نوپور شرما: هغه هندۍ ښځه چې د اسلام پیغمبر ته یې سپکاوی کړی څوک ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
هند وروسته له هغې له یوه سخت دېپلوتیک سرخوږي سره مخ شوی چې د واکمن بي جې پي ګوند یوې ویاندې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی وکړ.
نوپور شرما دا څرګندونې ۱۰ ورځې وړاندې د یوه هندي تلویزیون په بحث کې کړې وې او له امله یې هند کې د ميلیونونو مسلمانانو او ګڼو اسلامي هېوادونو غوسه راوپاروله.
د یکشنبې په ورځ بي جې پي ګوند نوپور شرما له دندې لرې کړه. د دغه ګوند د ډيلي د رسنیو برخې مشر نوین کمار جېندل هم له دې امله له دندې ګوښه شو چې د اغلې شرما څرګندونې یې په لیکلې بڼه په ټويټر خپرې کړې وې.
بي جې پي ګوند په یوه ویناپاڼه کې ویلي چې دوی "د هر هغه فکر یا ایډیالوژۍ خلاف دي چې د یوه مذهب سپکاوی په کې کېږي" او زیاته یې کړه چې "د دغه ډول خلکو او نظریې ملاتړ نه کوي."
اسلامي هېوادونو کې د هند دېپلوماتانو ویلي چې دا څرګندونې یې د حکومت او یا د ګوند رسمي دریځ نه دی.
خو لکه څنګه چې ډېرو ورته اشاره هم کړې، نوپور شرما د بي جې پي ګوند یوه عادي غړې نه وه.
۳۷ کلنه شرما چې د بي جې پي ګوند یوه ویانده وه د رسنیو تر منځ خورا مشهوره وه او نژدې هره ورځ به په ټلویزیوني بحثونو او پروګرامونو کې راڅرګندېده او د نرېندرا مودي د تګلارو او حکومت ننګه به یې کوله.
د ديلي پوهنتون د قانون پوهنې له پوهنځئ فارغه نوپور شرما په ۲۰۰۸ کې د خپل سیاسي ژوند پیل وکړ.
دې بیا وروسته د لندن په اېل اېس اي پوهنتون کې په نړیوال سوداګریز قانون کې ماسټري وکړه او هند ته له ستنېدو وروسته یې سیاسي ژوند کې پرمختګ وکړ.
په دواړو هندي او انګرېزي ژبو د لاسبري له امله یې په ۲۰۱۳ کې د بي جې پي ګوند د رسنیو په برخه کې کار وموند. دوه کاله وروسته د ديلي اسمبلۍ په ټاکنو کې نوموړې د بي جې پي له لوري د ډيلي اعلی وزیر اروېند کېجرېوال پر وړاندې نومانده شوه.
داسې تمه نه وه چې اغلې شرما دې ټاکنې وګټي خو له یوه په زړه پورې کمپاین وروسته یې لا نور شهرت وموند. نوموړې په ۲۰۲۰ کې د بي جې پي د رسمي ویاندې په توګه وټاکل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له تېرو څو کلونو راهیسې نوپور شرما د هند پر ټلویزیونونو یوه پېژندل شوې څېره ده.
له دندې د شړل کېدو وروسته نوپور شرما په یوه لیک کې ویلی چې "له خپلو څرګندونو په شا شوې" خو هڅه یې وکړه چې خپلې خبرې توجيح کړي او په وینا یې څرګندونې یې د هندوانو معبود شیوا ته د پرلپسې سپکاوي په ځواب کې وې.
دې له سپکاوي ډکې څرګندونې د ګایناواپي جومات د لانجې پر سره یوه بحث کې کړې وې.
هندوان ادعا کوي چې دا جومات د هند په سپېڅلي ښار واراناسي کې د یوه پخواني مندر یا معبد پر ځای جوړ شوی چې په ۱۶۶۹ کې یې د هغه وخت مغول پاچا اورنګزېب د ړنګولو امر کړی وو.
محکمې په یوې لانجمنه پرېکړه کې امر وکړ چې د جومات د ودانۍ سروې دې وشي او د سروې پر مهال د کاڼي یوه تخته موندل شوې چې هندوان کمپاین کوونکي یې د هندوانو معبود شېوا یوه نښه بولي، خو د جومات چارواکي بیا وايي چې د اوبو د یوې فوارې نښه ده.
لانجه په محکمه کې روانه ده خو ټلویزیونونو کې هم پرې تاوده بحثونه کېږي.
د مې په ۲۷ همدغه ډول یوه بحث کې نوپور شرما د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) ته سپکاوی وکړ او له هغه راهیسې دا مساله ورځ تر بلې پراخېږي او د هند واکمن ګوند یې له دېپلوماتیک سرخوږي سره مخ کړی.
لانجه هغه وخت زیاته شوه چې د تېرې جمعې په ورځ د نوموړې د څرګندونو په غبرګون کې د هند په کانپور ښار کې د مسلمانو او هندوانو یوه لاریون په تاوتریخوالي واوښت.

د عکس سرچینه، Getty Images
کانپور د اترپردېش ایالت برخه دی او هندی ملت پالی یوګي ادېتیانات یې مشر دی. د اتر پردېش ایالت امنیتي ځواکونو د لاریونوالو پر وړاندې سخت غبرګون وښود او لسګونه یې ترې بندیان کړل.
خو غبرګونونه یوازې تر هند محدود پاتې نه شول. کويت، ایران او قطر خپلو هېوادونو کې هندي دېپلوماتان وروبلل او د نوپور شرما پر څرګندونو یې ناخوښي وښووله او ویې غندلې. سعودي او متحده عربي اماراتو هم دا څرګندونې په سختو الفاظو وغندلې.
په تېرو څو ورځو کې غوښتنې په زیاتېدو دي چې نوپور شرما دې د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تور ونیوله شي او ګڼو ایالتونو کې پولیسو د نوموړې پر وړاندې پلټنه پيل کړې.
ډيلي پولیسو ویلي د نوپور شرما ژوند ته د خطر له امله یې هغې لپاره امنیتي تدابیر کلک کړي.
خو له بل اړخه د ډېرو خلکو لخوا د نوموړې ملاتړ هم کېږي او له دندې د ګوښه کېدو وروسته یې دا ملاتړ نور هم پراخ شوی.
هند کې سیاسي شنونکي وايي چې له دې وړاندې هم ګڼ هندي چارواکي له دغه ډول څرګندونو روغ راوتلي او په وینا یې دا ښايي د نوپور شرما د سیاسي ژوند پای نه وي.









