هندي مسلمانان له پنځه اېکړه ځمکې انکار کولی شي؟

ایودھیا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیراتمچ مشر
    • دنده, بي بي سي لکنو

د ایودیا کېس کې د هند سترې محکمې پرېکړه کړې چې سني وقف بورډ ته باید پنځه اېکړه(شل زره متره مربع) ځمکه ور کړل شي.

که له یوې خوا پر بورډ فشار دی چې دا ځمکه دې نه غواړي له بلې خوا دا پوښتنه هم کېږي چې دا ځمکه به چېرته ور کول کېږي.

سني وقف بورډ پرېکړه منلې، ځینې مذهبي مشرانو یې هم ملاتړ کړی، خو د ال انډیا پرسنل لا بورډ د هند سترې محکمې د پرېکړې ننګولو ته تیاری کوي.

ال انډیا مسلم پرسنل لا بورډ د نومبر پر ۱۷ لکنو کې یوه غونډه کوي، چې د سترې محکمې پرېکړې پرضد ګام پورته شي که نه.

د بورډ غړی او وکیل ظفریاب جیلاني وايي: "مسلمانانو له سترې محکمې بل ځای د ځمکې غوښتننه ده کړې، موږ پر جنجالي ځمکه جومات غواړو، که پر پرېکړه د بیا غور ناسته کېږي، نو دا ټکی به هم پکې وي".

مسلمانې ډلې پر دې خبره هم غور کوي چې سني وقف بورډ د سترې محکمې له خوا د ځمکې وړاندیز ومني یا نه.

ایودھیا

د عکس سرچینه، Reuters

د اتحادالمسلمین ټولنې مشر اسدالدین اویسي دا بحث را پورته کړ او نورو خلکو یې ملاتړ وکړ.

هغه دا خیرات وباله او زیاته یې کړه د هند مسلمانان دا وس لري چې د جومات لپاره ځمکه رانیسي، پکار ده سني وقف بورډ دا وړاندیز ونه مني.

د سني وقف بورډ مشر ظفر فاروقي د اویسي خبره نه مني، خو پرېکړه د بورډ له ناستې وروسته کېږي.

هغه بي بي سي ته وویل، که راتلونکې ناسته کې بورډ د ځمکې وړاندیز ومانه نو دا پرېکړه به بیا کېږي چې پر دې ځمکه څه وکړي.

د هغه په خبره، دا د مرکزي او ایالتي حکومتونو کار دی چې ځمکه چېرته ټاکي: "موږ د کوم ځای وړاندیز نه دی کړی، خو جنجالي سیمه کې ۶۷ اېکړه حکومتي ځمکه کې موږ ته ځای را کولی شي".

د یادولو ده چې پر ۱۹۹۱ کال حکومت د جنجالي سیمې شاوخوا پر ۶۷ اېکړه ځمکه ولکه وکړه.

ځمکه چېرته ده؟

ایودھیا

د عکس سرچینه، Getty Images

مسلمانان دا پوښتنه هم کوي چې دا پنځه اېکړه ځمکه به چرته ور کول شي، ځکه د سترې محکمې پرېکړه کې دې ته اشاره نه ده شوې.

له بلې خوا څو هندو ډلې دا هم وايي چې ایودیا کې به جومات ته ځمکه نه ور کول کېږي.

د یوې هندو ډلې غړي بي بي سي ته وویل، که حکومت ایودیا کې مسلمانانو ته ځمکه ور کوي، دوی به سړکونو ته ووځي.

نوموړی دا هم وايي چې دا ډول پرېکړه راتلونکي کې هم جنجال جوړوي.

خو د ایادیا څو ځوان مسلمانان د حکومت پر پرېکړه خوشال نه دي، مګر زیاتوي که همدې سیمه کې ځمکه ور کړل شي، خپګان به یې یو څه کم شي.

د ایودیا اوسېدونکی ببلوخان وايي: "د سترې محکمې پرېکړه انصاف نه دی، موږ یې پرضد څه نشو کولی، خو که دلته ځمکه را کړي، نو بیا به جومات پر جوړ کړو".

څو کسانو همدې ۶۷ اېکړه ځمکه کې د جومات لپاره دا پنځه اېکړه ځمکه وغوښته.

پر دې ځمکه جومات که بل شی جوړېږي؟

ایودھیا

د عکس سرچینه، Reuters

دا پوښتنه هم شته چې مسلمانانو ته کومه ځمکه ور کول کېږي، پر هغه جومات که بل څه جوړېږي.

ځینې خلک له سني وقف بورډ غواړي چې روغتون یا کومه پوهنیز اداره جوړه کړي، چې هر چا ته یې ګټه ورسېږي.

د مسلمانانو یو مشر اشرف غثماني وايي، کله چې پر یوه ځمکه جومات جوړ شي، تر قیامت به جومات وي او بل شی پر جوړېدلی نه شي، خو اوس چې جومات نشته نو څه چې پر جوړېږي هغه جوړېدلی شي.

دا پوښتنه هم شته چې حکومت د جومات لپاره د ایودیا کومه سیمه کې مسلمانانو ته ځمکه ور کوي.

څو هندي مشران په ځانګړې سیمه کې د جومات ځمکې سره مخالف دي، خو دا ښايي ځکه ستونزه جوړه نه کړي چې اوس ایودیا ډېره پراخه شوې دي.

پخوا ایودیا یو کلی و، خو اوس د فیض اباد ولسوالي نوم ایودیا شوی دی.