د افغانستان زعفران د لسم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو غوره زعفران وپېژندل شول

د عکس سرچینه، Getty Images
د هرات زعفران د لسم ځل لپاره د "خوند نړیوال انستیتیوت" له خوا د نړۍ تر ټولو غوره زعفران وپېژندل شول. هرات د افغانستان د زعفرانو د کرکېلې او کاروبار اصلي ځای دی او د راپورونو له مخې د افغانستان ۹۵ سلنه زعفران په همدې ولایت کې تولیدېږي.
یادې ادارې په خپله رسمي پاڼه کې لیکلي چې د هرات زعفران د خوند نړیوال انستیتیوت د داورانو پلاوي له خوا چې د نړۍ له "تر ټولو مخکښو پخوونکو او د څښاک له متخصصانو" جوړ دی د غوره زعفرانو په توګه ټاکل شوي دي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي افغانستان تېر میلادي کال ۵۶ ټنه زعفران چې ارزښت یې له ۵۵ میلیونه ډالرو ډېر دی بهر ته صادر کړي دي.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد بيبيسي ته ویلي، دا اندازه زعفران هند، اسپانیا، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا، بریتانیا، ایټالیا، ترکیې، عمان او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د عکس سرچینه، taste-institute.com
څه موده وړاندې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان وکړ چې د روان لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې له دې ولایته د ۳۰ میلیونه او ۳۵ زره ډالرو په ارزښت زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
د یادې خونې اجرائیوي مشر محمد یوسف امین ویلي، بهر ته د صادر شويو زعفرانو ټولیزه اندازه ۲۲ ټنه او ۱۳۰ کیلوګرامه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images
اصلي زعفران څنګه پېژندل کېدای شي؟
- اصلي زعفران د ګلانو د عطرو او د ګبین یا شاتو رنګ لري
- وګورئ چې د تارونو یو سر یې سولېدلی ښکاري
- وګورئ چې یو ژور سور رنګ ولري او که په اوبو کې ډوب شي یو نارنجي- ژېړ رنګ باسي
- بوی یې کړئ او پر ژبه یې کېږدئ - جعلي زعفران ډېره لږه خوشبويي او خوند لري
- اصلي زعفران یو څه د مېوې او ګلانو بوی لري
- اصلي زعفران په یو وخت کې هم خوږ او هم تریخ خوند لري







