نوې لایحه؛ هند کې مسلمان کډوالو ته ځای نشته؟

اسام

د عکس سرچینه، BBC/SHIB SHANKAR CHATTERJEE

د عکس تشریح، د اسام د موري کلي اوسېدونکي له خپلو سندونو سره. په دغه ایالت کې نږدې دوه میلیونه کسان له وګړتوب نوملړ اېستل شوي دي.

د هند پارلمان کې نن د ډیسمبر ۱۲ ترمیمي بېل وړاندې کېږي، چې د ۱۹۵۵ کال د وګړتوب قانون ترمیمېدل غواړي او د بنګله دېش، پاکستان او افغانستان هندوانو، بودایانو، سیکانو، عیسویانو او نورو بې قانونه کډوالو ته د وګړتوب غوښتنه کوي، خو مسلمانان پکې نشته.

مرکزي کابینه وايي، دې کډوالو ته باید ځکه وګړتوب ور کړل شي چې خپل هېواد کې د مذهب له امله له زیاتي سره مخ دي یا هم مذهبي جبر ور سره کېږي.

له دې بېل ارونا چل پردېش، ناګا لېنډ او میزورم پرته دي او اسام، تريپوره او میګالیه په څېر د شمال ختیځو ایالتونو قبایلي سیمې هم پکې نه راځي.

تېرو لسیزو کې له افغانستان، پاکستان او بنګله دېش په لکونو هندوان، بودایان او سیکان هند ته کډوال شوي او له لسیزو تېرولو وروسته هم له وګړتوب بې برخې دي.

دې وړاندیزي لایحه یا بېل کې دې بې قانونه کډوالو ته وګړتوب ور کول دي، خو سملاسي سبب یې اسام کې د وګړتوب اوسنۍ مسله ده.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جمعې په ورځ هند کې د لاریون یو ګډونوال

اسام کې د ټولو وګړو له ارزولو وروسته نږدې دوه میلیونه کسان له وګړتوب بې برخې شول، چې ډېری یې هغه کسان دي چې بنګالیان بلل کېږي.

لا هم دوی بې قانونه کډوال نه دي بلل شوي، خو اوس به محکمه کې دا ثابتوي چې بهرنیان نه دي.

که څه هم دا نه دي ویل شوي چې دې نږدې دوو میلیونو کسانو کې څومره هندوان او څومره مسلمان دي، خو د پارلمان د مختلفو غړو له خبرو مالومېږي چې له ۱۲ لکو زیات پکې هندوان دي.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي او د کورنیو چارو وزیر امت شاه بیا بیا ویلي چې د بې قانونه هندو کډوالو ډارولو ته اړتیا نشته، حکومت یې کډوال بولي او وګړتوب به ور کړل شي.

د انساني حقونو ادارې وايي، بنګالي بلل کېدونکو کې چې کوم مسلمانان د وګړتوب له نوملړ لرې شوي هغو کې ډېری کسان د اسام اوسېدونکي دي، خو د نوم د تېروتنو یا سندونو کې د نیمګړتیا له امله له وګړتوب اېستل شوي دي.

هیښوونکې دا ده چې د نرېندر مودي حکومت لکونو بې قانونه هندو کډوالو ته د وګړتوب ور کولو قانون ترمېموي، خو په اسام او شمال ختیځو ایالتونو کې یې خپله بي جي پي مخالفت کوي.

اپوزیسیون څه وايي؟

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

لومړیو کې د اپوزیسیون ګوندونو د دې لایحې په هکله ویل چې هند یو جمهوري یا ولسواک هېواد دی او د اساسي قانون له مخې مذهبي توپیر پکار نه دی.

دوی وړاندیز کاوه چې دې لایحه کې د وګړتوب ور کولو لپاره مذهبي رنګ لرې شي او یا هم مسلمانان پکې شامل شي، خو حکومت یې دا وړاندیز ونه مانه.

اپوزیسیون اوس د دې بېل په هکله ګونګ دریځ خپل کړی او دا پوخ امکان دی چې دا لایحه له خنډ پرته پارلمان کې منظوره شي.

که داسې وشي، نو ولسواک هند کې به د مذهب له مخې د توپیر لومړی قانون وي.

هند

د عکس سرچینه، Getty Images

د اساني حقونو ادارې او شنونکي باوري دي چې دې بېل سره به د مودي حکومت نه یوازې بې قانونه هندو کډوالو ته وګړتوب ور کړي، بلکې خپل هېواد او نړۍ ته به دا پیغام هم ور کي چې هند د ډېری هندو وګړو هېواد دی او دلته د هندو اکثریت ولسواکي ده.

مودي او امت شاه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره تیاری لا د مخه پیل کړی دی.

حکومت ویلي چې اوس ټول هند کې اېن ار سي یا د وګړتوب سند پلی کېږي.

امت شاه وايي، تر ۲۰۲۴ کال به یو بې قانونه مسلمان کډوال هم هند کي ونه اوسېږي.

ښکاره ده چې دا ډول کرکجنو سیاسی هڅو سره بي جي پي پخوا هم ټاکنو کې ګټه کړې ده.