هند کې د مسلمانانو پر ضد له کرکجنو څرګندونو وروسته غوغا رامنځته شوې

د عکس سرچینه، Facebook/Devbhoomi Raksha Abhiyan
د هند اترکنډ ایالت کې د مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي یوې غونډې لپاره د یو ځای شویو هندو مشرانو پر ضد دوسیه ثبت کړې ده.
په دې غونډه کې د یو شمېر هندو مذهبي مشرانو پاروونکو ویناوو ویډیوي کلیپونه خورا ډېر لاس پر لاس شول او غبرګونونه یې وپارول.
دا غونډه د هندوانو په سپیڅلي ښار هریدوار کې د دسمبر له ۱۷ مې تر ۱۹ نېټې پورې شوې. خو پولیس وايي، له پنجشنې مخکې یې دا دوسیه ځکه نه ده ثبت کړې، چې له دې مخکې یې رسمي شکایت نه و ورته شوی.
دې لړ کې تر اوسه څوک نه دي نیول شوي او د پولیسو رپوټ کې د یوه سړي یادونه شوې، چې وسیم رضوي نومېږي، یو مسلمان دی او وايي، چې هندو مذهب یې منلی او د جتندر ناراین تیاګي نوم ورکړل شوی دی.
پولیس وايي، د ښاغلي تیاګي او یو 'شمېر نورو ' کسانو خلاف یې د 'مذهبي ډلو تر منځ د کرکې خپرولو هڅې ' دوسیه ثبت کړې ده.

د عکس سرچینه، Facebook/Ashwini Upadhyay
بل لور د خواله رسنیو کاروونکو بیا د دې غونډې ډېر ویناوال پېژندلي چې په وینا یې مهم مذهبي مشران دي او د لومړي وزیر نرېندرا مودي ګوند بي جي پي له وزیرانو او غړو سره په غونډو کې یو ځای لیدل شوي دي.
د غونډې یوه ونیاوال یاتي نرسینګهانند چې له دې مخکې یې هم د مسلمانانو پر ضد کرکجنې څرګندونې کړې، د هریدوار په غونډه کې له هندوانو وغوښتل چې له مسلمانانو د خپل دین 'ژغورنې ' لپاره وسلې ته لاس کړي.
د واکمن بي جي ګوند یوه پخواني ویاند اشواني اوپادهیای چې د دې غونډې په یوه ویډیويي کلیپ کې لیدل شوی وویل، 'یوازې د نیم ساعت لپاره ' غونډې ته ورغلی و.
د هریدوار غونډې یوه تنظیمونکي پربهودهانند ګیري چې د این ډي ټي وي رپوټ له مخې د بي جي پي ګوند له وزیرانو او اترکنډ له اعلی وزیر سره راشه، درشه لري، د هند له پوځ، سیاستوالو او هندوانو وغوښتل چې هغسې وکړي لکه میانمار کې چې وشول.
د نوموړي اشاره په میانمار کې د روهېنګیا مسلمانانو پر ضد د تاوتریخوالي خونړۍ څپې ته وه، چې له کبله یې روهېنګیا مسلمانان له میانماره تېښتې ته اړ شول.
فعالان وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې چې بي جي ګوند لومړی ځل واک ته ورسېد، هند کې د مسلمانانو او نورو لږکیو پر ضد د کرکې پر بنسټ جرمونه ډېر شوي دي.
دغه راز د مسلمانانو پر ضد د کرکجنو څرګندونو ویډيي کلیپونه معمولاً په خواله رسنیو کې لاس پر لاس کېږي. معترضین تور پورې کوي، چې د دغه ډول کرکجنو څرګندونو د واکمن ګوند ځینې غړي پټ او برالا لاس لري.











