هند: د مسلمان د سپکاوي په تور ۸ کسان نیول شوي

د عکس سرچینه، youtube
د هند په شمال ختیځ آسام ایالت کې پولیسو هغه اته کسان نیولي، چې یو مسلمان سپین ږیری یې په زور د خوګ غوښې خوړلو ته اړ کړی دی.
په وروستیو کې د هند پر خواله رسنیو یوه وېډیو خپره شوه چې څو کسان ۶۸ کلن شوکت علي د غوایي د غوښې د پلور په تور ځوروي.
غوایی د هندوانو له نظره یو مقدس حیوان دی چې د غوښې پېر او پلور او خوړل یې د هند په یو شمېر ایالاتونو کې منع دي.
هغه کسان چې دغه سپین ږیری مسلمان وهي وروسته هغه دې ته اړ باسي چې په خټو کې کیني او د خوګ غوښه وخوري.
د خوګ غوښه په اسلام کې حرامه ده.
دغې وېډیو په هند کې د خلکو غوسه را پارولې ده.
په خپره شوي وېډیو کې دغه کسان پر سپین ږیري مسلمان شوکت علي راټول دي او په هغه چیغې وهي چې د بنګله دیش یې؟ ایا د هند یې او د غوایي د غوښې د پلور اجازه لري او که نه.
بوډا مسلمان چې ددغو کسانو له لورې ټپي شوی اوس په روغتون کې بستر دی.








