دې د یوه کس کور داسې مهال ونړول شي چې هغه بندي دی."

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، احتجاجونه د هند واکمن بي جی پي ګوند ویاندې نوپورشرما له خوا پیل شول

د ځایي دولتي ادارې پي ډي ای چې د ښاغلي احمد کور یې نړولی یوه چارواکي ویلي چې نوموړي ته مې میاشت کې خبرداری ورکړل شوی وو چې حاضر شي.

خو د جاوېد احمد لور افرین فاطمه دا خبره ردوي او وايي دوی ته یوازې د شنبې په ورځ د یوه لیک په بڼه خبر ورکړل شوی وو.‌

د قانوني وکیلانو یوې ډلې هم عالي محکمې ته عریضه کړې او ویلي یې دي چې د کور نړول غیر قانوني کار وو.

عریضه کې لیکل شوي: "تورن کس او مېرمنې ته یې له وړاندې د کور د نړولو په اړه خبرداری نه وو ورکړل شوی"

دا لومړی ځل نه دی چې اترپردېش او د بي جی پي تر واک لاندې نورو ایالتونو کې لږکي مسلمانان په نښه کېږي او د احتجاجونو په تور یې کورونه نړول کېږي.

کارپوهانو د چارواکو دغه ډول ګامونو قانوني اړخ ننګولی.

یوه مشر قانوني وکیل اشر وارثي څو میاشتې وړاندې په دې اړه بي بي سي ته ویلي وو: "په دې ډول ګامونو تاسو د یوې ټولنې خلک پرته له کوم روڼ بهیر او عدالت په نښه کوئ. دا نه یوازې غیر قانوني کار دی بلکې زموږ ټولنه په یوه ناسم لوري بیايي."

د واکمن بي جی پي ګوند یوې ویاندې نوپور شرما د مې په ۲۷ یوه ټلویزیوني بحث کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی کړی وو او له هغه راهیسې په دې تړاو غبرګونونه او لانجه په پراخېدو ده.

بي جی پي ګوند له څرګندونو وروسته نوپور شرما له دندې لېرې کړه خو په تېرو څو ورځو کې داسې غوښتنې په زیاتېدو دي چې نوپور شرما دې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور ونیول شي او قانوني چلن دې ورسره وشي.

د نوموړې څرګندونې ګڼو اسلامي هېوادونو هم په کلکو ټکو غندلې وې او د هند حکومت یې له یوه دېپلوماتیک سرخوږي سره مخ کړی وو.